د هند دولت افغان سکهان هند ته راغواړي

د هند دولت افغان سکهان هند ته راغواړي د انډیا پریکړه کړې چې افغان سېکهان او هندوان خپل هېواد ته راوغواړي، اوهلتع ورته د اوسېدو زمینه برابره کړي ترڅو دغه هېواد کې د دويي ژوند په امن کې وي

د ملکري هېواد هند دولت دا پرېکړې دې لپاره هم کړې، چې دغه مذهبي لږکۍ په افغانستان کې د پاکستان د ملاتړو ترهګرو له لوري پازابيږي ،حملې پرې کېږي اوژوند ورڅخه اخیستل کيږي، اوس د هند حکومت غواړي چې ٧ سوه افغان سېکهانو او هندوانو ته د هند ایمې ویزې ورکړي او هند ته یې وغواړي.د هند رسنیو هم په دې اړه راپورونه ورکړي، چې دولت یې د افغان سېکهانو او هندوانو ته د هند د دایمي ویزو د ورکړې لپاره ټول پړاوونه چمتو کړي او ډېر ژر به دويي هند ته وغواړي،

په هېواد کې د نورو افغانانو سره سره د افغان سېکهانو، هندوان او مذهبي لږکیو ژوند په خطر کې دی ، چې څو ځل پر دې مذهبي لږکیو هم بریدونه شوي او وژل شوي دي.دې خبرې ته په کتو سره هند غواړي چې هندي سکهان له افغانستان هند ته انتقال مړي او هلته ورته د ژوند زمینه برابره کړي ترڅو دويي وکولۍ شي خپل عبادتونه او ژوند په ارامه فضا کې وکړي،

دغه هېواد له دې وړاندې هم افغان سېکهانو او هندوانو ته هند ته د ورتګ او هلته د تابعیت د ورکولو خبره کړې وه، چې یو شمېر هندوان او سېکان اوس هند او نورو هېوادونو کې ژوند کوي او له دوی پاتې سېکهانو او هندوانو ته د هند حکومت هند ته د ورتګ بلنه ورکړې.

د هېواد سېکهان او هندوان، چې ډېر په ننګرهار، پکتیا، خوست او نورو ولایتونو کې یې له کلونو کلونو راهیسې ژوند کولو، د نورو هېوادوالو له لوري ځورول کېدل، ځمکې یې غصب شوې او ملکیت ترې واخیستل شو، په وروستیو کې د هېواد د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره هم چې دا مذهبي لږکۍ ټارګېټ او ووژل شول، د دوی له منځه زرګونه سېکهان او هندوان له افغانستان ووتل او په بېلابېلو اسیایي او اروپایي هېوادونو کې یې پناه واخیسته.

په پلازمینه کابل او ننګرهار کې د افغان سېکهانو او هندوانو پر عبادت ځایونو حملې وشوې ، چې د سر مشران یې په کې د لاسه ورکړل او له دې کبله اړ شول چې افغانستان پرېږدي او د خپل سر د خوندي کولو لپاره په نورو هېوادونو کې پناه واخلي.یو شمېر داسې هندوان او سېکهان هم شته چې  وایي، که هر څه کیږي خو افغانستان نه پرېږدي، دوی تر بل هر وخت او هر چا افغانستان ته ژمن دي، افغانستان پردی نه ګڼي او وایي، چې خپل هېواد افغانستان به په هېڅ صورت نه پریږدي.

بازې افغان سېکهان او هندوان چې په نورو هېوادونو کې اوسیږي، اوس هم هیله لري، چې افغانستان ته سوله راشي او بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي، دوی وایي که په بل هېواد کې په امن کې دي خو بیا هم افغانستان پسې ځوریږي او د هېواد د لېرې والي درد نه شي زغملی.

له کرونا ویروس له امله په نړۍ کې د مړو شمېر ۴لکه ۳۹ ته ورسېد

له کرونا ویروس له امله په نړۍ کې د مړو شمېر۴۲۳۰۰۰ ته او په امریکا کې دغه تعداد ۱۱۴۴۴۶ ته ورسید.د امریکې جانزهاپکنزپوهنتون د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس د مریضانو شمیر ۷۵۸۹۸۳۸ دی.

