کابل دریو اونیو لپاره قرنطین شو

د ښارنړیواله ورځ او د کابل تاریخی ودانی.ښارونه د انسان د ژوند او وخت تیرولو ځایونه وي نو له همدې امله باید له هره پلوه ښارونه ښایسته وي په ځانګړي ډول د یوه ښار هوا هر کال د ککړې هوا له کبله په ټوله نړۍ کې زرګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او ځینې يې په تنفسي ناروغي ککړيږي

دجمهور ریس محمد اشرف غني لومړي مرستیال چې د کابل امنیت ورته وسپارل شو ویلي د ښاري تنظم په برخه کې هم خپل ټینګار کړی هغه ویلي هغه کسان به جریمه کړي چې تر ټاکلو پوړونو لوړې ودانۍ يې جوړي کړی هغه دا کار د ښاري ستونزو او د بې نظمي د له منځه وړلو په خاطر وکړښايي کابل د ککړې هوا تر څنګ هغه ښار وي چې پکښي ښاري بې نظمي ډیره او خپل سرې ودانۍ پکښي په غیري معیاري توګه جوړي شوېکابل ښار چې له بې نظمۍ سره سره ککړه هوا هم لري او خلکو يې په سمیدلو کې هيڅ ونډ هم نه ده اخیستې د کرونا ناروغي له رامنځ او قرنظین را په دې خوا یې هوا  خورا ښه شوه خو اوس چې دې ښار کې قرنطین له منځه تللی

یوځل بیا خلکو او فاریکو په کار پیل کړی د دې ښار هوا یو ځل بیاککړه سوې تراوسه پوري د کابل ښار د هوا د بیا ښه کیدلو لپاره اقدام نه دی اخیستل شوی او داسې اندېښنې دي چې ککړه هوا به یو شمېر تنفسي ناروغۍ رامنځ ته او د کرونا دویمې څپې راتګ ته به ښه لاره هوارهښارونه د انسانانو د ژوند او وخت تیرولو ځایونه دي نو له همدې امله باید له هره پلوه ښارونه پاک وي خصوصا د یوه ښار هوا هر کال د ککړې هوا له کبله په ټوله نړۍ کې زرګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او ځینې يې په تنفسي ناروغي اخته کیږيشپږکاله وړاندې د ملګرو ملتونو له لوري د اکتوبر ۳۱ د ښارونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ونومول شو،

افغانستان کې هومره چې لازمه  ده ښارونو ته کار نه دی سوی خو د افغانستان د ښارجوړولو او ځمکو وزارت خبر ورکوي چې د پلان له مخې په راتلوونکي کې غواړي د افغانستان په دریو ولایتونو ښارګوټي جوړ کړي دیادونی وړ ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال چې د کابل امنیت ورته وسپارل سو ویلي د ښاري تنظم په برخه کې هم خپل ټینګار کړی هغه ویلي هغه کسان به جریمه کړي چې تر ټاکلو پوړونو لوړې ودانۍ يې جوړي کړی هغه دا کار د ښاري ستونزو او د بې نظمي د له منځه وړلو په خاطر وکړښايي کابل د ککړې هوا تر څنګ هغه ښار وي چې پکښي ښاري بې نظمي ډیره او خپل سرې ودانۍ پکښي په غیري معیاري توګه جوړي سوې

زمونږ د هېواد پلازمینې کابل ښار چې له بې نظمۍ سره سره ککړه هوا هم لري او خلکو يې په سمیدلو کې هيڅ ونډ هم نه ده اخیستې د کرونا ناروغي له رامنځ او قرنظین را په دې خوا یې هوا  خورا ښه سوه خو اوس چې دې ښار کې قرنطین له منځه تللی او یوځل بیا خلکو او فاریکو په کار پیل کړی د دې ښار هوا یو ځل بیاککړه سوې تراوسه پوري د کابل ښار د هوا د بیا ښه کیدلو لپاره اقدام نه دی اخیستل سوی او داسې اندېښنې دي چې ککړه هوا به یو شمېر تنفسي ناروغۍ رامنځ ته او د کرونا دویمې څپې راتګ ته به ښه لاره جوړه ده

نن دکباب نړیواله ورځ ده

نن دکباب نړیواله ورځ ده،کباب چې په ټوله نړۍ کې د مشهورو خوړو څخه دي او ټولې نړۍ کې تر ټولو ډېړ خوړلو واله خوراک دۍ دغه خوراک په افغانستان کې ډېر خوړل کيږي ا افغانان ېې په پښولو کې خورا زیات مهارت لري،

د یو این پخوانی سر منشي کوفي عنان د کباب په اړه وایي: “تر څو چې کباب ته لاسرسی اسانه نه شي، هیڅ ډول سوله به ټینګه نه شي” زمونږ مملکت افغانستان کې مختلف قومونه پراته دي او د خوراکونه یې د خوند، رنګ او بوی له کبله په نړیواله کجه شهرت لري د افغانستان په بیلابیلو ځایونو کې کولای شو ځانګړي او خوندور خواړه اوخورې . افغاني خواړه نه یوازې افغانانو ته خوندور دي، بلکېپه ټونې دنیا کې ستایل کيږي،

افغانستان کې مختلف ډولونه خواړه پیدا کيږي ، خو کباب ډېر مینه وال لري او د افغانستان تر څنګ په نږدې ګاونډیو، اسیایي، اروپایي، امریکایي او افریقایي هېوادونو کې هم ګڼ شمېر شوقیان پیدا کيږي، اوغواړي له خوړلو یې خوند واخلي.د کباب د نړیوالې ورځې په مناسبت ځینې سرچینې د چنګاښ ۲۲ او ځینې نورې لکه ګوګل او نړیوالې مشورې وېب پاڼې د چنګاښ ۲۴ نېټه د دې خوراک نړیواله ورځ یادوي.

