د اسرایلو اوعربي اماراتو تر منځ تاریخي تړون په واشنګټن کې امضا شو

د اسرایلو او عربي اماراتو تر منځ تاریخي تړون په واشنګټن کېامضا شو تېره ورځ د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او عربي هیوادونو امارات او بحرین تر منځ د سولې توافق امضا شو.ددغه مراسمو کوربه ټرمپ او د هغه مېرمن ملینا ټرمپ وه. ویل کیږي چې یاد تړون د ۱۸ میاشتو مسلسلو مزاکراتو وروسته په یو توافق ورسېده او پرون د یولړ مراسمو په ترڅ کې امضا هم شو.

دڅينې راپورونو پربنسټ پرون په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو، د اماراتو بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید او د بحرین د بهرنیو چارو وزیر عبداللطیف الزیاني تر منځ د سولې توافقنامه د اړوندو هیوادونو تر منځ امضا شو اودامضا مراسمو کې د امریکا ولسمشر ټرمپ همموجود وو.په دغه مراسمو کې دريواړه وینا لرلې او لومړۍ وینا ښاغلي ټرمپ وکړه .ولسمشر ټرمپ وویل دا یو تاریخي تړون دی هغه وايي دې تړون سره به په فلسطین او نورو عربي هېوادنو کې امن راشي او همداراز به اسرایل د عربو هېوادنو سره ښه اړیکې ولري.

دعربي اماراتو د بهرنیو چارووزیر هم یاد مجلس ته خپله وینا لرله نوموړي په خپله وینا کې د ولسمشر ټرمپ مننه وکړه چې په دې تړون کې ېې همکاري وکړي هغه وویل دا یو تاریخې تړون دۍ د دې تړون پر بنسټ به په عربي ملکونو کې په ځانګړي ډول فلسطین کې سوله راشي او او فلسطینیان بهپهارامه فضا کې ژوندوکړي نوموړي همداراز وویل چې زه د اسرایلو د لومړي وزیر مننهکوم چې مونږ سره په دې موافق شو چې فلسطین کې به نور د جنګیالیوملاتړنه کوي نوموړي وویل چې دا دېره ښه خبره ده چې اسرایلو د جنګ پر ځاۍ سولې ته زیاته ترجیح ورکړه.

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو امریکا ته تر روانیدو وړاندي د رسنیو سره په خبرو کې دغه پيښه یوه تاریخي وبلله او زیاته یې کړه چې د اماراتو او بحرین سره د سولې توافق به د اسرائیل اقتصاد ته د ملیاردونو ډالرو ګټه ورسوي او د دواړو عربي هیوادونو سره به اقتصادي اړیکې د اسرائیل اقتصاد ته ډیره ګټه ورسوي. همداراز نوموړي د امریکا د ولسمشر نه مننه وکړه او وۍ ویل چې ټرمپ په دې تړون کې مونږ سره همکاري وکړه او هغه د اسرایلیانو په رړه کې ځاۍ پيدا کړ.

د یاد تړون په اړه مختلف سیاسي او منتقوي شنونکې مختلف نظرونه لري بازې وايي چې دا تړون به په عربو ملکونو کې امن راولي او به دغه ملکونو کې به داخلي او خارجي جنګونه بندشي خلک به په ارامه فضا کې ژوندونه وکړي بلخوا بیا ځينې نور سیاسي شنونکې وايي چې دا ډول تړون د عربو ملکونو لپاره ښه ندۍ او یو عرب ملک باید داسې نه وۍ کړي.

بلخوا فلسطینیانو د امارات او بحرین لخوا د اسرائيل سره د سولې یو اړخیز توافق د شا لخوا وار بللی، نن د پرون د سې شنبې په ورځ یې لاریونونه را غوښتي دي او دغه ورځ یې یوه تاریکه او توره ورځ یاده کړې.د یادونې وړ ده چې د فلسطین ځمکه په بشپړ اکثریت سره د یهودانو لخوا غصب شوې او د اسرائیل په نامه یې هیواد جوړ کړی چې د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پيژندل شوی خو اوس هم اکثره اسلامي او عربي هیوادونه دغه هیواد په رسمیت نه پيژني او دیپلوماتیکي اړیکي نه ورسره لري.

