هندي چارواکو قطر کې د طالبانو مشرانو سره لیدلی دي

هندي چارواکو قطر کې د طالبانو مشرانو سره لیدلی دي.هندي میډیا د قطري چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې هندي چارواکو په قطر کې له طالب استازو سره د لیدو لپاره دوحې ته سفر کړی دی تر څو د افغانستان د روان وضعیت په هکله ورسره خبرې وکړي.
په هندوستان ټایمز ورځپاڼه کې د شخړو په حل کې د مینځګړیتوب لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي دکتور مطلق القحطاني له قوله لیکلي، چې هندي چارواکو د طالبانو سره د لیدو لپاره دوحې ته سفر کړی دی خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي چې لیدنه شوې کنه.هغه داسې ویلي: «هندي چارواکو قطر هیواد ته غیر علني سفرونه کړي دي.

تر څو د طالبانو سره وګوري؛ خو ولې؟ ځکه هر څوک فکر نه کوي چې طالبان به د زور له لارې ټول واک ترلاسه کړي، خو دا خبره مهمه ده چې طالبان به د افغانستان په راتلونکي سیاست کې کلیدي رول ولري. طالبانو سره د هندي چارواکو پټې اړیکې په داسې مهال رسنیزې کیږي
چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر په دې وروستیو کې درې ځله قطر ته سفر کړی ؤ او هلته یې قطري چارواکو سره لیدنې ترسره کړې وې.قحطاني دا څرګندونې د شخړو او بشري څیړنو د مرکز او همداسي عربي مرکز واشنګټن ډي سي په ابتکار را بلل شوي آنلاین غونډې ته وینا کې وکړې.
ویل کیږي چې نوموړی بیا د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل.داپه داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د هندوستان له بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر سره د افغان سولې په هکله خبرې اترې کړي دي.