کباب د منځني ختیځ په ځانګړې توګه د افغانستان، ایران، قفقاز او ترکیه کې ډېر مینه وال لري. د کباب په جوړولو کې له د غوایي، خوسکي، پسه، چرګ او نورو حلالو حېوانانو له غوښېاستفاده کيږي او په مختلفو ډولونو پخېږي. د دې تر څنګ د کباب غوښه معمولا مسالو، پیاز او سبزیو سره په ګډه پخيږي،

بلخوا بیا د کباب د پخولو لپاره غوښه د سکروټو یا اور له پاسه ایښودل کېږي او په همدې توګه خوندور او عطرین بوی خپروي ، چې د کباب خوند ورسره زیاتېږي. کباب په ځانګړې توګه یو فوق العاده غذا ده، چې د غوښه خوړونکو له خوا په زیاته کچه پخيږي،

نن دکباب نړیواله ورځ ده
نن دکباب نړیواله ورځ ده

کباب څو قسمونه لري،خو په افغانستان کې چپلي کباب، سیخ کباب، چوپان کباب، نرګس کباب، دیګي کباب، شامي کباب، تکه کباب، چرګ کباب، کوفته کباب او نور چې د هېواد په لیرو پرتو سیمو کې په خوندوره بڼه پخېږي. د هرې سیمې کباب جلا خوند، رنګ او بوی لري.د یادونې وړ ده چې افغانستان کې بیا په ځانګړي ډول شینواري کباب هم پلورل کيږي او مختلف سیمو کې د دغه کباب کړايي جوړيږي په کابل کې د شهرنو سیمه کې ډېر مشهور دي او دلته کثره شینواري کباب واله ډېر مېشت دي او پخوي ېېاو خلک ېې خوښوي هم دغه ځاۍ د ورځې په حيساب په پراخه کچه پلورل کيږي،

د پښتو نړیواله ورځ مو مبارک شه

د پښتو ژبې د نړیوالې ورځې بنسټ څو کاله مخکې په کابل کې کیښودل شو او موخه یې دا وه ترڅو د پښتو ژبې د ودې لپاره کار وشي، ددې ژبې پر وړاندې د بې عدالتيو مخه ونیول شي او په ملي او نړیواله کچه مطرح شي.

د یو هېواد وقار او ملي هویت د سترو ارزښتونو څخه یو هم د هغه هېواد ژبه ده چې د هغې په وسیله نورو ته خپل کلتور او فرهنګ ورپېژنو. د افغانستان د رسمي او لرغونو ژبو څخه د یوې خوږې او پرتمینې ژبې پښتو ورځ ده.

زه هم په خپل وار د پښتو ژبې د ورځې دنمانځلو په پار د افغانستان ټولو درنو هېوادوالو ته او په ځانګړې توګه د دې سترې ژبې ویونکیو ته هغه که د نړۍ په هر ګوټ کې وي مبارکي وایو. پښتو یوازې ژبه نه بلکې یو فرهنګ, دود او د ارزښتونو ستره تګلاره هم ده.

په داسې حال کې چې د ګران هېواد ټولو ژبو ته ځانګړی درناوی لري یوه یادونه کوو هغه داچې د افغانستان لرغونی تاریخ او د پښتو او دري دوه رسمي او ملي ژبې یو بل سره دومره ژورې او نه بېلېدونکي جرړې او ریښې دومره تاریخي دي چې په هېواد کې مېشت قومونه یي یو بل سره د ملي یوالي په تار کلک تړلي دي او ګران هېواد افغانستان یي یو موټی او غښتلی ساتلی دی.

پنځه کاله مخکې د پښتو ژبه په افغانستان کې له هر ډول محکومیت سره مخ وه، خو اوس یې چې هرکال د دې ژبې ورځ لمانځل کیږي، خلکو ته دا جرأت ورکړل شوی، چې په خپله ژبه خبرې وکړي، ویې لیکي او پالنه یې وکړي.

په پای کې دومره وایو چې مونږ افغانان باید یو بل ته د مینې, عاطفې, ورورۍ او متقابل احترام په روحیه لاسونه ورکړو او د د یو اباد او پرمختللي افغانستان لپاره ګډ کار وکړو.

د یادونې وړده دغه ورځ اوس نه یواځې په کابل بلکې، په خیبرپښتونخوا، هند او د نړۍ په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم لمانځل کیږي. او سخ کال د اغغانستان په شمول د پښتنو سیمو کې ونه لمانڅل شوه دا هم باید یاده کړو چې د کرونا له امله د پښتو ورځ په سوشل ميډیا کې پا انلاین بڼه په درز ولمانځل شوه.