پومپیو:دطالبانواوافغان خکومت ترمنځ خبرې به مشکلات ولري

پومپیو: دطالبانواوافغان خکومت ترمنځ خبرې به مشکلات ولري په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو او افغاني مذاکراتي ټیمونو ګډې ناستې پیل شوي او د افغانانو هیله مندي هم ورته زیاته شوې،

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ددې مذاکراتو په اړه تازره څرګندونو کې ویلي چې بین الافغاني مزاکرات به مشکلات ولري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، د طالبانو او افغاني جهتونو ترمنځ ترسره کېدونکي بین الافغاني مذاکرات به ساده نه بلکې پیچلي او سخت وي.هغه وايي چې دواړه لورې باید د دقت نه کار واخلي او شته فرست ضایع نه کړي.

ښاغلي پمپیو دا څرګندونې تیره ورځ امریکا کې د یوې خبري ناستې پرمهال کړي او استدلال یې کړی چې له شلو کلونو وروسته افغانان د سولې خبرو ته ناست دي، ځکه به ددوی ترمنځ خبرې سختې او پیچلې وي.هغه ویلي چې د قطر د ناسې نه معلومیږي چې که څه هم دغه مزاکرات مشکلات لري حو بیا هم افغاناناونړیواله ټولنه هیله منده ده چې افغانستان کې به سوله قایمه شي.

دسیاسي مبصرینو په باور په داسې حال کې چې طالبان او افغاني جهتونه د سولې خبرو ته ناست دي او د دواړو مذاکراتي ټیمونو مشران او اعضاء د خبرو پایلو ته خوشبین ښکاري، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تازه څرګندونې ددې ښکارندويي کوي چې امریکایان په قصدي توګه غواړي د سولې خبرې سختې او پیچلو پړاوونو ته بوزي، ترڅو ددوی د لاسوهنې لپاره زمینه برابره کړي.

پومپیو:دطالبانواوافغان خکومت ترمنځ خبرې  به مشکلات ولري
پومپیو:دطالبانواوافغان خکومت ترمنځ خبرې به مشکلات ولري

بلخوا بیه په سوشل ميډیا کې همپه دې اړه مختلفې خبرې کیږي اوهېوادوال خپل خپل نظرونه لري دويي لیکلي چې که دا ځل هم د سولې فرست ضایع شي نو دا به د افغانانو لپاره ډېره د شرم خبره وي دويي وايي چې دواړه لورې باید دبل هر ځه نه سولې ته زیاته توجوع ورکړي ځکه افغانان وروسته له ډېر وخت داسې یو وخت او فرست ته رسېدلي چې ددې نه وړاندې بل هیڅ وخت کې نه ووراغلۍ نو دواړه لورې باید خيل شخصي ګټې شاته اوغورزۍ او وطن ته سوله راولي.

پوتين: افغانستان لا هم ګډ وډ دی

پوتين: افغانستان لا هم سختو مشکلات لري د روسيې صدر پويين ويلي چې د افغانستان وضعیت لاهم خراب دی او دغه هيواد تراوسه پورې هم د ستونزو څخه ډک دی. د ښاعلي پوتين په خبره افغانستان اوس د تروریزم له سخت ګواښ سره مخ دې او هيواد کې لا هم د بازې ډلې شتون لري.

ولاديمير پوتين چې په شانګهای سازمان کې د بهرنیو چارو وزیرانو په جلسه کې په انلاین بڼه خبرې کولې وویل چې د افغانستانکې اوس هم ښه وضعیت کې ندی او اړتیا ده چې د تروریزم سره ګډه مبارزې لپاره اقدامات وشي. ښاغلي پوتين وویل چې د نشه يي توکو غیرې قانوني راکړه ورکړه ،سازمان شوي او انترنیتي جرایم او ځينو جرمونه له هغو مسایلو څخه یاد کړل چې د پوتین په خبره افغانستان اونوره لپاره چیلینج دی.

بل خوا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر قريشي هم د شانګهای همکاریو سازمان د ناستې پيل نه وړانډې خبریالانو ته ویلي دي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ددې سازمان رول اغیز موثره دی او ددې سازمان ګډي مرستې کولای شي د نشه يي توکو په کمښت باندې مثبت اثر وکړي. دغه سازمان غړیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ناسته تیره ورځ پيل شوې او لا هم ادامه لري.

دیادونې وړ ده چې دوه ورځي وړاندې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم له يوه عربي تلويزون الجزيرې سره په خبرو کې وويل چې سوليز افغانستان د سمي او پاکستان لپاره فایده لري. عمران خان همداراز وویل چې دوی کوښښ کوي چې افغانستان کې با ثباته سولې ته ورسیږي . خو ولي ده تور پوري کړ چې هند په افغانستان کې جکړې ته لمن وهي او نه غواړي افغانستان کې سوله اووسي.