انډیا کې د جمعې په ورځ د کرونا وایرس ۱۱۰۰۰نوي پېښې ثبت شوې چې په ملک کې په ۲۴ ګنټو کې د ناروغۍ تر ټولو زیاته شمېره ده.پاکستان د جمعې په ورځ ۶۳۹۷ پېښې ثبت کړې او متخصیصین وايي په هېړادکې ویروس د تېرې میاشت راهسې خپور شوی کله چې د پاکستان صراعظم عمران خان په هېواد کې ویروس د مخنیوي په خاطر لاک ډاون لېرې کړ.په هندوستان کې د کرونا نوي پېښې په داسې حال کې رپورټ شوي دي چې په ملک کې دوکانونه، مالونه، کارخانې او د عبادت ځایونه د دوو میاشتو د بند وروسته بیا پرانیستل شوي دي خو د زیات خطر په ځایونو کې بندیزونه پرځای دي.

د کرونا ناروغۍ د تازه پېښو وروسته انډیا د نړۍ څلورم هېواد شو چې د ناروغۍ زیاتې شمېرې لري. دا وخت په امریکا تر ټولو زیات د کرونا ویروس پېښې لري، ورپسې برازیل او بیا روس دی.د امریکې د جانز هاپکنزپوهنټون د راپور له مخې هندوستان کې د کرونا ویروس مجموعې شمېرې ۲۹۷۵۳۵ دي او په نړیواله کچه دغهشمېر اووه اشاره پنځه مېلین ته رسېدلی دی.د امریکې د کرونا ویروس شمېر د دوه مېلین نه زیات دی. په برازیل کې ۸۰۰۰۰۰ او روس کې ۵۱۰۰۰۰ دی.امريکا د کرونا وایرس د دنیا تر ټولو زیات مرګونه لري چې تعداد یې ۱۱۳۸۰۰ دی. په نړیواله کچه دغه شمېر ۴۲۲۰۰۰ دی.

او یو امریکنۍ کمپنۍ ویلي اینده میاشت به په پراخه کچه د کرونا وایرس د ممکنه وېکسین ازموینې شروع کړي. موډرنه نومې کمپني د امریکې د نېشنل انسټېټیوټس اف هېلت سره په شریکه په دغه وېکسین کار کوي. کمپني وايي په ۳۰۰۰۰ رضاکارانو په ازموینې شروع کوي د صحت نړیوالې ادارې د اندازو تر مخه دا مهال لاتیني امریکا د کرونا وبا نوی مرکز ګرځیدلی چرې چې په نژدیو ورځو کې د کرونا اغیزمنو شمیره د یو میلین یا لس لکو نه سېوا او مرګونه د ۷۰ زرو نه زیات شوي.

بلخوا په لاتیني‌ امریکا کې بیا ټولو زیات اغیزمن هیواد برازیل دی چې د مرګونو او ناروغانو په حساب په امریکا پسې په دویم نمبر دی. د برازیل وروسته پیرو کې د اغیزمنو خلکو شمیره د دوه لکه نه زیاته شوې. چلي بیا په دریم نمبر او میکسیکو په څلورم نمبر دی.‌

د متحده ایالاتو جان هاپکنیز پوهنتون په ویب پاڼه خپرو شوو شمیرو تر مخه برون د سهر پورې په امریکا کې د کرونا ناروغانو شمیره شل لکه ۴۶۴ ته ورسیدله او د یاد وایرسه ۱ لک ۱۲ زره او ۹۲۴ تنه مړه شوي دي.د کرونا ناروغۍ له امله دمرګونو او ناروغانو په حساب امریکا په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیاته په دغه هېواد کې خپره شوې ده.‌

د امریکا په کېلیفورنیا سټیټ کې بیا د کرونا ویروس زیاتیدونکې شمیرو دروغتیا ځايي چارواکي په دې مجبوره کړل چې دغلته هرکال د اکتوبر په میاشت کې کیدونکي دوه مشهورې ځايي د موسیقۍ میله یا دستور وځنډوي. دغه دواړه دستورې په شورو کې د اپریل په میاشت کې اعلان شوې وې خو بیا د کرونا وبا خوریدو وروسته دغه دواړه د اکتوبر میاشتې پورې ځنډول شوې وې.‌

