ګلبدین حکمتیار:دسولې لپاره دې یو طرحه جوړه شي

ګلبدين حکمتيار وايي، چې يوه نوې طرحه يې ټولو لوريو ته وړاندې کړې ده، چې عبدالله عبدالله او حامد کرزي منلې ده، خو اشرف غني لا هم دا طرحه نه ده منلې.

د حکمتيار په وېنا، دغه طرحه يې د دې لپاره جوړه کړې ده چې هېواد له بحرانه وباسي، ځکه چې ټاکنې شفافې نه وې او د ټاکنو له لارې راغلى ولسمشر نه هم ټاکنيز ټيمونه مني، نه يې ملت مني او نه يې هم بهرنيان مني، نو په داسې وخت کې د حل يوازينۍ لاره همدا ده چې د څلورو لوريو يو حکومت جوړ شي.

ګلبدين حکمتيار چې له شمشاد ټلويزيون سره يې ځانګړې مرکه درلوده، وويل چې هغه سبا د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوي، ځکه چې د يو پر ځاى دوه ځايه ولسمشران د لوړې مراسم ترسره کوي، دا هر څه له دې لامله وشو چې ټاکنې شفافې ونه شوې، خلکو پکې ګډون ونه کړ او د اشغال تر لاندې هېڅ کله هم شفافې ټاکنې نه شي ترسره کېداى.

هغه همدا راز وايي، چې په ټاکنو باور لرم او تل پرې ټينګار کوم، خو داسې ټاکنې نه چې کمېسيون يې مستقل نه وي، له تقلب ډکې وي او هېڅوک يې هم نه مني، هغه وايي که د ټاکنو نتيجې ټولو منلې واى، په ځانګړې توګه بهرنيانو، ځکه چې د ولسمشر د ټاکلو پرېکړه خو هغوى کوي.

هغه وايي، که موږ په ټاکنو کې بريا هم ترلاسه کړې واى، په دې پوهېدو چې هېڅوک يې راسره نه مني، موږ ويل چې انلاين ټاکنې به ترسره شي او په سبا به يې رسمي پايلې هم اعلان شي، ځکه موږ ټاکنې د حل يوازينۍ لاره ګڼو، خو هغسې ونه شو.

حکمتيار وايي، چې له عبدالله عبدالله او حامد کرزي سره مې ګډه غونډه درلوده، تر څو په هېواد کې روان بحران پاى ته ورسوو.

هغه وايي، هغوى ته مې وويل چې سوله اوس يو ضرورت دى، نو راځئ چې د ټاکنو پاڼه نوره واړوو، موازي حکومت هم نه غواړو، مشارکتي حکومت هم نه غواړو او د ملي يووالي حکومت هم له فساده ډک و، نو راځئ چې يوه نوې طرحه وړاندې کړو او يوه معقوله لاره پېدا کړو.

د ګلبدين حکمتيار د طرحې ته مرخه، اشرف غني به ولسمشر وي او ټول به يې مني هم، که څه هم ځينې يې منتخب ولسمشر نه مني، خو د ولسمشر په توګه به يې ومني، نو تر څو چې سوله راځي او نوى حکومت جوړېږي، په دې موده کې يو حکومت ته اړتيا شته، خو د ټاکنو په اساس راغلى ولسمشر هېڅوک نه مني او ملت يې هم نه مني.

هغه وايي، چې اشرف غني به ولسمشر وي، اجماع به رامنځته کېږي، تر څو اقتدار د يو چا په انحصار کې نه وي، په خپل سر به پرېکړې نه کېږي، د ولسمشر تر څنګ به د تصميم يو عالي مرجع رامنځته کېږي، چې په ټولو ملي مسايلو کې به پرېکړې کوي او دا مرجع به د څلور واړه لوريو په توافق سره رامنځته کېږي، تر څو څوک دا فکر ونه کړي چې د چا پرېکړې ته احترام نشته.

د هغه په وېنا، د دغه عالي مرجع پرېکړې به ټول مني، دا مرجع به پرېکړې کوي، لکه د سولې خبرې، سرې کرښې او نورې ډېرې، همدا راز د واليانو، وزيرانو، سفيرانو او نورو ټولو خلکو ټاکل به هم د همدې مرجع پرېکړې وي.

ګلبدين حکمتيار زياتوي، چې له دې طرحې يې معنا دا نه ده چې موږ اقتدار وېشو، بلکې يو حکومت ته اړتيا لرو تر څو بحران ختم شي او روغه جوړه وشي، ځکه د روغې جوړې تر ټولو اسانه لاره همدا ده.

خو د هغه په وېنا، دا مرجع چې د عبدالله عبدالله، حامد کرزي، اشرف غني او په خپله د ده له لوري به جوړېږي، درې لوريو منلې ده خو اشرف غني تراوسه پورې مثبت ځواب نه دى ورکړى.

هغه وايي، چې دا طرحه موږ له بهرنيانو او ټولو سره شريکه کړې ده، موږ اشرف غني ته وايو چې د ټاکنو په اساس هم ته په ارګ کې پاتې کېدل غواړې او موږ هم تا په ارګ کې غواړو، نو بيا مشکل په څه کې دى.

حکمتيار وايي، چې سوله به راځي، ښايي ٤ مياشتو کې راشي، امريکايان خپل پوځيان وباسي او دا خبره خو ډونالډ ټرمپ په خپله کړې ده چې د دوى پوځيان ووتل، نو دا حکومت بيا مقاومت نه شي کولاى.

د يوې پوښتنې په ځواب کې ګلبدين حکمتيار وويل، چې د اشرف غني په ناکامه او بدنامه حکومت کې هېڅ کله ګډون نه کوي.