د مصر او اردن وروسته متحده عربي امارات او بحرین لومړني عربي هیوادونه دي چې د اسرائیل په نامه هیواد په رسمیت پيژني او سفارتي اړیکي ورسره لري.دويي د یو بل سره د نورو همکاریو ترڅنګ د یو بل ملکونو ته تګ راتګ هم پیل کړي . هېره دې نه وي چې څه موده وړاندې د ځینې عربې هېوادونو څخه اسرایلو ته فلایټونه هم پيل شول.

ولسمشر ډونلډټرمپ: عربستان به هم له عربي اماراتو سره د اسرايلو په تړون کې یوشي

د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې داسي برېښي چې سعودي عربستان هم په هغه تړون کې چې د عربي اماراتو او اسراييلوتر مابین لاسليک شوی ځان ور شریک کړي .او له دې دواړو هيوادنو سره يو ځای ورته ډيپلوماتيک تړون وشي،

ښاغلي ترمپ په وایټ هاوس کې د خبري کانفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته وويل چې موږ د یو ان سازمان ته وړانديز کړی او له امنيت شورا څخه مو غوښتي چې هغه مسوده بيرته لاسليک کړي چې له مخې به يې په ايران بندیزونه ولږیږي، بل هوا بیا داسي ښکاري چې په ملګرو ملتونو کې د امريکا تر ټولو سر سخت مخالفان د روس او چين هيوادنو دي چې نه غواړي امريکا تر دې سخت نور بنديزونه په ايران ولکوي او ایران خیر ته کېنوي،

بکه څنګه چ تيره هفته د عربي اماراتو او اسرايلو تر منځ ډيپلوماتيک تړون لاسليک شو. چې له امله به يې دواړه هيوادنه پر خپل منځ کې سفارت خاني ولري، او نور ګڼ ټولنيز تړون لاسليک او يو ځای به کار پري کوي.بايد وويل شي دعربي امارتو او اسراييلو تر منځ د تړون له لاسليک وروسته په نړيواله کچه په تير بيا د اسلامي هيوادنو غبرګونونه وښودل او وویل چې داسلامي ارزښتونو خلاف تړون دۍ،

د فلسطين حماس جنګيالۍ ډلي دغه تړون د فلسطيانو د لاسونه تړل بولي هغوی ويلي چې عربي امارات په لوی لاس د امريکا په لمسون فلسطين اسراييلو ته تسلميوي.ايراني حکومت هم دغه تړون يو شرمونکی تړون بللی او محتده عربي امارات يې د امريکا لاسپوڅی هيواد بللی او ويلي دي چې عربي هيوادونه په لاس غواړي چې د اسراييلو او امريکا تر اشغال لاندي شي.ترکيې هم دغه تړون په سختو ټکو غندلی او دايې د مسلمانو هيوادنو لپاره غټه ساوه بللې ده،

دایرایلو او اماراتو تر منځ ډيپلوماتيک تړون ته ګڼو هيوادونو غبرګونونه ښودلي ځينو يې هرکلی کړي. خو ځينو بيا دغه تړون غندلی او هغه يې د فلسطينيانو په حقونو تيری بللی دی.دويي وايي چې یو عراب هېواد داسې وکړي نو بیا نورو ملکونو نه څه ګيله پکار ده دويي زیاتوي که فلسطین نۍ اومنه نو دا به په سیمه کې تارتریخوالي مترادف وي او ښايي دې سره د سیمې هېوادونو ترةنځ یو نوۍ ډيپلوماتیک جنګ پیل کړي او یو بل سرهېې سیاسي تعلقات خراب شي،