دنورې نړۍ ترڅنګ افغانستان کې هم د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ورځ تربله زیاتيږي د کابل په شمول ولایاتو کې هم دغه ویروس لا هم خپريږي اوسمهال په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو شمېر د ۲۰ زرو نه زیات شوۍ دۍ بل خوا د روغتیا وزارت وايي چې د کرونا ویروس د مخنيوي لپاره ورسره فنډ ختم شوۍ دۍ،

د هندي فلمونو ستوري سوشانت ولې ځان وژنه وکړه؟

د انډیا فلمونو یو مشهور ستوری سوشانت سېنګ راجپوت، په ممبی کې په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. د ممبی ښار پولیس وایي، داسې ښکاري چې ۳۴ کلن سوشانت ځان وژنه کړې ده. دويي وايي چې کله چې د فامیل غړي ېې کور ته ننوتل نو سوشانت مړ وو،

دغه ستورۍ په تلویزیوني خپرونو او فلمونو کې ډېر مشهور و، خو د شهرت لوی لامل یې د (اېم اېس دهوني: ناویلې کیسه) په نامه هغه فلم و چې ده پکې د هند د کرېکټ اتل مهېندر سېنګ دهوني رول ادا کوۍ وو.د دغه هیواد لومړي وزیر نرېندرا مودي سوشانت ته خپل درناوی وړاندې کړی او هغه یې یو داسې تکړه ځوان ممثل بللی چې دېر ژر ېې خپل ژوند له لاسه ورکړ،

نوموړۍ د هند په ختیځ بیهار ایالت کې پیدا شوۍ وو او د فلمونو او نڅا د شوق لپاره یې د انجینرۍ پوهنځي ېې تکمیل نکړ،په بالیووډ سینما کې د نوموړي لومړی رول په ۲۰۱۳ کال کې د (کای پوچې) په نامه فلم کې و، چې د برلېن فلمونو په فیستیوال کې د نوموړي سخته ستاینه وشوه،هغه هند کې د دې نه بغیر هم ډېرو فلمونو کې کار کوۍ دۍ او په فلمونو کې ستتایل شوۍ هم دۍ،

د هغه اخيري فلم د (چیچورې) په نوم و چې پروسکال نندراې ته وړاندې شو. د دې فلم ډایرکټر نیتېش تیواري ویلي، همدا تېره اوونۍ یې سوشانت سره خبرې کړې وې.سوشانت د جون میاشتې پر ۳مه نېټه پر انسټګرام، چېرې چې ده تر لس میلیونو ډېر مینه وال درلود، په خپل وروستي پوسټ کې د خپلې مور یو عکس هم خپور کړی وو

نوموړي دغه عکس سره ډسکريپشن کې لیکلي و”له اوښکو د مخکينۍ تت انځور راپورته کېږي”. د نوموړي مور په ۲۰۰۲ کال کې هغه مهال مړه شوې وه چې دی لا زلمی و.د سوشانت پخوانۍ منجره، ۲۸ کلنه دیشان سالیان هم تېره اوونۍ په ممبی کې د یوې ودانۍ له څوارلس پوړه لاندې ولوېده او خپل ژوند ېېله لاسه ورکړ،

د دیشان له مړینې وروسته سوشانت د هغې په اړه پوسټ کړۍ وو”سخت ځوروونکی خبر دی. زما خواخوږي د دیشان له کورنۍ او ملګرو سره ده. ستا روح دې په ارام وي”. نووموړۍ سخت پرې خفه وو او د پوسټ نه ېې معلومېدل چې نوموړي د دیشان سره سخته مينه لرله او د خه ملګرې او همکاره ېې هم وه،

د نړۍ په لر او بر کې د بالیووډ سیمنا مینه وال به په داسې حال کې د سوشانت راجپوت په مړینه ویر کوي چې همدا تېره اپرېل میاشت کې د ریشي کپور او عرفان خان په څېر دوه لوی هنرمندان هم مړه شول.