چین: د افغانستان نوي حکومت سره کار ته چمتو یو

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د انتخاباتو د نتایجو په اړه خبر دي او د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانانو د پرېکړې هرکلی کوي. ویاند “ژو لیان” د دوشنبې په د چین د بهرنیو چارو وزارت ورځ (فبروري۲۴) خبریالانو ته وویل چې هغوی خبر دي چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی دی

هغه وویل: “افغانستان زموږ ملګری ګاونډی دی. چین د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر درناوی کوي، د آینده په اړه د افغانانو د خپلواکی د پرېکړې ننګه کوي او د نوي منتخب حکومت او د افغانستان د خلکو سره د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ګډ کار کولو ته چمتو دی.”

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره اونۍ ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو عبدالله عبدالله ادعا کوي چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده. هغه دا پایلې ونه منلې او اعلان یې وکړ چې خپل حکومت جوړوي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدغه راز د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه هم وغږېده. هغه وویل چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه له اړوندو خواو سره نژدې تماسونه او همکاري لري.

هغه وویل: “چین د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لورې د سولې او بیا پخلاینې د همه شمول بهیر کلکه ننګه کوي. د امریکا-طالبانو ترمنځ د تړون ( ممکنه تړون) د لاسلیک کېدو هرکلی کوو او هیله لرو چې دا بهیر په ښه توګه پلي شي چې د افغانستان مسئلې ته نهايي سیاسي حل پیدا شي. “

نوموړي وویل چين په افغانستان کې د سولې، ثبات او بیا پخلاینې لپاره له اړوندو غاړو او نړیوالې ټولنې سره کار کولو ته چمتو دي.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ چې له طالبانو سره به د سولې تړون لاسلیک کوي. په افغانستان کې د شنبې په شپه د طالبانو، امریکا او افغان ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو ۷-ورځنی بهیر پیل شو.

چارواکي وايي که دا بهیر بریالی ختم شو، د طالبانو-امریکا ترمنځ به د سولې تړون لاسلیک شي.

د افغانستان، اذربايجان او ترکمنستان ترمنځ ناسته؛ د لاجوردو پر دهلېز غونډه وشوه

” یوناما”په یوه اعلامیه کې پرته له دې، چې منتخب جمهور رئیس محمد اشرف غني ته په ټاکنو کې د بریا له امله مبارکي ورکړي ویلي، چې دا اداره د ټاکنیزو کمیسیونونو د ټاکنو مهم او منظم بهیر، چې د وروستیو پایلو د اعلانولو سبب شو تائیدوي او په ورته وخت کې په ملي کچه د راتلوونکي لپاره پر یووالي ټینګار کوي او د اعلان پر اندازه یې مهم ګڼي”.

” یاد پلاوي د ټاکنو بهیر د ټاکنیزو کمیسیونونو سربیره د نوماندانو او د رسنیو په ګډون د ټولنې د ټولو قشرونو ګډ مسولیت ګڼلی دی.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي په دغه اعلامیه کې د ټاکنو د بهیر د وروستیو پایلو د اعلان وروسته د ټاکنو کړنلارو ته په کتنې کوم کواښ، چې راولاړ شوی مهم ګڼلی او په دې برخه کې یې د افغانستان ثبات، یووالي او د دغه هیواد قوانینونو باندې ټینګار کړی دی.

” یوناما” ویلي، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د واک له مخې د افغانستان د ټاکنیزو کمیسینونونو څخه یې ملاتړ کړی او ورڅخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

” یومانا” وايي، دغې ادارې د ټاکنو په بهیر کې د افغانستان د ټاکنو قانون ته په درناوي خپله بشپړه بیطرفي ساتلې او د درغلې مخنیوي پر وړاندې یې خپلې ټولې هڅې کړي دي.

دا اعلامیه وايي ” دټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان څخه پس د نوماندانو او د هغوی د ملاتړو له خوا څرګندو شوو اندیښنو ته په پاملرنې ملګري ملتونه به د سیاسي ګوندونو په ګډون د افغانانو او افغانستان ادارو څخه ملاتړ لپاره خپل کار ته دوام ورکړي او دا اداره به د کمیسیونونو د هڅونې لپاره خپلې بیطرفه مشورې دغو کمیسیونونوته ور کړي ترڅو د نوماندانو د فهم وړلیوالتا ته په کتنې، چې د کمیسیونونو څخه د رایو د تفتیش او بیا شمیرنې په برخه یې لري وضاحت ورکړي “.

د سه شنبې په ورځ ( سلواغه ۲۹مه) د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون جمهور رئیس محمد اشرف غني د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د شپږمې ورځې د ټاکنو د ګټوونکي نوماند په توګه اعلان کړ.

.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست یو شمیر نوماندانو د ټاکنو د وروستیو پایلو د منلو څخه انکار کړی او وروستۍ پایلې یې جعلې ګڼلي دي.

عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم، چې د ټاکنو په سیالۍ کې دوهم مقام ګټلی د کمیسیون د اعلان مخالفت کړی او د یو موازي ټولشموله حکومت د جوړیدو اعلان کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، چې په تیرو ټاکنو کې يې د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټیم ملاتړ کوه، د ښاغلي عبدالله د موازي حکومت د جوړیدو څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

د جمهوري ریاست دوو نورو نوماندانو ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل هم د ټاکنو وروستیو پایلو له منلو انکار کړی، خو د ښاغلي عبدالله د موازي حکومت د جوړیدو له پریکړې یې ملاتړ نه دی کړی.