اوبه د یو هیواد لپاره ډېره مهمې دي هر هفه هېواد چې غواړي هېواد ېې پرمختګ وکړي نو باید د نورو کارونو ترڅنګ باید د اوبو سم مدیریت وکړي، چې انسانان پرته له اوبو څخه ژوند نه شي کولای. په نړیواله کچه د تیلو او نورو سون توکو څخه د اوبو ارزښت او قیمت لوړ دی.  تیل او ګاز بدیل لري، خو اوبه بدیل نه لري،

په مډل ایسټ عربي هېوادونو کې د نفتي توکو پر نسبت د اوبو قیمت لوړ دی.له اوبو څخه د څښاک، کرنې، برېښنا تولید او ځینو نورو برخو کې ترې ګټه اخیستل کیږي. په نړۍ کې د څښاک وړ او خوږو اوبو زیرمې کمې دي. افغانستان چې د خوږو اوبو پراخه زیرمې لري او د نه مدیریت له امله ګاونډیو هېوادونو ته وړیا ډول بهیږي.

د هېواد ۶۰ سلنه خلک د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. افغانستان کابو ۸میلیون هکتاره د کرنې وړ ځمکه لري، چې اوسمهال کابو نیمایي برخه یې په سنتي او پخواني شکل کرل کیږي او پاتې نوره ځمکه شاړه ده او اصلي لامل یې د اوبو نشتوالی ښودل شوی دی، په داسې حال کې چې د اوبو او برېښنا وزارت شمیرو له مخې افغانستان کابو ۷۵میلیارد متر مکعبه د اوبو زیرمې لري، چې ۷۰ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان او پاتې ۳۰ سلنه یې د هېواد په داخل کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

نړیواله کچه د اوبو في متر مکعب قیمت تر ۲ ډالرو ټاکل شوی دی. ایران خپلې اوبه د لویې نللیکې له لارې پر عراق پلوري. خو ایران له افغانستان د هلمند سیند اوبه چې ارزښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسیږي، په وړیا ډول ترلاسه کوي. کچیرې افغانستان خپلې اوبه في متر مکعب په یو ډالر پر ګاونډیو وپلوري، نو د کال به ۵۰ میلیاره ډالر عاید د اوبو پلورلو څخه ترلاسه کړو.که د افغانستان پر اوبو بندونه جوړ شي، د ۲۲ میلیون کیلو واټه فی ساعت د برېښنا تولید ظرفیت لري. د افغانستان پر سیندونو د بندونو جوړولو سره هم اوبه مدیریت شي او همدارنګه د هېواد داخل کې به د برېښنا تولید ظرفیت لوړ شي.

د سیمې هېوادونو سره د اوبو پر سر سیاسي شخړې، د اوبو مدیریت برخه کې متخصص انساني ځواک نشتوالی، پر اوبو د بندونو جوړولو ظرفیت او مالي امکاناتو نشتوالی هغه ستونزې دي، چې افغانستان حکومت د خپلو اوبو مدیریت کې پاتې راغلی دی. خوشبختانه په دې وروستیو کلونو کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت هڅې پيل کړې دي، چې خپلي اوبه مدیریت کړي او پر ځینو بندونو باندې کار پيل کړی دی.

اوس افغانستان داسې یو وخت کې قرار لري چې باید د نورو ستونزو ترڅنګ د اوبو سم مدیریت ندۍ شوۍ ځکه که مونږ د خپل هېواد اوبو سم مدیریت نه کړو نو ګڼ شمېر ستونزو سره به مخ شو، افغانستان کې د برېښنا کموالۍ هم د اوبو سره تړلۍ دۍ ځکه په ټول هيواد کې د برېښنا اداره نشي کولۍ چې ۲۴ ساعته برېښنا ورپزیدي نو که مونږ د اوبو سم مدیریت وکړو نو برېښنا به مو زیاته وي کارخانې به مو ۲۴ ساعته چليږي او هیواد به نور هم پرمختګ وکړي،

اوبه چې د الله تعالۍ لوي نعمت دۍ. تان چې په وچه کې پروت هېواد دی. ګاونډیانو د نړیوال ترانزیت، جګړو، مهاجرینو او ګڼو نورو مواردو په برخه کې تل تر فشار لاندې نیولی، چې په نړیوالو سیاسي او ټولنیزو چارو کې د دوی غوښتنو ته پام وکړي او یا ورته په خپله خاوره کې د ترانزیت او یا یې اتباعو ته اسانتیاوې ومني.اوبه د افغانستان لپاره یوه ستراتیژیکه وسله ده چې د خپلې ګټې لپاره ورنه کار اخیستلی شي. د دې کار لپاره لږ تر لږه د دریو لویو بندونو جوړول یا پرې کار پیلول اړین دي تنې مني.

