د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او میرمن یې ملانیا ټرمپ د کرونا ټیسټ مثبت دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د میرمن کرونا ټیسټ مثبت دی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې له وروستي معایناتو وروسته معلومه شوې دی او میرمن یې میلانیا په کږیډ۱۹ ناروغی اخته شوي دي.

ښاغأي ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه دا خبره کړې نن شپه زما او د لومړۍ میرمنې د کوویډ-۱۹ معاینه مثبته اووته موږ به تر وروستیو پایلو په سمدستي ډول په ګډه قرنطین او روغتیایي چارې په ځان عملي کړې .دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې یوه میاشت وروسته ولسمشریزې ټاکنې پېلیږي ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې، ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې د ټرمپ زیات عمر او ډیر وزن ممکن نوموړي ته له کرونا څخه د خلاصون په تداوۍ کې ستونزې او نور مشکلات پېخ کړي.

نوموړی اوسمهال ۷۴ کاله عمر لري د چینایي څیړنو له مخې هغه کسان چې عمرونه په ۷۰مو کلونو کې دي له کرونا ډیر مړه شوي دي.څه موده وړاندې د ټرمپ نږدې سلاکاره هوپ هېکس د کرونا معاینات مثبت وو او د نوموړي سره یې سفرونه کړي دي.ټرمپ زیاتوي، «د هوپ هېکس چې له کوچنۍ دمې اخیستلو پرته جدي کار کوي د کوویډ-۱۹ ټیسټ مثبت وه.

دولسمشر ټرمپ مشاوره د نوموړي سره په هغه سفر کې وه چې د خپل سیال جو بایدن سره یې تلویزوني مناظره درلوده او په ګډه یې اوهایو ښار ته سفر درلود، دغه راز په یوه ټاکنیز کمپاین کې هم له نوموړي سره نږدې ناسته وه.میرمن هېکس د ټرمپ د هغو کمو سلاکارانو په لیست کې ده چې له ټرمپ سره نږدې وي، غوښتنې یې منلی او د نوموړي نظر بدلولی شي.او کوي امکان شته د دغې سلاکارې له امله ورته کرونا ورغلي وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او میرمن یې ملانیا ټرمپ د کرونا ټیسټ مثبت دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او میرمن یې ملانیا ټرمپ د کرونا ټیسټ مثبت دی

ښاغلی ټرمپ د کرونا ویروس د سخت خپریدو پرمهال هم د احتیاطي پاملرونو په نه مراعاتولو په خپله څو څو واره د ماسک اچولو مخالفت کړی دی.خو اوس چې کرونا شو نو هر هغه کار عملي کوي کوم چې د کرونا ویروس مخنیوی کوي.اوسمهال امریکا لا هم په نړی کې اول نمبر باندې ډېرې مثبتې پېښې لري او هر ورځ پکې لسګونه کسان په کرونا اخته کیږي.

ولسمشر ډونلډټرمپ: عربستان به هم له عربي اماراتو سره د اسرايلو په تړون کې یوشي

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د فبرورۍ په ۲۵مه، وویل چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر به ۸۶۰۰ ته را کم کړي.

ټرمپ نن دا خبره  خبریالانو ته کړې ده هغه همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې یې ستایل شوې ديټرمپ نن ونه ویل چې څه وخت به د سرتېرو شمېر کموي. د امریکا حکومت او وسله وال طالبان د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه عملي کوي او نن یې څلورمه ورځ ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې که د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه ښه عملي شوه، د فبرورۍ په ۲۹مه به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي

د سولې تړون لاسلیک ته چمتودئ او یاد تړون به د امریکا ولسمشر لخوا لاسليک شياو او د لاسلیک وروسته به سمدست بین الافغاني مزاکرات شروع شي.

دیادونې وړ ده چې د لاسلیک مراسمو ته د مختلفو هېوادانو خارجه وزیران او نور استازی هم بلل شوۍ دوی به د شاهدان په ډول بادې غونډې کې ګډون کوي. 

له بلخوا یادې غونډې کې به د حکومت استازي ګډون نه کوي.

د سولې د هوکړې تر لاسلیک سره به بین الافغاني خبرې پېلېږي چې په هغه کې به د دایمي اروبند پر اعلان، د امریکايي سرتېرو د کمېدو او داسې نورو مهمو مسئلو په اړه پرېکړې کېږي.