د انارو د جوسو فایدې

د انارو د جوسو فایدې دانارو اړوند یو حدیث مبارک دی، چې د انار خوړل د هاضمې سیستم ښه کوي. نو راځئ په دې موسم کې چې انار په مناسب قیمت ترلاسه کولی شو، خوړل یې خپل عادت جوړ کړو.

د یو ریسرچ څخه دا خبره ثابته شوه، چې په ورځني ډول د انارو جوس څښل د وینې په لوړ فشار کې پنځه سلنه کموالی راولي او د غاښونو د چینجنېدو څخه د خلاصون طبیعي درمل هم دي.د انارو تازه اوبه څښل هم بند رګونه خلاصوي او هم د زکام او نزلې لپاره ډېر ګټور تمامېږي.د انارو جوس که څه هم د زړه لپاره ګټور دی، د ستړیا په لرې کولو یې هم ښه ګڼلی شو. دغه راز د انسان تمرکز او فکر دوه برابر هم ډېر شي

د صحت کارپوهانو د ښې روغتیا او د ذهني فشار څخه د خلاصون ښه لار د انارو جوس ښودلی. د انارو د شربت په څښلو د ذهني فشار د هورمون او د وینې د لوړ فشار کچه ټیټولی شي.په ورځني ډول د انارو جوس څښل د خیټې په شاوخوا کې وازده اوبه کوي. د انارو په جوسو کې په طبیعي ډول داسې مواد شتون لري، چې د چاغوالي حجرې وژني او وازده اوبه کوي.چې دا یوه ډېه غټه فایده ده د انسان د بدن لپاره

د انارو استفاده د پښتورګو ناروغانو ته هم ګټور دی.په ۱۰۰ ګرامه انارو کې یوازې ۸۳ یې کالري لري، چې د انسان بدن چست او چالاک ساتي. که چېرته ورزش کوئ نو د انارو جوس ضرور وڅښئ ځکه چې په انارو کې په زیاته کچه معدني مواد شتون لري او په همدې وجه به لږ وږي کېږئ او د هاضمې سیستم به مو ګړندی او ښه وي نو دا هم یو ښه فایده ده د انسان بدن لپاره.

ددې نه پرته مهمه خبره دا چې په انارو کې غوړ نه وي او د هغه کسانو لپاره ډېر ګټور تمامېدلی شي، چې ورزش کوي.په انارو کې موجود فیټو کیمیکلونه د وینې لوړ فشار او کولسټرول کموي او په ورځني ډول د انارو تازه جوس څښل د وینې د شیریانونو ستونزه هواروي، چې د فلج کېدو، د زړه او نورو ناروغیو سبب ګرځي.

د بدن دفاعي سېستم

اوسني وضعیت مکې مختف ډاکټران مختلف درمل خايی همداراز د سوديم په ورځني ژوند کې د مالګې په ډول کارېږي يا هم يادېږي، د دسترخوان مالګه د دوه منرالونو ترکيب دی، دا سوديم او کلورين دي، سوديم په بدن کې په ځانګړي ډول د عصبي ريښو د فعاليت او د بدن د معاياتو د توازون په ساتلو کې مهمه دنده لري، اوس په دې ليکنه تاسې ته د سوديم د لوړوالي، ټیټ والي او ددې د تاثيراتو په هکله کافي معلومات درکوو.

د بدن لپاره يو تر ټولو اړين منرال دی، د سوديم يو ښکاره سرچينه موږ او تاسې ټول پېژنو او هغه زموږ د دسترخوانونو مالګه ده، سوديم د عصبي خبرونو د انتقال، د بدن د معاياتو د توازون، د عضلاتو د حرکتونو او د بدن په مختلفو غړو کې نورې مختلفې دندې ترسره کوي، په ورځني ډول د انسان بدن يوازې د ماشومانو د کاشوغې په اندازه مالګې ته اړتيا لري، په وینه کې بيا د سوديم نورماله اندازه د ۱۳۵ او ۱۴۵ دى.

