هنر او ادب

هرتیک روشن: سیف علي خان یو غوره اداکار دی

د بالیووډ مشهور اداکار هرتیک روشن وايي، سیف علي خان د فلمي صنعت یو له غوره اداکارانو څخه دی. هرتیک روشن د عکس او ویډیو شریکولو اپلیکیشن انسټاګرام کې د خپل فلم (ویکرم ویدا) څخه د سیف علي خان لومړی عکس د ویکرم په شکل کې خپور کړ.

نوموړي د سیف علي خان له انځور سره لیکلي دي چې له کلونه راهیسې له سیف علي خان سره د کار کولو په تمه و او اوس خوښ دی چې له هغه سره د کار کولو موقع په لاس ورغله.

نور یی ولوله | ازبکستان د افغانستان، ایران او هند له چابهار هوکړې سره ‘یو ځای شو

د یادولو وړ ده چې د اداکار هرتیک روشن نوی فلم (ویکرم ویدا) د تامل بیا جوړ شوی فلم دی، چې اداکار آر مادون پکې د ویکرم رول لوبولی و، اوس به اداکار سیف علي خان په هندي فلم کې په دغه رول کې ولېدل شي.

په دې فلم کې د ویدا رول د تامل اداکار وجې سیتوپټي لوبولی و، چې په هندي کې به هرتیک روشن د ویدا په توګه راڅرګند شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button