نړیوال خبرونه

د شیرزي په مشرۍ کندهاري ملکان په کندهار ښار کې د جګړې د بندولو کوشش کوي

د کندهار ولایت یو شمېر قومي مشرانو او سیاسیونو د افغانستان او په ځانګړې توګه کندهار ښار له جګړې څخه د ژغورلو په خاطر مشورتي ناسته کړې ده.

دغه مشورتي ناسته چې تیره شپه د پخواني ولسمشر حامدکرزي په کور کې د نوموړي په بلنه ترسره شوې، په ترڅ کې یې د کندهار په روان سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې او بحثونه شوي دي.په دغه ناسته کې پرېکړه شوې چې د ناستې ګډونوال به د ګل آغا شیرزي په مشرۍ کندهار ته ځي، له قومي مشرانو او متنفذینو سره مشترکې ناستې ترسره کوي.

او هغوی به طالب مشرانو ته د خبرو لپاره ورلیږي.دوی به هڅه کوي چې د کندهار ولایت د خوندیتوب او جګړې څخه د ژغورلو په خاطر طالبانو سره خبرې وکړي او یو منځلاری حل ورته راوباسي.دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې د طالبانو والي حاجي محمدیوسف وفاء تردې وړاندې هم د کندهار ولایت دیني عالمانو او قومي مشرانو ته له جګړې څخه د کندهار ښار د ژغورلو په خاطر پوره واک ورکړی ؤ.

خو د کندهار والي روح الله خانزاده د قومي مشرانو وړاندیز څخه غاړه غړولې وه او ټینګار یې کاوه چې په څو ورځو کې به د پوځي طاقت له لارې د کندهار ښار مسئله یو طرفه کړي.

fb img 1628143332076 2

د یادولو وړ ده چې د ډېر وخت راهيسې کندهار ځينې نورو ولایاتو کې جګړې شدت کړی دی اوهره ورځ پکې سلګونه کسان مړه کیږي.او خلک نورو ولایتونو ته په کډه مجبور شوي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button