ژوند او ټولنهنړیوال خبرونه

دډوډۍ وېشلوپرمهال۸۰۰ملیونه فسادشوۍ

د ډوډۍ وېشلوپرمهال۸۰۰ملیونه فسادشوۍ افغانستان ته د کرونا ویروس په راتګ سره د مقسدینو کړیوجېبونه هم ښه ډک شول او ملیونونه روبۍ فساد ېې وکړ، د بازې سرچينیو له مخې یوازې په کابل کې شاوخوا ۸۰۰ ملیونه افغانۍ اختلاس شوی دی.

ویل کيږي د کروناویروس پر مهال په جوړ شوي ګرځبندیز کې یوازې د کابل ښار د ډوډۍ وېشلو په پروسې کې ۸۰۰ ملیونه افغانۍ غلا شوې دي.هشت یوې ورځپاڼې داسې اسناد موندلي چې ښیي کابل کې د ډوډۍ وېشلو لړۍ کې پراخ فساد شوی دی او څه پاسه ۸۰۰ ملیونه افغانۍ ورڅخه غلا شوې دي.تر دېوړاندې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره ولایتونو ته له تخصیص شوې بودیجي څخه هم د اختلاس خبرونه ورکړل شوي وو چې لسګونه ملیونه پیسې شخصی جېبونو ته تللې وې. په دې کې هغه مهال یوازې د څلورو ولایتونو غلا شوې پیسې اوس معلوم شوې چې غلاشوي دي ، چې ۱۵۰ ملیونه افغانۍ په مقدار وې،

د جون میاشتې په ۲۸ مه تاریخ ولسي جرګې د کابل ښارول استجوابیه جلسې ته ور بللی ؤ تر څو په دغه پروسه کې د شويغلاپه هکله سپیناوی ورکړي خو نوموړی حاضر شوی نه ؤ چې د ده دغه عمل ټول وکیلان سخت را پارولي هم واوویليې ې ووچې په دغه وخت کې دبیت المال نه غلا او فساد کول ډېره د شرم خبره ده او دغسې کړنې د نړیووالو ټولنو باور هم له منځه وړي،

د کابل ښار د نانواییو او په بازار کې د اوړو او ارتزاقي توکو د بیو له لوړ توبیر څخه ترلاسه شوې دي، ویل کېږي چې شاوخوا ۸۰۰ ملیونه افغانۍصرف په کابل کې فسادشوۍ دۍ ،دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د فقر او بېوزلۍ ګراف ورځ تر بلې لوړېي او خلک حتی خپلې بنیادي اړتیاوې او د دغه راز د سهار او بېګا لپاره ډوډۍ نه لري. بازې تحلیلګر وايي که حکومت نړیوالې مرستې سمې مدیریت کړې وی، ښایي د شته بحرانونو مخه په نسبي توګه نیول شوې وی او تر څنګ یې اقتصادي وده هم زیاته شوې وۍ،

د کرونا ویروس له راتګ نه تر اوسه پورې افغانستان ته سلګونه ملیونه ډالره کومکونه راغله چې تر ډېره شخصي جېبونو ته لاړه او همدا لامل شو چې اوسزیات شمېر افغانان د مرستو له بهیر باندې اوس باور نه لري دوی حتی ټینګار کوي چې حکومت باید له نړیوال بانک څخه قرضه هم وانخلي ځکه په وینا یې ټولې پیسې به هم د ورکې کندې ته برابرې شي او هېواد ته به هم ستر نقصان ورسوي،

یوه ښاروالۍ نانواییو ته یوه بوجۍ اوړه په ۱۹۲ وچو ډوډیو منلي وو، چې په دې کې ۱۰۸ نورې ډوډۍ یې په مزد کې حساب کړې دي. د نانواییو مالکان هم مني چې یوه ۷ منۍ بوجۍ ۳۰۰ ډوډۍ ورکوي.اوس باید دولت په دې اړه یو کمیسون جوړ کړي او د دغه پروسې په سمه توګه بررسي وکړي باید ټولې لورې پکې همکاري وکړي ترڅو د دا رقم کړنو مخنيوۍ وشي او بیا داسې کړنې تکرار نشي،

د یادونې وړ ده چې افغانستان په نړۍ کې ترټولوهېوادونو زیات فساد کې ښکېل دۍ،او د بل هر هيواد نه زیات پکې بې نظمي ډېره ده،د دې وړاندې هم کرونا ویروس مخنیوي لپاره کومک کونکي پېسې هم غلا شوي دي ویل کيږي چې دغه پیسې د بازې والیانو لخوا هم غلاشوي دي اوس دغه فساد په خاطر د ولسمشر لخوا کمیسون هم جوړ شوۍ او د څېړنو امر ېې کړۍ،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button