اقتصاد او سوداګري

له کندهاره سږکال ۵ زره مټریک ټنه وچه مېوه صادرېږي

له کندهاره سږکال ۵ زره مټریک ټنه وچه مېوه صادرېږي

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

مسوولانو ویلي چې له کندهاره به سږکال کابو ۵ زره مټریک ټنه وچه مېوه صادره شي

د طالبانو ‏د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دوی د هڅو له امله سږ کال د وچې مېوې کیفیت او زیاتو حاصلاتو ته په کتو ټاکل شوې د صادراتو کچه د تېر کال په پرتله زیاته شي.

یاد وزارت لیکلي، سږ کال به له کندهاره د دغو محصولاتو صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته ورسیږي.

د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلانو هېواد کې د وچې مېوې کیفیت او حاصلاتو زیاتېدو لامل، معیاري وچول او د بازار موندنې زمینې برابرول یاد کړي.

یاد وزارت لیکلي، تېر کال د وچو مېوو صادراتو کچه ۴ اعشاریه ۵ زره مټریک ټنه وه، خو سږ کال د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او د کرنې وزارت د تخنیکي ملاتړ له برکته دا شمېر پینځه زره مټریک ټنو ته لوړیږي.

د یادونې وړ ده چې، د افغانستان ۱۵ ډوله وچې مېوې له بلخ، تخار، هرات، غزني، فاریاب، جوزجان او کندهار ولایتونو څخه راټولېږي او د کندهار شوراندام کې بسته‌بندي کېږي او له هغه ځایه هندوستان، پاکستان او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button