د پخلاینې شورا:د نړیوالو د باور زیاتولو په موخه طالبان باید اوربند اعلان کړي

دپخلاینې شورا: پر افغان سولې د نړیوالو د باور زیاتولو په موخه طالبان باید اوربند اعلان کړي دملي مصالحې عالي شورا فریدون خوځون وايي، په دې مقصد چې پر سولې پروسه د نړیوالو باور زیات شي، طالبان باید په افغانستان کې اوربند وکړي.

ښاغلي فریدون خوځون چې د حکومت له مذاکراتي ټيم سره په قطر کې دی، په یوه ویډيويي پیغام کې یې ویلي، چې د حکومت ټیم خپل لومړیتوبونه او د اجنډا لپاره له خپل لوري غوره کړي موضوعات طالبانو ته سپارلي او اوس  دې ته په تمه دي، چې طالبان هم د اجنډا موضوعات او خپل لومړیتوبونه وسپاري.د فریدون خوځون په وینا ، کله چې طالبان خپلمنځي بحثونه پای ته ورسوي او د اجنډا موضوعات دوی ته ورکړي.

د پخلاینې شورا:د نړیوالو د باور زیاتولو په موخه طالبان باید اوربند اعلان کړي
د پخلاینې شورا:د نړیوالو د باور زیاتولو په موخه طالبان باید اوربند اعلان کړي

او تر دوه اړخیز توافق وروسته به په اساسي موضوعاتو بحثونه تر سره شي.هغه خوځون د دې تر څنګ په افغانستان کې د جګړې د شدت په زیاتوالي خفګان ښودلې او په وینا یې، د سولې پر پروسه د نړیوالو د باور د زیاتوالي په هدف باید اوربند تامین او جګړه ودرول شي.دې سره به نور هیوادونه وهڅیږي چې افغانستان کې د سولې طزفداري وکړي او منتقوي اجماع به هم رامنځته شي.

طالبانو که څه هم تر دې دمه د پورتنیو څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې يې ټینګار کړی وو، چې مذاکرات باید په داسې موضوعاتو پيل شي، چې اسان وي او په تړاو یې دواړه لوري مشترکات ولري، تر څو ددوی له قوله، دواړه لوري یو بل سم درک کړي او مذاکرات په ښه فضاء کې مخته ولاړ شي.

د طالبانو په خبره، افغانستان کې لومړی باید د جګړې د پیلېدو عوامل له منځه یووړل شي او تر هغه وروسته د ډزبندۍ په اړه هوکړه وشي.د هغوی په خبره اول باید هغه موضوعات بحث شي کوم چې اسانه دي او ژر حل کیږي. بیا د هغې نه وروسته نور پیچیده موضوعات حل شي. دې سره به ټول مثایل په تدریجي ډول ختم شي.

د مصالحې عالي شوراپه اړه د خلکو غبرګونونه

د افغانستان د ولسمشر لخوا د تېرې جمعې په ورځ د یو فرمان د لاسلیکولو سره د مصالحې عالي شورا د غړو نوملړد ډاکټر عبدالله په مشرۍ له ډيرو نانندريو او جنجالونو وروسته اعلان شو.او د اعلانېدو سره سم ېې د سیاسي احزابو لخوا غبرګونونه هم راوپارول،

یاد نوملړ باندې د نورو سیاسي څېرو ترڅنګ د مصالحي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او غړو يې پر دې نيوکي وکړي او هغه يې نيمکړی وبلل.د مصا لحې عالي شورا د مشر له خوا ويل شوي چې دا لست دوی ته د منلو نه دی ځکه هغوی استدلال کوي چې ارګ او ولسمشرۍ ماڼي ددې نوملړ په جوړولو کې له دوی سره مشوره نه ده کړي ، او زياتوي چې ولسمشر غني ځيني داسې اشخاص په دغه نوملړ کې ور اضافه کړي چې تر دې مخکې اصلا د مصتلحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله ته معلومات نه وو،

دغه لست چې له ۲۸ بانفوذو اشخاصو څخه جوړ دی ۱۹ تنه يې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون جهادي او سياسي مشران دي چې له هغې ډلې جامد کرزی ګلبدالدين حکمتيار ، کريم خليلي، عبدالرب رسول سياف، او دجمعت ګوند مشر صلاح الدين رباني او يو شمير نور با نفوذه اشخاص دي.په دغه لست کې شامل یو کس سره هم مشوره نده شوې،

