Tag: میلمستون

ولسمشر ټرمپ رښتیا هم کرونا نیولئ ؟

 امریکا ولسمشرټرمپاو د هغه مرستیال مایک پینس  سره تر لیدلو وروسته د برازیل د جمهور ریس د اړیکو مشر فیبیووجنګارټن د کرونا په ناروغي‌اخته بلل شوی دی .فیبیووجنګارټن د یوه لوړرتبه برازیلي‌ پلاوي په ملتیا د امریکا په فلوریډا ایالت کې د ډونالډ‌ټرمپ‌ د مارالاګو په میلمستون کې له ښاغلي ‌ټرمپ سره لیدلي دي . نیویارک ټایمز خبر ورکړ چې فیبیووجنګارټن چې کله خپل هیواد ته ستون شو؛ تبه ورباندي ‌راغله او له پوزي ‌یې اوبه رواني‌شوې . کله چې فیبیووجنګارټن د کرونا ټیسټ‌وکړ نو د هغه ناروغي ‌مثبته راووته . نوموړی له برازیلین پلاوي‌ سره د تېري‌ شنبې په شپه د ولسمشر ټرمپ میلمه وو.فیبیووجنګارټن خو په دغه وایرس ککړ شوی ، خو د هغه نور پاتې هیئت ټیسټونه لا تر اوسه نه دي ‌شوي‌. فیبیووجنګارټن او برازیلین پلاوي ‌ته د ټرمپ‌ل ه لوري‌ په جوړه شوې مېلمستیا کې د ښاغلي ‌ټرمپ ‌لور ایونکا ټرمپ د نوموړي‌ زوم جراډ‌کشنر هم شامل وو.‌ اوس پوښتنه داده چې ایا ټرمپ‌ هم په دغه وبايي وایرس اخته شوی ؟ تر اوسه لا دا پوښتنه هم پر ځای پاتې ده چې ولسمشر ټرمپ په دغه ناروغي‌اخته شوی او که ورغلي ‌مېلمه له ځان سره دا ناروغي د امریکا د ولسمشر ټرمپ تر درباره وروسوله . د ولسمشر ټرمپ په تړاو لا تر اوسه څه نه دي‌ ویل شوي ؛ خو تر دې وړاندي‌ ښاغلي ټرمپ‌ ویلي‌ وو چې د کرونا وایرس سره ډېر محتاط‌ دی .‌ دوې اونۍ وړاندي‌ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.