لوبې خبرونه

راشد خان: ویاړم چې د افغانستان ملي لوبډلې برخه یم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهوره لوبغاړي راشدخان ویلي،پدې ویاړي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې برخه دی او د خپل هیواد په استازیتوب لوبې کوي.

نوموړی وایي،لدې به بل داسې ستر احساس نه وي چې نوموړی د افغانستان په استازیتوب لوبو ته ښکته کیږي.نوموړی زیاتوي،ډیر خلک د سپورټ غوره لیول وخت قربانۍ،هڅې په اړه ناخبره دي.لدې به زیات د خوښۍ احساس نه وي،چې فیلډ کې د افغانستان په استازیتوب قدم کیږدم.

20210918 111055

زیاتره خلک د سپورټ غوره لیول چې زیات وخت اخلي،قرباني او هڅه غواړي په هغې نه پوهیږي.زه پدې فحر کوم چې دا لوبه کوم او له هغو کسانو مننه کوم چې پدې موده کې یې زما ملاتړ کړئ.زه به خپل زحمت او خوارۍ ته دوام ورکړم.تر څو د خپل هیواد استازیتوب وکړم.دا ملت دی او دا د هغوی لوبه ده څومره چې ممکنه وي همت ته به دوام ورکوو.

راشدخان د خپل پوسټ ترڅنګ یو لنډ ویډیو کلیپ هم خپور کړئ چې په هغې کې نوموړی لیدل کیږي چې په بیټینګ یې خواري پیل کړې.راشدخان پدې وروستیو کې د نړیوال جام لپاره په نومول شوي لوبډله کې د ملي لوبډلې کپتان اعلان شوی وو،

او وروسته د اعلان څخه یې سمدستي له خپلې کپتانۍ څخه استعفاء ورکړه او په ځای یې محمد نبي عیسی خېل د لوبډلې مشر وټاکل شو.چې د ډېری هېوادوالو غبرګون ېې هم راپارولی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button