د یاونې وړ ده چې د سوشانت په څير ډېرو هنر مندانو او عامو خلکو هم ځان وژنه کوې بازې خلک د دې لاملونه فقر او غربت بولي او بازې دغه رنګې ځان وژنه د مینې له امله هم کوي مطلب چې بو کس چاسره مینه لري او هغه ورسسره واده ونکړي بیا ځان وژني ډېرۍ دغسې پېښې په افغانستان کې هم پېښ شوي دي،

زرين خان: د نيا د ژونده پورې مو کور کې پښتو ویله، ځما د څو ټکي ياد دي

د انډیا سينما مشهوره پښتنه هنرمنده زرين خان ویلي چې غواړم چې یو ځل وطن سوات ته لاړه شم او د خپلو او خپل پلارنۍ وطن ه نږدې څخه وګوري.نوموړېپه یو مرکه کې پخوانۍ خبرې کړې دي او د خپل پلار او نیکه د وطن ته د تلو په اړه ېې خپله د شوق اظهار کړۍ دۍ.

هغه وايي، کله چې يې نيا ژوندۍ وه، نو په کور کې به يې پښتو هم ویله.خو په وېنا يې، چې اوس د هغې يوازې د پښتو څو ټکي ېې زده دي.د هندي سينما نوموتې هنرمنده زرين خان په خپله يوه مرکه کې وايي، چې د هغې نيکه د سوات په سيمه کې زېږېدلى و او د هند تر وېش مخکې هغه هند ته راغلى و.

زرین وايي، نيکه به مې راته د سوات په اړه ډېرې کيسې کولې، پخواني عکسونه يې هم راته ښودل، سوات مې په عکسونو کې ليدلى دى، ډېر ښايسته دى، خو اوس حالات داسې نه دي چې زه يې ليدو ته لاړه شم.او انشالله که فرطت پیدا شو یو ځل به خامخا سوات ته زم ځکه سوات ډېر ښایسته ځاۍ دۍ او ښکلې منظرې لري د نړۍ په سطح مشهور او د سیل ځاۍ دۍ.

زرين خان وايي، د تګ په اړه وویل که چېرته د پاکستان او هند ترمنځ اړيکې ښې شوې، نو هغه غواړي چې د خپل نيکه وطن سوات ته لاړه شي او دغه سيمه له نږدې څخه وګوري.ترڅو ېې زړه ازاده شي او خپل اصلي ځاۍ په اړه سم معلومات ترلاسه کړي نوموړې پښتنه ده او د نیکونو ځاۍ ېې سوات دۍ. خو د سوات په اړه پوره معلومات نه لري.

هغه وايي، چې زموږ مورنۍ ژبه پښتو ژوندۍ ساتل ډېر مهم دي، خو زما يوازې څو لفظونه ياد دي. نوموړې وايي، چې زما نيا چې کله ژوندۍ وه نو په کور کې به مو پښتو ژبه ويل کېده، زموږ مشرانو به په خپل منځ کې په پښتو خبرې کولې، خو زما نه ده زده.

د یادونې وړ ده چې زرین خان په هند کې یوه پښتنه هنرمنده ده او نیکه ېې د سوات څخه هند ته تللۍ وو د هغې نیکه ډېر پخوا نه په هند کې مېشت دۍ او هلته اوس ورته نیشنلټي هم ورکړل شوې ده د زرین خان په خپله په سمه توګه خبرې نشي کولي خو د نوموړې په وینا کله پورې چې ېې نیا ژوندۍ وه کور کې به ېې پښتو ویله خو اوسمهال ډېر کم کم په پښتو پوهيږي.

نوموړې هند کې په ګڼړ شمېر فلمونو کې هم کاز کړۍ دۍ او لا هم بوخته ده چې فلمونه کې نور هم ونډه واخلي.ویل کيږي چې نوموړې با استعداده او تعلیم یافته ځوانه هنر منده ده نوموړې د نورو مطروفیتونو ترڅنګ کرکټ سره هم علاقه لري او هر کال د اي پي ایل سیاليوته د کتلو لپاره ګزاونډ ته زي او لایف ېې ګوري.

راشد خان او يوژيندرا چاهل د هند او افغانستان په يو ځاۍ ټیم جوړ کړۍ دۍ

دهند او افغانستان مشهور بالرانو راشد خان او يوژيندرا چاهل په انسټاګرام باندې سره انلاین شوي وو، چې دواړو په مختلفو موضوعاتو خبرې کړې وې.او ډېرو نورو خلکو هم دغه ،یډيو کال ویو کړۍ وو یعنې کتلۍ ېې وو او انجواۍ کړۍ ېې وو.

