عربی اماراتو په١٣ هېوادونودویزوورکول ودرول

عربی اماراتو په ١٣ هېوادونودویزوورکول ودرول عربي اماراتو د افغانستان او پاکستان په ګډون د ۱۳ هېوادونو اتباعو ته د ویزې ورکولو پروسه درولې ده.دغه هیواد دا پروسه د امنیتي ستونزو له امله ودرول.دويي وايي چې دا بندیز دلنډ وخت لپاره دی.او بیرته به څه وخت روسته بهال شي.

د یوخبري آژانس د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې متحدو عربي اماراتو دا ګام د امنیتي اندېښنو له امله پورته کړی؛ خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.په راپور کې د افغانستان، پاکستان، ایران، عراق، سوریې، ترکیې، لبنان، لبیا، تونس او صومالیا په ګډون ۱۳ هېوادونه ذکر شوي چې د متحدو عربي اماراتو لخوا ورته د ویزې ورکول ځنډول شوي دي.

رویټرز همداراز داسې اسناد ترلاسه کړي چې د پورته هېوادونو اتباعو ته په متحده عربي اماراتو کې د کار او چکروهلو ویزې ورکول بند شوي دي.او ورکې زیاته شوې ده چې دویی دا پروسه د امنیتي ستونزو له امله د لږ وخت لپاره بنده کړې ده او ډېر ژر به ېې بېرته فعال او پیل کړي.

عربي امارات په داسې مهال د افغانستان په ګډون د ۱۳ هېوادونو اتباعو ته د امنیتي ستونزو له کبله د ویزې ورکول ځنډوي، چې یاد هېواد په دې وروستیو کې د اسرائیلو سره خپلې اړیکې پراخې کړي دي.هېره دې نه وي چې دویي د اسرایلو سره د یو دیپلوماتیک تړون له مخې دیپلوماتیکې اړیکې بحالې کړې.

عربی اماراتو په١٣ هېوادونودویزوورکول ودرول
عربی اماراتو په١٣ هېوادونودویزوورکول ودرول

په دې اړه سوشل میډیا کې د مسلمانانو ملکونو لخوا سخت غبرګون ښکار شو او مختلفو ملکونو مسلمانانولخوا ليکنې کړي.د یادونې وړ ده چې زیات اسلامي ملکونواسرایل لا هم ندی منلی ا وايي چې په اینده کبه ېې هم په رسمیاتو ونه مني.خو بازې عربی ملکونه غواړي چې په رسمیاتو ېې ومني.او ډیپلوماټيکي اړیکې ورسره قایمې کړي. بلخوا پاکستان بیا پرون په رسمي ډول اعلان وکړ چې اسرایلو سره ډېپلوماټيکې اړيکې جوړول نه غواړي.

د امارات هوايي شرکت افغانستان ته بیا فلایټونه پیل کړل

پلان شوې ده، چې نن پنجشنبه د اماراتس نړیوال هوايي شرکت، کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې. دغه جازونه د کرونا وېروس له امله د کرنطین پخاطر میاشتې میاشتې بند وو چې نن به بیاشروع شي تېره ورځ هم د ترکېش هوايي نړیوال شرکت له څلورو میاشتونه بعد کابل ته په اول ځل الوتنه پیل کړه

اماراتو شرکت چې د نړۍ په سطحه ټولو نه غټ شرکت دۍ او ټولې نړۍ ته فلايټونه لري دغه شرکت اوسمهال په لکاوو روپۍ تاوانونه کړي دي،او کاروبار اوسمهال په ټپه ولاړوو خو اوس یو ځل بیا پلان لري چې بیا پروازونه پیل کړي او خپل د کاروبار چارې وچلوي

متحده عربي اماراتو هوايي ډګرونه د بېلابېلو هېوادونو هوايي شرکتونو او الوتکو د کښېناستو او تګ راتګ له بوختو لارو ګڼل کېږي، خو افغان هوايي شرکتونه دې هېواد ته ډېرې کمې الوتنې لري تر دې چې اوس یواځې اریانا هوايي شرکت چې د افغانستان دولتي شرکت دی په اونۍ کې یو ځل د کابل دوبۍ تر منځ الوتنه کوي.