د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو اود ددې تړون په هکله سعودي څه نه دي ويلي.د يادولو وړ ده چط تر عربي اماراتو مخکي دوو نورو عربي هيوادنو اردون، او مصر هم له اسراييلو سره دې ورته ډييلوناتيک تړونونه لرل.او یل داسې یو مسلمان هېواد هم اسرایل نه دۍ منلۍ په دې ملکونو کې افغانستان هم شامل دۍ افغانستان کې لا هم اسرایل سفارت شتون نا لري او نه هم په افغاني پاسپورټ باندې د اسرایلو وېزې او تګ ته اجازه شته،

اوس وهت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید ټول مسلمان هېوادونه سره یو شي او اسرایل ته په یو پلان سره موافق شي دې سره به مسلمانانو هېوادونو کې د اتفاق کلیمه هم بیداشي او په فلسطین کې چې کوم ظلم روان دۍ دغه موضوع ته به د حل لارو فرست نور هم زیات شي، او بل اخره به دغه موضوع هم حل شي او روان ظلم او جبر به هم ختم شي،

د متحده عربي اماراتو او اسرایلو ترمنځ تاریخي ډېپلوماتيک تړون لاسلیک شو

دمتحده عربي اماراتو او اسرایلو ترمنځ تاریخي ډېپلوماتيک تړون لاسلیک شي پنجشنبه په وورځ د امريکا ریس جمهور ډونالډ ټرمپ په خپل ټوټير لیکلي وو چې د محتده عربي امارتو او اسرايلو تر منځ تاریخي ډيپلوماتيک تړون لاسليک شي ،

ولسمشر ټرمپ زياته کړه چې دا يوه ډيره تاريخي ورځ ده چې د منځني ختيځ يو عربي هيواد د اسرايلو سره دا ډول توافق ته ورسېدل چې یو ډېپلوماټيک تړون لاسلیک کړي.د ټرمپ له دې اعلان وروسته محتده عربي امارات دريم عربي هيواد شو چې له اسرايلو سره ډيپلوماتيک تړون لاسلیکوي .چې تر عربي محتده امارتو مخکې مصر او اردون هم هغه دوه عربي مملکتونه وو چې له اسرايلو سره يې ډيپلوماتيک تعلقات درلودل

ښاغلي ټرمپ په خپل ټويټر اکاونټ د درې واړو مملکتونو اعلاميې هم خپرې کړي دي او ورسره ليکلي يې دي چې دا يو تاريخي تړون او ورځ ده نوموړي له دې وروسته په وایټ هاوس کې خبري کانفرانس هم درلوده او خبریالانو ته ېې مخامخ ځوابونه وويل. ټرمپ د خبريالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې اسراييل به له دې تړون وروسته د فلسطينانو پر ځمکه د قبضې لګولو پريکړې باندې به صرف نظر شي که نه، ټرمپ د خبريالانو دې سوال ته مخامخ ځواب ور نه کړ خو ولې ويې ويل چې له اسرايلي لوري سره په دې اړه په خبرو اترو بوخت دي د ټرمپ لخوا په خپره شوې دغه اعلامیه کې لیکل شوي چې د دواړو ملکونو چارواکې به راروانې هفتې کې یو بل سره کینی او دغه تړون به په عملي توګه لاسلیک کړي

د ښاغلي ټرمپ خبرو نه وروسته د اسراييلو صدراعظم بينيامين ياتنياهو رسنيو ته ددې تړون ل کول تاييد کړل او دايې د محتده عربي اماراتو او اسراييلو ترمنځ يو تاريخ تړون یاد کړ د دې تړون په اړه د یو عرب رسنۍ د راپور له مخې د ابوظۍ ولي عهد شيخ مخمد بن زايد النهان د امريکا ریس جمهور ډونالډ ټرمپ او د اسراييلو له صدراعظم سره ټيليفوني خبري کړي او ددې تړون په لاسليک يې خوښي هم ښودلې،

