سات تيرينړیوال خبرونه

د هندي فلمونو ستوري سوشانت ولې ځان وژنه وکړه؟

د انډیا فلمونو یو مشهور ستوری سوشانت سېنګ راجپوت، په ممبی کې په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. د ممبی ښار پولیس وایي، داسې ښکاري چې ۳۴ کلن سوشانت ځان وژنه کړې ده. دويي وايي چې کله چې د فامیل غړي ېې کور ته ننوتل نو سوشانت مړ وو،

دغه ستورۍ په تلویزیوني خپرونو او فلمونو کې ډېر مشهور و، خو د شهرت لوی لامل یې د (اېم اېس دهوني: ناویلې کیسه) په نامه هغه فلم و چې ده پکې د هند د کرېکټ اتل مهېندر سېنګ دهوني رول ادا کوۍ وو.د دغه هیواد لومړي وزیر نرېندرا مودي سوشانت ته خپل درناوی وړاندې کړی او هغه یې یو داسې تکړه ځوان ممثل بللی چې دېر ژر ېې خپل ژوند له لاسه ورکړ،

نوموړۍ د هند په ختیځ بیهار ایالت کې پیدا شوۍ وو او د فلمونو او نڅا د شوق لپاره یې د انجینرۍ پوهنځي ېې تکمیل نکړ،په بالیووډ سینما کې د نوموړي لومړی رول په ۲۰۱۳ کال کې د (کای پوچې) په نامه فلم کې و، چې د برلېن فلمونو په فیستیوال کې د نوموړي سخته ستاینه وشوه،هغه هند کې د دې نه بغیر هم ډېرو فلمونو کې کار کوۍ دۍ او په فلمونو کې ستتایل شوۍ هم دۍ،

د هغه اخيري فلم د (چیچورې) په نوم و چې پروسکال نندراې ته وړاندې شو. د دې فلم ډایرکټر نیتېش تیواري ویلي، همدا تېره اوونۍ یې سوشانت سره خبرې کړې وې.سوشانت د جون میاشتې پر ۳مه نېټه پر انسټګرام، چېرې چې ده تر لس میلیونو ډېر مینه وال درلود، په خپل وروستي پوسټ کې د خپلې مور یو عکس هم خپور کړی وو

نوموړي دغه عکس سره ډسکريپشن کې لیکلي و”له اوښکو د مخکينۍ تت انځور راپورته کېږي”. د نوموړي مور په ۲۰۰۲ کال کې هغه مهال مړه شوې وه چې دی لا زلمی و.د سوشانت پخوانۍ منجره، ۲۸ کلنه دیشان سالیان هم تېره اوونۍ په ممبی کې د یوې ودانۍ له څوارلس پوړه لاندې ولوېده او خپل ژوند ېېله لاسه ورکړ،

د دیشان له مړینې وروسته سوشانت د هغې په اړه پوسټ کړۍ وو”سخت ځوروونکی خبر دی. زما خواخوږي د دیشان له کورنۍ او ملګرو سره ده. ستا روح دې په ارام وي”. نووموړۍ سخت پرې خفه وو او د پوسټ نه ېې معلومېدل چې نوموړي د دیشان سره سخته مينه لرله او د خه ملګرې او همکاره ېې هم وه،

د نړۍ په لر او بر کې د بالیووډ سیمنا مینه وال به په داسې حال کې د سوشانت راجپوت په مړینه ویر کوي چې همدا تېره اپرېل میاشت کې د ریشي کپور او عرفان خان په څېر دوه لوی هنرمندان هم مړه شول.

د یاونې وړ ده چې د سوشانت په څير ډېرو هنر مندانو او عامو خلکو هم ځان وژنه کوې بازې خلک د دې لاملونه فقر او غربت بولي او بازې دغه رنګې ځان وژنه د مینې له امله هم کوي مطلب چې بو کس چاسره مینه لري او هغه ورسسره واده ونکړي بیا ځان وژني ډېرۍ دغسې پېښې په افغانستان کې هم پېښ شوي دي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button