په يو ليتر وینه کې د ۱۴۵ ملي مول څخه زيات سوديم د هيپرناترمي يا د سوديم د لوړوالي په مانا راځي، يانې په دې پروسه کې د بدن څخه وتلې اوبه د بدن د ترلاسه کړو اوبو څخه زياتې دي، که په دې لږ رڼا واچوو نو بايد ووايو چې په بدن کې بايد سوديم او اوبه يو توازون ولري، که چېرې اوبه زياتې شي د سوديم اندازه کمېږي او که چېرې په بدن کې اوبه کمې شي نو د سوديم اندازه کمېږي.

تږي کېدل، هغه خلک چې په بدن کې يې د سوديم سویه لوړه وي نو ډېر ژر ژر تږي کېږي، که دا سويه ډېره لوړه وي نو يو ډول بې حاله کېدل، سر ګرځېدل، په عضلاتو کې حساسيت او داسې نورې نښې هم ليدل کېدی شي.

ډېر زيات خولې کېدل او د ډېرو زياتو اوبو اخيستل د سوديم اندازه راکموي، په دې مانا چې د خولو په وخت کې د خولو سره د بدن څخه سوديم هم د مالګې په ذايقه وځي او که  زياتې اوبه واخيستل بيا نو په وینه کې د اوبو سویه تر سوديم لوړېږي چې په پايله کې بيا د سوديم کم والی رامنځته کېږي.

په يو ليتر وینه کې د ۱۳۰ ملي مول څخه کم سوديم ته هيپوناترمي او يا هم د سوديم کم والی ویل کېږي.

په انساني بدن باندې دسوديم اغېز

بې حاله کېدل، هغه خلک چې په بدن کې یې د سوديم اندازه کمه شي يو ډول بې حاله، بې شيمې او بې انرژۍ وي، ژر ستړي کېدل، د سر درد، د معدې بد والی، استفراق، بې حضوره کېدل، تنګېدل، بې اشتها کېدل، د عضلاتو ضعیف والی، د عضلاتو دردونه، د ذهن تياره کېدل يانې يو ډول يو شی سم نه درک کول د شعور کمېدل، زياته غوسه او رېږدېدل هم د سوديم د کم والي نښې نښانې دي.

هغه کسان چې په بدن کې يې دا نښې نښانې، هغه که د سوديم د کم والي وي او يا هم د سوديم د زيات والي، په اسانۍ د تداوۍ وړ دي، په دې کې د اندېښنې ځای نشته، پکار ده چې ناروغ روغتون ته ولاړ شي که یې په بدن کې سوديم کم وي د ډاکټر د لارښوونې مطابق به ورته سپارښتنه او تداوي وشي او که یې په بدن کې سوديم زيات وي هم به ورته لازمې لارښوونې او تداوي یې وشي.

د بدن دفاعي سېستم

دانسان د بدن معافیت سیسټم بدن د ناروغۍ یا نورو احتمالي زیان اړونکي بهرني ارګانونو نه محقوظ ساتي. کله چې په سمه توګه فعالیت کوي ، د غه دفاعی سیسټم یو شمیر ګواښونه پیژني او بدن باندې اټیک کولو ته یی نه پریګدي. دغه سستم پشمول  د ویروسونو، باکتریا او پرازیتونه په مقابل کې دفاع کوي.

په ۱۹۷۶ کې  يو فلم جوړ شوۍ وو ، په دې فلم کې د یوه هلک کيسه بیانېږي کوم چې د بدن دفاعي ځواک یې له لاسه ورکړی او خپل ټول عمر د ځمکې له لاندې يا سرپټيو ځايونو کې تېروي، که دا کيسه هر څومره خيالي هم وي خو نن سبا داسې خلک شته چې د بدن د دفاعي سيستم شديده ناروغي لري او بدن یې د ناروغیو په وړاندې هېڅ راز وسله په لاس کې نه لري، په هرو يو لکو کسانو کې يو کس داسې پېدا کېږي چې په خپله د بدن دفاعي سيستم ناروغي(SCID)  لري.