دیادتړون له مخې به اسرایل او عربي امارات دواړه يو له بل سره په پانګه اچونه، سياحت، د نيغ په نيغ د پروازونو ، روغتيا او مواصلاتي ټيکنالوژي په برخه کې همکاري کوي، ویل کیږي چې دواړه هې،ادونه به یو بل ملکونو سره سفارتي او ډيبلوماتيک تعلقات هم جوړ کړي دې سره به د دواړو ملکونو ته به نیغ په نیغه پروازونه هم وي و

بلخو بیا په فلسطین کې مېشتې حماس جنګيالۍ ډلې دا تړون غندلی او ويلي يې دي چې دا تړون د عربي هيوادنو او فلسطينيانو په د غاړه د چاړې ايښودولو په معنا ده.د ايران مذهبي مشرانو هم دا تړون غندلی او دا يو شرمونکی کار بللي په سوشل ميډیا کې هم په دې اړه غبرګونونه راپارېدلي دي او خلکو لیکلي چې یو عربي هېواد ولې داسې تړون لاسلیک کړ،

د یادونې وړ ده چې د دې وړاندې ډېرۍ اسلامي هېوادونو د اسرایلو سره ډېبلوماټيک او غیر ډېبلو ماټيک تعلقات نه لرل په دغه هېوادونو کې افغانستان هم شامل وو افغانستان اوس هم په اسرایلو کې سفارت نه لري او وېزې هم په افغانستان کې ورته نه جاري کیږي د افغانستان نه پرته پاکستان او نور بازې اسلامي هېوادونه هم د اسرایلو سره سفارتي او نور سیاسي تعلقات نه لري،

دکرونا له امله د فوټبال ډېرتړونو د لغوه شول.

دکرونا له امله د فوتبال  ډېرو تړونو د لغوه شول.

یوې نؤیوالې ورځپاڼه تلګراف وایي په دنیا کې د نوې ناروغۍ له امله د ژوند ټول اړخونه زیانمن شوي دي.ل امدې امله د فوټبال ډېر مالي ام نو ټړونونه هم لغوه شوي دي.  د فوتبال کلبونو مدیران د نویو مالي سرچینو په لټه کې دي ځکه د کرونا له امله د ډېرو کلبونو تړونونه لغوه شوي دي.

بادې ورځپاڼه وایي د قوټبال مینه وال او اداره کونکي یی دې ته اړ شوي چې د پهحتی اړ شوي چې د لوبغاړو د استخدام او یا لیږد پر وخت له پخوانیو بودیجو استفاده وکړي.

فیفا په پام کې لري چې لوبغاړو د نیولو او له له یوه کلب څخه بل ته د دوی د لیږدلو بهیرد ډېرې مودې له پاره وغځوي. په دې سره دوی کولای شي د راتلونکې کال د جنورۍ ترپایه د لوبغاړو پیراو پلور ته دوام ورکړي.

 دا وړاندیز تراوسه د فیفا له خوا نه دی تایید شوی او تر ارزونو لاندې دی، خو لوړ پوړو مدیرانو د دې وړاندیز ملاتړ کړی تر څو د لوبغاړو په مارکیټ کې پیسې بېرته جریان ومومی.

د کرونا له امله د فوتبال ډیرې سیالۍ ځنډول شوې او حتی د فوتبال اړوند صنایع له زیانمنېدو سره مخ شوي دي. تراوسه هېڅوک وړاندوینه نه شي کولای چې دا وضعیت به ترکله دوام وکړي.

خو که یوه میاشت وروسته هم هرڅه عادي شي نو د  فوتبال د راتلونکي فصل د سیالیو برنامه به بدلون مومي. د یادونې وړ دۍ چې ټوله نړۍ د کرونا ویروس له امله فلج شوې ده او نيمه نه زیاته نړۍ لاک ډاون شوې ده دغه کارونه ټولو هېوادونو د کرونا د مخنيوي لپاره ککړي دي.