کرونا او نړی

قطر ته دولتي تلونکي پلاوي ټېسټونه وشول د افغانستان د دولت لخوا طالبانو سره د افغان دولت دمذاکراتي ټیم ټولو غړو د قطر هیواد وېزې ولګېدې او د کرونا لپاره یې ټیسټونه هم وکړل،دويي به ډېر ژر قطر ته سفر وکړي،

یوې ميډیا ته ارګ ویلي چې دولتي پلاوی به د یوې چارټر الوتکې په وسیله قطر ته سفر وکړيسرچینه وايي‌چې د مذا کراتو دا لړۍ به تر ډېره بریده له ميډیا سره نه شریکیږي او لمړنۍ غونډه کې به د څارونکو په توګه د قطر هیواد استازي ګډون وکړي، ‌قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې د پیلیدو په درشل کې دي؛ خو د دغو خبرو رسنیز پوښښ د محدودولو هڅو د افغان خبریالانو او مدافع بنسټونو اندېښمن کړي دي

بازې خبریالان، چې د پوښښ لپاره قطر ته د تلو هوډ لري؛ دغه هېواد ویزه نه ورکوي.اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړي عین الدین بهادري ویلي، چې په قطر کې د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې د افغان خبریالانو ګډون باید اساسي شرط وي، چې وکولی شي د خبرو جزئیات خلکو سره شریک کړي،

ژورنالستانو ویلي؛ افغان طالبانو او امریکايي پلاوي هم په قطر کې شاوخوا یو کال د تړلیو دروازو تر شا خبرې وکړې او خبریالانو په ډېره سختۍ له دغو مجلسونو معلومات تر لاسه کول.عام افغان وګړي هم په دې باور دي، چې باید د افغانانو له خپلمنځي خبرې له عوامو سره شریکې شي او پوه شي، چې د افغانستان او خلکو برخلیک ټاکنه کوم پړاوونه وهي او پر کوم لوري مخې ته زي،

دميډیا ملاتړي بنسټونه وايي؛ که څه هم له افغان دولت سره توافق ته رسیدلي، چې د خبرو او غونډو جزئیات به رسنیو ته وړاندې کبږي؛ خو حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي چې دغه خبره به څومره پورې عملي شي اوس وخت کې دولت باید په دې اړه جدي پرېکړه وکړي او دا موضوع عملي او حل کړي،

خبریال ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تر اوسه د دافغان حکومت د سولي‌ په مذاکراتي ټیم کې چې مشري یې معصوم ستانکزی کوي‌کوم بدلون نه دی راوستۍ ، البته ارګ هڅه کوي‌چې د خبرو پړاو ته یو شمیر ښځینه افغانان هم ور معریفي کړي،د ې سره به افغان مېرمنو اندېښنې هم ختمې شي او دا به نه وايي چې زمنږ حقوق پکې ندي خوندي شوي،

قطر ته دولتي تلونکي پلاوي ټېسټونه وشول
قطر ته دولتي تلونکي پلاوي ټېسټونه وشول

خو بلخوا بیا د طالبانو ځینو سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي چې ددوی مذاکراتي‌ټیم ته تازه دوه کسان نور وراضافه شوي‌ چې طالب قوماندانان دي‌ او تر اوسه لا هم په کوټه کې دي.دويي وايي چې زموند ټیم هم تیار دۍ دوي دوه ورځې وړاندې ویلي وو چې مونږ د طالب بندیانو د خوشې کېدو هرکلۍ کوو او افغان دولت سره خبرو ته چمتو یو چې دې خبرې سره ډېر افغانان د سولې لپاره هیله مند شوي دي،

ولسمشر ډونلډټرمپ: عربستان به هم له عربي اماراتو سره د اسرايلو په تړون کې یوشي

کرونا وېروس د نړۍ ګډګډ ته رسېدلۍ دۍ او د عام وګړو تر څنګ د ډېرو هېوادونو اعلۍ چارواکي هم پرې اخته شوي دي. د ډېرو هېوادونو ګڼ شمېر وزيران د پارلمان غړي او داسې نو دولتي چارواکې پرې اخته شوي دي. په همدې لړ کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هره ورځ ټطسټ کوي .

نوموړۍ ويروس دومره ويرولى دى چې اوس هره ورځ ځان معاينه کوي. د وايټ هاوس چارواکي وايي، چې اوس په اونۍ کې د يو ځل پر ځاى هره ورځ د کورونا ويروس لپاره معاينه کوي تر څو په دې څان پوه کړي چې کرونا وېروس خو به نه یي اخته شوۍ. د نړيوالې ميډیا  د راپورونو له مخې له دې وروسته به د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستيال مايک پېنس په اونۍ کې د يو ځل پر ځاى هره ورځ د کورونا ويروس لپاره معاينه کېږي.

په راپورونو کې ذکر شوي، چې دا کار وروسته له هغې کېږي، کله چې د ولسمشر ټرمپ يو ډېر لنډ نفر، چې هغه ته خواړه برابروي په کورونا ويروس اخته او ټېسټ يې مثبت راغى او له همدې له وجې هغه په څان ویریږي چې کرونا نه یي.او د کرونا ویروس ټېسټ یی مثبت نه وي. .

مايک پېنس د ولسمشر مرستيال دي  هم دا خبره تاييد کړې ده، چې له دې نه بعد به دى او ریس جمهور ټرمپ هره ورځ د کورونا ويروس لپاره کتل کېږي.کرونا ډېر اعلۍ چارواکي نيولي دي نو له همدې امله دوي کوشش کوي جې خلکو سره فاصله وساتي او نور احتیاتي تدابیر ونیسي تر څو د کرونا مخنیوۍ وشي. .

د ولسمشر ټرمپ نږدې هغه کس چې په کورونا ويروس اخته شوى دى، نوم يې نه دى ښودل شوى، خو ويل کېږي چې د امريکا د سمندري ځواکونو څخه دى چې د ولسمشر خدمت کوي.

دا چې د کرونا وېروس له امله په ډېرو هېوادونو کې یو شمېر اعلۍ چارواکي ورباندې اخته شوي په همدې لړکې د اقغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز په دې ناروغۍ اخته شوۍ دۍ. او اوسمهال په کور کې کرنتین شوۍ دۍ د روغتیا وزارت ویاند وايی اوسمهال د وزیر صیب صحت ډاډ وړ دۍ ږ د دې نه علاوه د کندهار والي حیات الله حیات هم په کرونا اخته شوۍ. .

د يادولو ده چې امريکا د کورونا ويروس له امله تر ټولو زياته اغېزه شوې ده، په ټوله نړۍ کې په کورونا ويروس څه کم ٤ ميليونه کسان اخته شوي دي، چې ١ ميليون او ٢٩٢ زره څخه زيات يې يوازې په امريکا کې دي د امریکا نه علاوه ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس خپور شوۍ دۍ او خلک یی اندطۍمن کړي دي .