نړیوال خبرونه

ولسمشری ماڼړۍ: ټول طالب زندانیان مو ازاد کړي

ولسمشری ماڼړۍ: ټول طالب زندانیان مو ازاد کړي. طالبان وایي، مذاکراتي ټيم یې خبرو ته چمتو دی ؛ خو د بندیانو د خوشې کېدو پروسه نه ده تکمیل شوې، ارګ یادې څرګندونې ردوي او ادعاء کوي، چې د طالبانو له خوا د ورسپارل شوي لست سره سم یې ټول بندیان ېې ازاد کړي.

«ډاکټر محمد نعیم» چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند دی وړمه ورځ پر خپل ټویټر ولیکل، چې د طالبانو بندیان لا هم پاتې دي چې د خوشې کېدو په اړه یې خبرې روانې دي او کله چې یاده پروسه تکمیل شي ، مذاکرات به پیل شي « کله چې د بندیانو د خلاصون پروسه پاي ته ورسیږي ، زمونږ مذاکراتي ټیم د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره چمتو دي.

بلخوا بیا یو ميډیا ګروپ بیا د ارګ د ویاند «صدیق صدیقي» له قوله لیکلي «په اوسني وخت کې هیڅ داسې طالب زنداني له موږ سره شتون نه لري. چې نوم یې دې د طالبانو په لست کې وي، زموږ تمه داده چې طالبان ژر تر ژره خپلمنځي مذاکرات پيل کړي.او د سولې په اړه په نورو جزیاتو باندې خبرې وکړي ترڅو د سولې پروسې لارې او چارې معلومې کړي.

د ولسمشرۍ ماڼړۍ ویاند لخوا دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې تر دې وړاندې ارګ ویلي وو، د شپږ تنه طالب بندیانو په اړه یې له یو شمېر هغو غربي هیوادونو سره خبرې روانې کړي، چې د یادو بندیانو په اړه ملاحظات لري.د ارګ له لوري د طالب بندیانو په اړه پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یو قوي ټیم ټاکلۍ او په بیا  بیا یې ټینګار کړی چې د بندیانو له خوشې کېدو سره سم تیار دي خپلمنځي خبرې پيل کړي.

دې نه مخکې داسې تمې وې، چې روانه اوونۍ د کابل مذاکراتي ټیم دوحې ته سفر وکړي ؛ خو د ناڅرګندو دلایلو له امله لا هم یاد پلاوي دوحې ته ندي تللي. خو اوسمهال داسې تمه کیږي چې ډېر ژر به د حکومت یو پلاوی دوحې ته په سفر لاړشي او هلته د سولې لپاره په نورو جزیاتو باندې خبرې به وکړي.

ولسمشری ماڼړۍ: ټول طالب زندانیان مو ازاد کړي
ولسمشری ماڼړۍ: ټول طالب زندانیان مو ازاد کړي

اوس وخت دواړو خواو ته لازمه داده چې د نورو سیاسیونو رځنګ ولسي جرګې سره هم دغه موضوع ګانې شریکې کړي ترڅو دویي هم ورسره د سولې په اړه خپل نظرونه شریک کړي او یو سیاسي او ولسي اجماع سره د سولې خبرو کې مخې ته لاړشي. او افغانستان یو باثباته سوله ولري ځکه افغانستان کې د ډېر وخت راهیسې جنګ پیل دی او باید نور سولې ته کار وشي. طلبان ه نور باید د خپلمنځي مزاکراتو په مخ کې خنډونه لرې کړي او دایمي اوربند باندې بحث پیل کړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button