هغه الوتنې چې د دوبۍ او کابل تر منځ تر سره کېږي ټولې يې اماراتي شرکتونو انحصار کړې دي، دا باید بالمثل شي داسې چې که شپږ الوتنې کېږي لږ تر لږه درې يې افغاني شرکتونه وکړي چې دواړه لوري ګټه وکړي خو دلته ۹۰ سلنه الوتنې عربي شرکتونه کوي ځکه نو زموږ شرکتونه ډېر زیانمن شوي.”د کام ایر الوتکې پر ولایتي الوتنو سربېره، تر ډېره ترکيې، سعودي عربستان، هند او د منځنۍ اسیا ځينو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د هوايي چلند ادراه وايي دوبۍ ته د افغاني هوايي شرکتونو الوتنې د تخنیکي ستونزو له کبله کمې شوېدي. د دې ادارې مشر قاسم وفايي زاده وايي دا ستونزې د خبرداري تر کچې رسېدلي او متحده عربي اماراتو یو ځل بیا د افغان هوايي شرکتونو د ستونزو راپور دوی ته ورکړی دی.د یادونې وړ ده چې د ګرنطین نه مخکې د اماراتو هوايي شرکت بحرین، لندن (هیترو)، مانچستر، فرانکفورت، پاریس، میلان، مادرید، زوریخ، ویانا، امستردام، کوپینهېګن، ډبلین، نیویارک، شیکاګو، تورنتو، کوالالمپور، سینګاپور، جاکارتا، تایپې، هانګ کانګ، پیرت، بریسبېن، سیډني، میلبرن او مانیلا ته الوتنې کولې،

دولت باید د افغانستان الوتنې هم نریوالو فلایټونو ته چمتو وساتي او ژر تر ژره ېې پیل کړي ځکه که نړیوال فلایټونه شروع نشي نو د افغانستان دغه سکتورته ته به سخت زیان ورسوي او د هوايوردي اداره د افغانستان د عوایدو مهم سرچینه ده له همدې امله د هېواد هم راکم شوي دي،

د افغانستان یو دولتي اریانا هوايي شرکت په هېواد کې یو له لرغونو هوايي شرکتونو څخه ده چې د دولت په چوکاټ کې فعالیت کوي، خو د ۲۰۰۱ کال راهیسې څو غیر دولتي شرکتونو هم په دې هېواد کې فعالیت پیل کړ چې وخت په وخت له سقوط سره مخ شوي دي. او اقتصادي ستونزو سره هم مخ ده،

متحده عربي اماراتو د کرونا سره تر ټولو هېوادونو زیاته مبارزه او مرسته وکړه

متحده عربي امارات د کویډ۱۹ ناروغۍ پرمهال د کارمندانو ساتنه کې نړۍ ته د یو نمونې په څېر ځان وښود د ابوظبي روغتیایی خدمتونو شرکت (سیمه) د ځایی چارواکو سره په همکارۍ ، په صنعتی سیمو ، لکه موسفه کې د سکرینینګ نوی سهولت او او طبي مرکزونه جوړ کړي ترڅو د کویډ۱۹ پراخه ازموینې اسانه کولو لپاره دسکرینینګ سره کومک وکړي.

د ملي سکرینینګ پروژه یو نوښت دی چې د موصفه په ساحه کې د ۳۳۵۰۰۰اوسیدونکو او کارمندانو ازموینې لپاره عملي شوه د یادې پروژې له مخې د کرونا مخنیوي او اقداماتو په اړه د دوی پوهاوی لوړوي چې د ویروس د ناروغۍ خطر کمولو لپاره اړین دی .همدا راز طبي ټیمونو داوطلبان او پروفیشنلزد کارمندانو درملنه کوي.