پخوا د دغه خلکو د تداوۍ لپاره يوازې دا تداوي موجوده وه چې د خپل ورور د هډوکي د مغز انتقال وه، خو په دې وروستيو کې د جنين تراپي تداوي دود شوې ده

د بدن دفاعي د سستم مهمې خبرې .

ډېر کله باکتریاوې، منتر او ويروسونه د ناروغیو سبب کېږي، خو ځینې وخت باکتريا او يا هم ويروسونو ته د بدن د دفاعي سيستم غبرګون هم د ناروغۍ د نښو غوندې ښکاره کېږي، د مثال په ډول کله چې تاسې بيرون يخ ووهي، د ايپيتل په حجرو چې په بدن کې ځينې خاليګاوې لکه د پوزې پوښ کوي، يا د هغوي نننۍ سحطي پوښ ورڅخه جوړ وي، حمله کوي، په دې وخت کې د بدن دفاعي سيستم غبرګون ښيي، د هيستامین په نامه يو کيمياوي مواد ترشح کوي، دا د وينې رګونه ازادوي، په دې ډول ناروغ ځای ته په چټکۍ پروتینونه او د سپين کروياتو حجرې رسېږي، خو کله چې پوزه بنده شي د پوزې رګونه التهاب نيسي.

د ناروغیو د مخنیوي لپاره د ځواکمن دفاعي سيستم درلودل په اخري درجه مهم او اړین دي، که د بدن دفاعي سيستم ډېر ضعيف يا هم بېخي له منځه تللی وي نو بدن د يوې عادي ناروغۍ ځواب هم نه شي ويلی، د بدن د دفاعي سيستم په ضعيف والي کې کم خوب هم پوره تاثير لري، څېړنو ثابته کړې ده چې کم خوبي د بدن د دفاعي سيستم حجرې چې T cells ورته ويل کېږي کموي، دا هغه حجرې دي د ټولو ناروغیو په وړاندې سخته مبارزه کوي، دا د بدن د دفاعي سيستم تر ټولو غښتلې حجرې دي، حتاً د سرطاني ناروغۍ په وړاندې هم تر ټولو غښتلې مبارزه همدا حجره کوي.

اوتوايمون ناروغۍ هغه ناروغۍ دي چې په خپله د بدن دفاعي سيستم په خپل بدن حمله کوي، په دې ډول حالاتو کې د بدن دفاعي سيستم ډېر زيات فعال کېږي، يانې د حد څخه ډېر حساس کېږي او د بدن په خپلو غړو او نسجونو داسې حملې کوي لکه په بهرنيو جسمونو یې چې کوي، صدف، ارتیت ناروغۍ همدا ډول ناروغۍ دي.

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د امریکا د روغتيا په ژورنال کې خپره شوې مقاله کې راغلي دي چې د اوتوايمون ناروغي نارينه او ښځينه يو ډول نه متاثره کوي، بلکې ښځې تر ډېره نيسي، په امريکا کې ۷۸ سلنه ښځې په دغه ناروغۍ په مختلفو درجو کې اخته کېږي خو د نارینه و سلنه بيا ۵-۸ ده.

د انسان بدن د خپل بدن د حجرو څخه زيات په ميلياردونو او ټریلیونونو باکترياوې لري، تر ډېره دا باکترياوې د هاضمې د سيستم سره مرسته کوي، د بي ويټامين او ويټامينK  ترشح کوي، خو پوهان وايي د کولمو باکترياوې د بدن د دفاعي سيستم سره خورا مهمه مرسته کوي.

د مثال په ډول ګټورې باکترياوې د بدن په موکوزال برخه کې چې ايپيتل حجرو پوښلې د ناروغۍ جوړونکو باکتریاوو د مېشت کېدو مخه نيسي،‌ په ځانګړي ډول دا باکترياوې هغه باکتریا او مایکرواورګانيزما وژني چې د بدن دفاعي سيستم ضعيف کوي.