دوحه کې د افغانستان سفیر د ورپېښې ناروغی له کبله مړ شو

دوحه کې د افغانستان سفیر د ورپېښې ناروغی له کبله مړ شوه په قطر هېواد کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.نوموړی د ډېر وخت راهیسې په دغه مرض اخته او پرون راهیسې قطر کې په یو روغتون کې بیستر وو.

د خارجه چارو وزارت یوې باوري سرچینې رسنیو ته ددې خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې پر دلیلي پرون غرمې راهیسې د زړه حمله راغلې د کومې له امله چې نوموړی په روغتون کې تر درملنې لاندې ؤ.د سرچینې په خبره د ډاکټرانو د هڅو سربیره نن د سه شنبې په سهار سفیر عبدالحکیم دلیلي د دوحې په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.قطر لومړنی خلیجي هېواد دی چې په ۲۰۱۳م کال کې طالبانو د خپل سیاسي دفتر لپاره خوښ کړی.

د هغه تاریخ راهیسې تر نن پورې طالبانو سره د امریکايي او ګڼو نورو هېوادونو د دیپلوماتیکو ناستو کوربتوب په غاړه لري.ددې ترڅنګ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې مذاکراتو ۱۸ پړاوونو کوربتوب سربیره اوس وخت کې د بین الافغاني مذاکراتو تسهیل کوونکي په توګه رول لوبوي.

ښاغلی عبدالحکیم دلیلي د ۲۰۱۹ کال له فبرورۍ میاشتې څخه په قطر هېواد کې د افغانستان د سفیر په توګه ګومارل شوی ؤ، چې له کابو دوه کاله دندې وروسته نن سهار په روغتون کې ومړ.نوموړی یو له تکړه ډېپلوماټانو څخه وو او هر وخت ېې هڅه کوله چې د وطن لپاره د خیر کار وکړي. او خپله وظیفه په سمه توګه سره ته ورسوي.

د نوموړی په مړینه ډېرو سیاسیونو او مشرانو د خواشینی پیغامونه نشر کړي دي.په همدې لړ کې د مصالحې شورا څخه خپره شوې خبر پاڼې کې هم نوموړي په مړینه غمشریکي ښکاره شوې او ویلی ېې دي چې ښالی دلیلي یو له ښه ډېپوماټانو څخه وو همداراز ارګ هم اعلامیه کې ویلي ښاغلی عبدالحکیم دلیلي د هیواد او ولس د رښتیني خواخوږي او خدمتګار په توګه په قطر هیواد کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ډېر ښه استازیتوب وکړ.

دوحه کې د افغانستان سفیر د ورپېښې ناروغی له کبله مړ شو
دوحه کې د افغانستان سفیر د ورپېښې ناروغی له کبله مړ شو

قطر هیواد ته په وروستي رسمي سفر کې قطري مقاماتو، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي او په یاد هیواد کې مېشتو افغانانو بار بار د نوموړي د ښو کړنو او خدمتونو یادونه او ستاینه راته وکړه، د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره لویه ضایعه ده.

پرطالبانودې بریدونه بندشي ولسمشرغني

ولسمشر غني د کابل لپاره ايټاليا سفير سره د مخه ښې کتنه وکړه او نوموړي ته يې د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ دغه مډال پرون په ارګ ګې یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړ نوموړې د افغان دولت څخه مننه وکړه او دا یی د افتخار خبره وګڼړله چې د افغانستان له دولت لخوا ورته د غازي مير مسجدي خان مډال ورکړل شو. . 

له ولسمشرۍ مانړۍ نه خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، “د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د ایټالیا سفیر روبیرټو کانټوني سره د مخه ښې کتنه کې نوموړي ته د غازي میرمسجدي خان دولتي م‌‌‌‌‌‌ډال ورکړ هغه دغه مډال د خه کارکردګۍ له امله ورکړل شوۍ دۍ. .”

ولسمشر غني د افغانستان او ایټالیا ترمنځ د مرستو او دوستانه اړیکو په برخه کې د ایټالیا د سفیر هلې ځلې وستایلې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د اړیکو د لاپراختیا هیله وکړه او وویل ایټالیا سره مونږ خه تعلقات غواړو او ټول عمر لپاره يی غواړو. .

د ایټالیا سفیر په افغانستان کې په خپل ماموریت د خوښي څرګندولو ترڅنګ د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پراختبا او ارزښت په اړه خبرې وکړې. هغه افغانستان کې د خپل ماموریت لاسته راوړنې بیان کړې او د افغانانو کلتور یی د نړۍ به کجه خه کلتور یاد کړ.

نوموړې افغانان با جراته قام وباله او د افغانانو د تاریخ ستاینه یی وکړه. هغه افغانان ملمه دوسته وګڼړل هغه په افغانستان کې د څږ کالو راهیسې سفیر وو . او خه په ایماندارۍ او صداقت یی خپله دنده اجراء کوله

اینده لپاره هم باید همدغسې وړ خلکو ته مډالونه ورکړل شی. تر څو نړیواله ټولنه دې ته تشویق شي چې افغانستان او افغانانو لپاره کار وکړي او په څان بسیا افغانستان ولرو.

افغانستان کې دایټالیا سفیر ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړۍ شو.

د یادونې وړ ده چې ايټا لیا د افغانستان سره خورا زیاتې مرستې کړي دي. او په دې لړ کې ټوله نړیواله هم څارې نه لري. افغانستان چې د نورو په په پرتله ډېر کومک ته ضرورت لري نو له همدې وجې افغانستان سره نړیواله ټولنه زیات کومک کوي. مونږ افغانو ته هم پکارده چې دغه کومک چې د افغانستان ته ورکړۍ کيږي باید په سمه توګه ترینه استفاده وشي. او د افغانستان د ابادولو لپاره ږکارول شي. .