دغو دواړو لوبغاړو د کنطین پر مهال د خپل ژوند او نورو ډېرو چارو په اړه وغږېدل. همدا راز د دې خبرو پر مهال راشد خان او يوژيندرا چاهل د خپلې خوښې د افغانستان او هند ګډه يوولس کسيزه لوبډله هم جوړه کړه د هند او افغانستان لوبډلو د پخوا نه هم خه تعلق لري.او د یو بل سره انډیوالي هم لري.

راشد خان او يوژيندرا چاهل په دې لوبډله، کې چې د هند او افغانستان لوبغاړي پکې انتخاب شوي دي، ٨ لوبغاړي د هند او ٤ لوبغاړي د افغانستان انتخاب کړي دي. په دې لوبډله کې روهيت شرما، شيکر دهون، ويراټ کوهلي، رحمت شاه، کى ايل راهول، مهيندرا سينګ دهوني، هاردک پانډيا\محمد نبي، راشد خان، جسپريت بومرا، محمد شامي او مجيب الرحمان نومونه شامل دي

افغانستان لخوا نه  د توپ اچونکو په برخه کې يوازې رحمت شاه غوره شوى دى، چې نوموړى په څلورم نمبر کې انتخاب شوى دى، هغه د افغانستان يو له تخنيکي توپوهونکو څخه دى.

همدا راز راشد خان په خپله او مجيب الرحمان توپ اچونکي دي او محمد نبي بيا الراونډر دى، خو محمد نبي او هارديک پانډيا دواړه په يوه ځاى انتخاب شوي دي. په دې لوبډله کې روهيت شرما او شيکر دهون د پيليز توپوهونکو په توګه انتخاب شوي دي او مهيندرا سينګ دهوني هم د ويکټ ساتونکي په توګه انتخاب شوى دى.

د افغانستان اودهند د کدکټ د پخوا نه وو او دي هنندي سوداګر د انډین پریمیر لیګ لپاره اکثره راشد خان او نور لوبغاړي هر کال اخلي او لوبوي ېې پکې راشد خان په هند کې ډېر فینز لري او راشد خان هم هندیانو سره مینه لري.او هند ته تګ راتګ کوي هند ته. او هلته د کرکټ تر څنګ نور ساحبي سفر هم کوي.

د یادونې وړ ه چې هند د افغانستان د کرکټ نه علاوه خه دوست هیواد دۍ افغانان هر کال چکر ته زي او هلته خپل سات تیري هم کوي دا هم باید یاده کړو ګڼ شمېر افغانان دغه هیواد د نورو کارونو تر څنګ درملیې لپاره هم زي او هلته ېې خه درملنه  کيږي ډېرۍ هیوادوال هند کې د ډاکټران په دوا صحت مومي او بیا علدي ژوند کوي د هند ډاکټران په نړۍ کژ مشهوراو نامتو ډاکټران یاديږي

د هندوستان سينما مشهورهنرمند اميتاب بچن ویلي، چې ګرځبندېز هغه څه رازده کړل، چې د ژوند په تېرو ٧٨کلونو کې ېې نه دي زده کړي. له دغه وخت نه ډیره زیاته فایده واخی هغه زیاته کړه چې هر هغه څه مې زده کړل چې تر اوسه مې په ژوند کې نه وو زده کړي.

د ټولنيزو رسنيو په انسټاګرام اميتاب بچن خپل دوه عکسونه خپاره کړي دي، چې يو عکس يې د ځوانۍ دى او بل عکس يې تازه د اوسني وخت دى. له دې عکس سره نوموړي ليکلي دي، چې دې ګرځبندېز زه د زده کړې او پوهې قابل کړم، هغه څه چې ٧٨ کلونه يې زه له زده کړې او پوهې څخه بې برخې وم.


اميتاب بچن په خپل پوسټ کې ليکلي دي، د ګرځبندېز پر مهال د نويو شيانو د زده کولو پايله دا راوتلې ده چې زه اوس رښتياو ته مخامخ کېدى شم او په اسانۍ سره رښتيا ويلى شم. له دې مخکې اميتاب بچن خپل دوه نور عکسونه هم خپاره کړي و، چې يو عکس يې د ٤٤ کاله پخوا جوړ شوي فلم (کبهي کبهي) او بل عکس يې د اوسني فلم (ګلابو سيتابو) و.


