نړیوال خبرونه

ډاکټرعبدالله په خپله ډله کې پروزارتونو نه جوړیږي

ډاکټرعبدالله په خپله ډله کې پروزارتونو نه جوړیږي سرچینې وایي، چې د مصالحې عالي شورا د مشرډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشران په کابینه کې دخپلې ونډې پر تقسیم نه جوړيږي،

یوې ورځپاڼړې د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت وعده ډاکټر عبدالله د کریم خلیلي د حزب ته ورکړې وه.خواوس دغه وزارت ته د اندرابي چې د دغه وزارت سرپرست وزیردساو دهمده په معرفۍ توافق شوې، خو بازې سرچینې وايي خلیلي ترینه بدل کې دوه نور وزارتونه غواړي.همدارازویل شوي، چې جنرال دوستم سره ډاکټر عبدالله د درېیو وزارتونو ژمنه کړې خو اوس دوه وزارته غواړي ورکړي، چې د هغه له مخالفت سره هم لاس او ګریوان دۍ،

د ثبات او همپالنې د ټیم له خوا د دوه ښځینه وزیرانو پر معرفۍ هم یو بل لامل دس چې د کابینې ټاکل ځنډېدلي دي بازې سرچینۍ ویلي ، چې عبدالله د محقق له ګوند څخه د معصومه خاورې په نوم یوه نوماند وزیره په ګوته کړې، خو د بلې نوماند وزیرې په اړه لاهم خبرې روانې دي ولسمشر غني وعده کړې وه، چې کابینه به څلور وزیرانې ښڅینه نوماندانې ولري،

هغه څو ورځې مخکې په یوه تلویزوني مناظره کې له ښاغلي عبدالله وغوښتل، چې په معرفي کوونکو نوماند وزیرانو کې دې دوه ښځینه هم په نظر کې ولري.د دغو ناندریو د دوام خبر په داسې وخت ورکړل شوی، چې دوه اونۍ وروسته به ولسي جرګه د موسمي رخصتۍ پلان لري.

بلحوا ولسي جرګې له دولت نه غوښتي، چې نوماند وزیران زر د باور رایې ترلاسه کولو لپاره ور معرفي کړي.د جمهور ریس غني او ډاکټر عبدالله د سیاسي تافق لیک له مخې، د کابینې پنځوس سلنه کسان به ښاغلی غني او پنځوس سلنه نور ډاکټر عبدالله معرفي کوي.

اوس باید ډاکټر عبدالله چې څومره ژر کولۍ شي خپلمنځي اختلافات ختم کړي او ژر تر ژره کابیني ته خپل نوماند وزیران ور وپېژني ځکه اوس وخت د دس چې باید یو ملي اجماع رامنځته شي او د سولې لپاره کاروشي که مونږ اوګورو ولسمشر غني خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې ځما بیوه دنده دا ده چې څنګه ملي اجماع رانځته کړم او د سولې لپاره څنګه کوشش وکړم چې ژر تر ژره د سولې لپاره پلان عملي شي،

د یادونې وړ ده چې د ولسمشر غني لخوا تر دې دمه پورې یو څو وزیران کابینې ته معریفي شوي دي،او لاهم دغه لړۍ روانه ده د ماليې وزارت لپاره ېې ارغندیوال صیب معریفي کړی د ښځو چارو لپاره ېې حسینه ساپۍ د روغتیا لپاره ېې ډاکټرجواد عثماني د افغانستان بانک لپاره اجمل احمدي د ښار جوړونې لپاره ېې محمود کرزۍ او داسې نور هم له ولسمشر لخوا مغریفي شوي دي او ولسي جرګې ته معریفي شوي خو اوس صرف د ډاکټرعبدالله له طرفه پاتې دي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button