د مصفا په ساحه کې د سکرینګ ټولې اسانتیاوې یوځای کار کوي ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې ټول هغه کسان چې نښې نښانې لري ،او یا دخطر عوامل لري لکه عمر یا زکام ناروغي لري ، یا د تایید شوې قضیې سره اړیکه نیولې دوي یی پر وخت درملنه کوي اود کرونا د مخنیوي سهولیات دغو خلکو ته وړیا ورکول کيږي. د کیفیت پاملرنې. د ابو ظبۍ د اقتصادي پراختیا د څانګې په وینا ، دا خدمات وړیا دي او ټولو ته مهیه کيږي.

د دې نه علاوه د متحده عربي اماراتو لخوا د کویډ۱۹ ناروغۍ د مخنيوي لپاره د ګرځنده کلینیکونو رامینځته کړي دي . چې د دوی په سیمو کې اوسیدونکي او کارګران معاینه کوي ، او د ساحې روغتونونو د احتمالي پیښو لپاره چمتووي دې نه علاوه د ال راهب تاسیس. روغتون او ال عین روغتون د کورونویرس او کرنطین ناروغانو درملنې کوي.

کرونا ویروس پنډیميميک په جيریان کې متحده عربي امارات هر هغه څه کوي چې کوم چې د انسانانو د ژغورلو لپاره موثره ثابت شي. دويي لیبران ټول د کرونا مخمنیوي سهولیات ورکوي او دوي په اماراتو کې داسې احساس کوي لکه په خپل ملک کې مېشت وي

په ابو ظبۍ کې میشته کارګرانو ته خاص سهولیات ورکول کیږي دوي د مختلقو مرستو نه ګټه پورته کوي دويی دغه کارکونکو ته د نورو سهولیاتو ترڅنګ ډوډۍ هم ورکول کيږي.او د اماراتو دولت کوشش کوي چې ملکې وګړو تر څنګ غیر ملکې کاریګرانو ته خاص توجو وکړي.

سربیره ددې ، ماان به د اتحاد هوایی شرکت لخوا چمتو شوي ۶.۴۱۰ کمپلو توزیع کړې ، په ورته وخت کې په موسفه کې د کارګر استوګنې ښار کې او په حمیم کې یو کمپلکس ته د کارمندانو لپاره د زرګونو ټیشوګان هم توزیع کړي دي . د دې نه علاوه  د ډالۍ کڅوړو کې د حفظ الصحې کټونه ، پاکټونه او نور توکي هم شامل دي چې د کارمندانو مورال به وده وکړي.د دې سربیره داسې نور اقدامات یی کړي چې د کارکونکو مورال په اوچت شي.

۳۰۰۰۰ طبي ماسکونه چې د بندیانو لخوا جوړ شوي په متحده اماراتو کې کارمندانو او روغتیایی مرکزونو ته توزیع شوي. دا نوښت د “بشردوستانه عمل لپاره د زاید ورځ” په مناسبت او د روانو هڅو کې د ونډې اخیستو په موخه پیل شوی دغه  ماسکونه د نړۍ په کچه د روغتیا او مخنیوي وزارت د عالي معیارونو او مشخصاتو سره سم تولید شوي.

په متحده اماراتو کې کارګران تلیفونونو  ته لاسرسی لري دوي د تليفون له لارې په اسانه پوښتنې کولۍ شي د دې نه علاوه د فلمونو لیدو لپاره د تلویزیونونه صنعتي سیمو کې کارمندانو ته د وړیا ډول سکرینونه لګول شوي  . د وبا په جریان کې ډیری آنلاین نوښتونه هم پیل شوي دي. او دوي ته نورې اګاهۍ لپاره برنامې هم پیل شوي دي.