له دې عکسونو سره نوموړي د خپل پخواني وخت يادونه ليکلي و او ويلي يې و چې يو عکس يې ٤٤ کاله پخوانى دى چې هغه مهال يې په سرينګر کې د خپل فلم (کبهي کبهي) د (کبهي کبهي ميرى دل مين خيال اتا هى) سندرې ثبت کاوه او دويم عکس يې د نوي فلم (ګلابو سيتابو) دى، چې د (بن کى مداري کا بندر) د سندرې د ثبت پر مهال اخيستل شوى دى.

نوموړي همدا راز د ياد پوسټ په پاى کې ليکلي و: ((څه و او څه يې رانه جوړ کړل.))

د یادونې وړ ده چې کرونا ویروس بو وبايي ناروغي ده او ډیر ژر نورو خلکو ته انتقاليږي نو مونږ ټول هیوادوال باید د نورو خلکو لپاره او څان د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره کوشش وکړو او ډیر تګ راتګ نه ډډه وکړو لاسونه پرمينځو او یو بل سره فاصله وساتو

دا هم باید یاده کړو چې لکه څنګه چژ امیتاب بچن د دغې الک ډاون یا ګرځنبندیز نه فایده واخیسته باید ټول هیوادوال هیوادوال دغه وخت نه فایده واخلي هیوادوال کولۍ شي چې ورزش وکړي په فارغ وخت کې مطالعه وکړی او یا هم انلاین زدکړو نه ګټه پورته کړي.

IPLد کورونا ويروس په ويره کې دى

د کرونا ويروس په ويره کې دى او لا هم په دغه ليګ کې لوبېدونکو نړيوالو لوبغاړو ته د وېزو بندوبست نه دى شوى، تر څو هند ته راشي. د هند کرکټ بورډ يا BCCI مسوولينو ټول نړيوال لوبغاړي په تمه کړي دي، خو لا هم هېڅ معلومات نشته چې په دغه ليګ کې لوبېدونکو نړيوالو لوبغاړو ته به وېزې څه وخت برابرې کړي.

د کورونا ويروس چې د چين له ووهان ښار څخه خپور شوى دى، د نړۍ تر ډېرو هېوادونو ته رسېدلى دى او تر ١٢٠ زره ډېر کسان په دغه ويروس باندې اخته شوي دي او د روغتيا نړيوال سازمان کورونا ويروس يوه نړيواله وبا اعلان کړې ده. همدا راز په هند کې هم په کورونا ويروس ٦٠ کسان اخته دي او له دې امله د هند حکومت هم د وېزو په ورکړه کې بندېز لګولى دى.

د هند کرکټ بورډ وايي، چې دوى به ژر له حکومت سره يوه ناسته وکړي او د اى پي ايل په اړه به ورسره يوې پرېکړې ته ورسېږي.

همدا راز د هند کرکټ بورډ دوه ورځې وروسته د مارچ په ١٤مه نېټه يوه ناسته کوي او په هغې کې به د اى پي ايل په اړه خبرې کوي چې څه وکړي.

تر دې مخکې د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي ويلي و، چې اى پي ايل به په هر حال کې کېږي او د کورونا ويروس ويره نشته دى، خو اوس ويره دا دى چې هسې نه د کرکټ له لارې د کورونا ويروس خپور شي.

ځکه په هند کې خلک د کرکټ سره ډېره زياته مينه لري او هر ډول لوبې چې ترسره کېږي، لوبغالي پکې له خلکو ډک وي، همدا لامل دى چې اوس داسې اوازې هم روانې دي چې ښايي اى پي ايل ترسره نه شي.

خو د هند کرکټ بورډ ځينو سرچينو نړيوالو رسنيو ته ويلي دي، چې ښايي دوى له خلکو هيله وکړي چې د لوبو پر مهال لوبغالو ته نه راځي او لوبې دې په خپلو کورونو کې په ټلويزيونونو وګوري.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل د روانې مياشتې په ٢٩مه نېټه په هند کې پيلېږي.