داکټر عبدالله عبدالله وروسته دويم د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هغه څوک وو چې ددې شورا له وروستي اعلان شوي نوملړ سره يې خپل مخالفت اعلان کړ.ښاغلي کرزي وويل چې دی نه غواړي په يوه دولتي تشکیل کې د سولې لپاره کار وکړي. بلکي دی له خپل شخصي ادرسه د سولي لپاره هر قسم خدمت ته تیار دۍ،

د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي وروسته د اسلامي ګوند مشر ګلبدالدين حکمتيار هم ددې نوملړ څخه لا تعلقي اعلان کړه او دا يې هم وويل چې دی هيڅ خبر نه وو خو ولسمشرۍ ماڼۍ يې د مصالحې د عالي په نوملړ کې نوم ليکلی وو.له ګلبدين حکمتيار وروسته ، عبدالرب رسول سياف او، يونس قاني هغه څوک دي چې تر اوسه يې ددې نوملړ د تاييد او نه تاييد په اړه هيڅ ندي ویلي بل خوا بیا د جمعیت ګوند مشر صلاخ الدین رباني هم دغې شورا کې خپل غړیتوب رد کړۍ دۍ،

د مصالحې عالي شوراد غړو نوملړ په اړه د سیاسیونوغبرګونونه
د مصالحې عالي شوراد غړو نوملړ په اړه د سیاسیونوغبرګونونه

د یاد ګوند په خبر پاڼه کې ويلي چې ددې ګوند مشر صلاح الدين رباني نه غواړي ددغه وروستي اعلان شوي نوملړ له مخې کار وکړي.په اعلاميه کې ويل شوي چې له جمعت ګوند هم مخکي په دې تړاو چا خبري نه دي کړي.نو بنا دويي نه غواړي چې د مصالحې شورا په تشکیل کې ونډه واخلي،

ډاکټرعبدالله به ډېر ژرد عمران خان په بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي

عبدالله عبدالله غواړي عطا محمد نور سره پخلا شي د مصالحې عالي شورا ریس ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل پخواني متحد عطا محمد نور د بیا پخلاینې کوششونه پیل کړي دي.هغه غواړي چې ژرتر ژره عطا محمد نور سره پخلا شي

عبدالله عبدالله تېره شپه له عطا محمد نور سره بیا لیدلي او د سولې په روانو هڅو ورسره غږیدلی.عطا محمد نور پر خپل ټویټر لیکلي، چې دغه لیدنه کې یونس قانوني او عبدالحفیظ منصور هم حاضر ول .نور د لیدنې نور جزیات نه دي رسنیز کړي. عبدالله عبدالله څه موده مخکې د عطا محمد نور د مور فاتحې ته هم ورغلی و او تر هغه مخکې یې د مور د مړینې له کبله د فاتحې پيغام کې نور ته د ورور خطاب کړی و.

استاذ عطا، چې اوس د جمیعت ګوند اجرایه ریس دی او پخوا د بلخ ځواکمن والي و، د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو کې یې عبدالله نه پراخ ملاتړ کړی و.وروسته د دوی ترمنځ سیاسي ناندرۍ راغلې او نور پر عبدالله خورا توندې نیوکې وکړې.او دا ویلي وو چې غاښونه به ېې مات کړم د عبدالله عبدالله بیا په دغه څرکندونو دعبدالله پلویانو بیا غبرګونونه راپارولي وو او ویلي وو چې دا رقم څرګندونې د ملک د بحرانه سره مخ کړي،

خو اوس عبدالله یو ځل د نور له سختو نیوکو وروسته خبریالانو ته وویل، چې ده د هغه هیڅ خبره نه ده اوریدلې.اوس وخت د دې دۍ چې باید ټول جهتونه سره په یو چوکاټ کې راغونډ شي او د افغانستان د بقا لپاره کار وکړي که مونږ اوګورو زمونږ ګاونډي هېواد پاکستان کې چې کله د ملک په کچه خبره وږي نو ټول سیاسي ګوندونه راغونډيږي او شته ستونزو ته د حل لارې ګوري،

عبدالله عبدالله غواړي عطا محمد نور سره پخلا شي
عبدالله عبدالله غواړي عطا محمد نور سره پخلا شي

د افغانستان اکثره سیاسیون هېواد کې د یووالي لپاره خبرې نکوي اوس وخت ددې رارسېدلۍ دۍ چې باید د سولې لپاره ټول سیاسیون خپل منځي اختلافات ختم کړي او د هېواد لپاره هرې قربانی ته ځان چمتو کړي ځکه افغانستان د ډېرو بد بختیو سره مخ وو او جنګونه و پکې باید اوس صرف او صرف د پایداره سولې لپاره کار وشي او افغانستان کې امنیت تامین ټینګ شي تر څو عام وګړي د امن په فضا کې ژوند وکړي،