د کندز یا کوکچې په سیندونو یو بند کولای شي په آمو سیند کې د افغانستان د اوبو سهمیې دریمه برخه اوبه کنټرول کړي د کونړ سیند د دویم بند جوړولو لپاره ستراتیژیک موقیعت لري او کولای شي پاکستان د بهېدونکو اوبو ډېره لویه برخه کنټرول کړي. دا کار به پاکستان اړ کړي چې له افغانستان سره خپل چلند بدل کړي او د دوښمني پرځای له افغانستان سره دوستي وکړي پر هلمند سیند د یو بل لوی بند جوړول اړین دي چې ایران ته بهېدونکې اوبه کنټرول کړي. که څه هم له یاد هېواد سره د اوبو نړیوال تړون شته، خو افغانستان د خپلو د اضافي اوبو زېرمه کولو حق لري د وروستیو تخنیکي مطالعاتو پر بنسټ که ایران له تړون شویو اوبو، اضافي اوبه په پیسو وپيري باید د کال ۳۰۰ میلیونه ډالر افغان لوري ته ورکړي.‌.

د دې ټولو سربېره د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د اوبو- انرژۍ – خوړو اړیکه یو ځای په معاملاتو کې تر بحث لاندې نیول کېږي که څه هم په دې اړیکه کې هدف د دغه دریو پارامترو ترمنځ کلکه اړیکه ده خو په سیاسي تعاملاتو کې د پولې اوښتونکو اوبو د ورکړې په بدل کې انرژي، خوراکي توکي او یا هم نورې اسانتیاوې ترلاسه کېږي..

. همدا لامل و چې ازبک چارواکو تاجک اتباعو ته له وېزې پرته سفر او ترانزیټ اسانتیاوې ورکړې. همدارنګه که چېرې په آمو سیند کې د افغانستان د اوبو حقوقي مسایل حل شوي وای، اوس افغانستان کولای شول له ازبکستان او ترکمنستان، د اوبو په بدل کې برېښنا یا نقدې پیسې ترلاسه کړې وای.

د افغانستان لپاره د ترکمنستان د ځانکړو اړیکو وړاندیز غوره فرصت دی چې اوبه د انرژۍ په بدل کې معاوضه کړي، ځکه چې ترکمنستان د افغانستان اوبو ته د کرنې او څښاک او افغانستان د ترکمنستان انرژۍ ګاز او برېښنا ته اړتیا لري. ټوټاپ او ټاپي پروژې د انرژۍ لپاره ښه مثالونه دي او کېدای شي د اوبو معاوضه په دې پروژو کې ضمیمه شي. له همدې کبله ویلی شو چې د اوبو مدیریت یوازې د بندونو جوړول نه بلکې د دا ډول حقوقي مسایلو حل او پلي کول هم دي.

دا چې اوس له ازبکستان او ترکمنستان سره اړیکې ښې دي نو د آمو سیند پر اوبو د بحث ښه وخت دی او معامله به ورسره ستونزمنه نه وي. ځکه افغانستان په پورتنۍ برخه کې پروت دی او دریځ به یې پیاوړی وي. له بل اړخه، یاد هېوادونه پر افغانستان بې له ترانزیټ د ایران او پاکستان په ډول مهاجرین او د فشار نور توکی نلري که څه هم افغانستان اوس په جګړه کې ښکېل دی او د اوبو چارې لومړیتوب نلري، خو د اوبو مدیریت پالیسیو ته لومړیتوب ورکول په اوږد مهال کې کولای شي د افغانستان او ګاونډیانو د اړیکو انډول برابر کړي..