هېره دې نه وي چې دپاکستان او روسېې چارواکې په داسي حال کې پر افغانستان کې د ستوتزو او نشيې توکو د قاچاق يادونه کوي چې په نړيواله کچه پر دې دواړو هيوادنو تور دی چې د افغانستان په نا امنۍ کې دغه ملکونو لا لاسوهنه کوي.

هيره دي نه وي چې پاکستان خو په ښکاره ډول په افغانستان کې لاس وهنې کوي ځکه تيره ورځ د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح هم په يوه مرکه کې وويل چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال باجوه ور سره منلي طالبان د دوی مليشي دي.

اوس افغان دولت ته پکار دي چې خپله لاس پګار شي او د افغانستان دایمي سولې لپاره کار وکړي ځکه که افغانستان کې دایمي او باثباته سوله ونشي نو دا به یو وار بیا داخلي جنګ ته لار هواره کړي، اوس باید دولت او طالبان دواړه دا تلايي فرست ضایع نه کړي او افغانستان کې کې دایمي سولې لپاره ملي اجماع ولري.

۱۹ کاله وړاندي په همدي ورځ امريکا پر افغانستان حمله وکړه

د امریکا او استرالیا د طالب بندیانو په سر مشکلات د اسټراليا صدراعظم سکاټ موريسن له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې ترڅو دې هغه افغان له زندان څخه نه ازادوي چې د افغان ملي اردو په کاليو کې يې درې اسټراليايي سرتيري مړه کړي وو،

حکمت الله چې افغان ملي اردو سرتيری وه په کال ۲۰۱۲ کې يې درې اسټراليايي سرتيري وژلي وو، حکمت الله د نوو طالب بندیانو په نوملړ کې دی او په پام کې ده چې ډېر ژر له بنده ازاد شي دزندانیانو تبادلې تواقق چې اوله کې د امريکا او طالبانو لخوا شوې او افغان سولې خبرو پيل لپاره يو مهم اصل بلل شوی. افغان حکومت د سولې خبرو پيليدو لپاره يې له ۴۰۰۰ ډير طالب زندانيان خوشې کړل او د ځينو لويو جرمونو ترسره کوونکو طالبانو خوشې کولو لپاره يې لويه جرګه راوبلله کوم چې پای کې يې د پاتې ۴۰۰ طالب زندانيانو خوشې کولو فیصله وکړه.

د افغان دولت له پلوه د لويو جرمونو ترسره کوونکو طالبانو ارادولو فیصله په غبرګون کې د اسټراليا ثدراعظم ډونالډ ټرمپ ته ليک استولې او د حکمت الله بند کې ساتلو غوښتنه ېې کړې ده، د استرالیا میډیا وايي چې وژل شوي درې اسټراليايان د کوينزليند ايالت اوسيدونکي ول او د حکمت الله لخوا په ارزګان کې په ډزو ووژل شول.

دغه طالب پر خپل جرم اعتراف وروسته پل چرخي زندان کې بندي دی او پر عدام محکوم شوې دۍ، ښاغلي موريسن خبريالانو ته وويل، “مونږ پدې باور نه يو چې د حکمت الله خوشې کيدل به سيمه کې پر سولې کوم اغيز ولري، دا به زمونږ دريځ وي او دا دريځ به په کلکه ساتو.”

زه له تاسو سره دا وعده نه کووم چې مونږ څه غواړو هغه به ترلاسه کوو ولې مونږ پر خپل دريځ کلک ولاړ يو او په کله به خپل دريځ وساتو نو باید مونږ د ښه طرف ته سوچ وکړو،هغه دا هم وويل، چې له ډيروخت راهيسې د حکمت الله بندي ساتلو غوښتونکی وه او دا موضوع تيره مياشت د اسټراليا دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو لخوا له امريکايي سيالانو سره شریکه شوې وه او هم د صدراعظم لخوا ډونالډ ټرمپ ته يو ليک هم لېږدول شوۍ وو.

د امریکا او استرالیا د طالب بندیانو په سر مشکلات
د امریکا او استرالیا د طالب بندیانو په سر مشکلات

د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني د طالب رندانیانو فرمان لاسلیک کړ چې د کوم له امله به دا ۴۰۰ زندانیان له بنده ازاد شي. او دې سره به طالبانو او افغان دولت ترمنځ مزاکرات پیل شي، چې دا یوه غټه لاسته راوړنه به وي دواړوو لورو ته تر دې مهاله طالبانو دا ویل چې که زندانیان خوشې نشي نو مونږ مزامرات نه کوو اوس چې دا کار هم عملي شو نو اوس به سولې ته لار لا نوره هواره شي،