د ابو ظهبي د سټیم سیل مرکز ډاکټران د کرونا ناروغۍ درملنه کوي

ابو ظهبي : د ابو ظهبي د سټیم سیل مرکز ډاکټرانو د کرونا ناروغۍ لپاره درملنه ایجاد کړۍ  درملنه د ابو ظبي سټیم سنټر لخوا په ریسرچ شوۍ او ایجا د کړې یی ده. د دغه درملنه د اقتصاد وزارت لخوا د سټیم سیل په کارولو سره کيږي ،دوي د کرونا ویروس د مریض د رملنه د حجرو له لارې کوي په دغې درملنې کې د ناروغ له وینې څخه د تنګ حجرې ایستل او د فعالولو وروسته یې بیا فعالولول شامل دي.یاده درملنه د ډاکټرانو لخوا په مريضانو تجربه شوې او کامیابه شوې هم ده

د COVID-19 دغه درملنه په ۷۳ د کرونا  ناروغانوباندې ازمایل شوې او بریالیتوب سره د دغو مریضانو درملنه شوي د دوی سږو د درملنې په واسطه د ویروس درملنه شوې وروسته له هغه چې دا په سمه توګه کارول شوی. داسې انګیرل کیږي چې د معالجې اغیزې د سږو حجرو له سره رامینځته کولو سره او د معافیت غبرګون ته بدلون ورکوي ترڅو د COVID-19 انفیکشن باندې ډیر فشار راوړي او دغه ویروس له منځه لاړ شي.

درملنه د کلینیکي آزموینو لومړي پړاو په بریالیتوب سره ترسره شوی ،او خه اثرات یی کړي . هیڅ یو ناروغ چې درملنه یې شوې هیڅ کوم شکایت یی ندۍ کړۍ او په سمه توکه د کرونا ویروس نه خه شوي دي. او د سمدستي ناوړو پایله یی نه ده خودل شوې. د درملنې اغیزمنتیا ښودلو لپاره ازمونې لا هم روانې دي او تمه کیږي چې په څو اونیو کې به بشپړه شي.

د یادونې وړ ده چې درملنه د دودیز طبي مداخلې سره ناروغانو ته ورکړل شوې او دغه درملنه به د نورو درملو سره یو ځاۍ د کرونا ناروغانو علاج کيږي.

د دې تر څنګ د متحده عربي اماراتو د حکومت د همغږې کوښښ او ژمنې نمایندګي کوي او دوي دا کوښښ کوي چې ژرترژره د دغې ویروس مخنیوۍ وشي او دغه ویروس ډېر خپرېدو ته پرېنګدي او د COVID-19 پراخه ناروغۍ ته د پای ټکی کښیږدي. عربي امارات د ناروغي د مخنیوي لپاره مختلف قسم توسعې کوي تر څو د غه مرض ډېرو کسانو ته ونرسيږي.

د ابوظبي سټیم سیل مرکز د روغتیا پاملرنې مرکز دی چې د حجرې درملنې باندې د مطالعې وروستۍ څیړنې او تمرکز کوي.دوي په دغه برخه کې د دې وړاندې هم ریسرچ او مطالعه کړې ده.

یو افغان ډاکټرد کرونا ویروس مخنیوي لپاره طرحه جوړه کړې

کرونا ناروغي د هرات په شمول د هۍواد یو شمېر نور ولایاتو ته هم رسيدلۍ او ۱۰۰ نه یی ډۍر خلک نیولي دي .که څه هم دا ویروس د انسانانو ته د زیان سره سره د ژوند په نورو اړخونو هم اغېز کړۍ او په ټوله کې بیا د افغانستان یی ډۍر اسر کړۍ په دغه لړ کې یو افغان ډاکټر د دې ویروس مخنيوي لپاره یوه طرحه جوړه کړې ده،

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د افغان حکومت د مؤظفې کمېټې یو غړی ډاکتر جاوېد صافی وايي داسې طرحه‌یې جوړه کړې چې په عملي کېدو به‌یې ستونزه تر ډېره کنټرول شي.

ښاغلي صافي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۷» د دې طرحې مهم ټکي له رسنیوسره په یوه مرکه کې شریک کړل هغه په ډیره ګڼه ګوڼه کې د نه ګرزیدو وړاندیز کړۍ دۍ او عامو وګړو ته د احتیات نه کار اخیستو څو وړاندیزونه کړي دي. ..

 نوموړي د ژوند مختلفو برخو کې مختلفو خلکو ته یو شمیر توصعی کړي دي د تجارتي مراکزو، پېر او پلور، دولتي دندو، عامه خدمتونو او نورو مهمو برخو لپاره سپارښتنې په دې طرحه کې ځای شوي.

د عامې روغتیا وزارت وایي په هرات کې نن له غرمې وروسته د کرونا ۶۸ شکمنې پېښې په لابراتوار کې کتل شوې چې ۲۲ یې مثبتې راوتلې دي. د هرات د عامې روغتیا ریاست وایي دا ټولې د هرات ولایت مربوط دي چې ۱۳ یې نارینه او ۹ یې ښځې دي. په دې سره په هرات کې د کرونا د مثبت پېښو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد.

د روغتیا وزارت وایي د بدخشان ناروغ په دې وروستیو کې له ایران څخه هېواد ته راستون شوی دی.

په دې سره په ټول هېواد کې د کرونا د مثبت پیښو شمېر ۱۴۱ ته ورسېد. د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې دولتي او شخصي ادارې د ۳ اونیو لپاره ټړل شوي دغه اقدام د کابینې د یوې غونډې په ترڅ کې شوې ده دغه پریکړه د کرونا ویروس د زیاتیدو مخنیوي لپاره شوې د دې پرېکړې سره  په کابل ښار کې تګ راتګ بندیزولګېد.  

د کرونا وایروس اول ځل پيژندلو واله ډاکټر خپله د دغه وایروس له امله ومړ

کلن ۳۴ کلن ډاکټر ونلیانګ چینایي روغتیا پال، چې د لومړي ځل لپاره د کرونا ویروس خبر ورکړی وو، پخپله د همدې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

نوموړي ډاکټر چې خپله د سترګو متخصص وو، د لومړي ځل لپاره خبر ورکړ، چې سارس ته ورته ویروس ته متوجه شوی دی.

د هغهله لوري د دې خبر تر خپرېدو څلور ورځې وروسته، پولیسو لي د آوازو په خپرولو تورن کړی وو.

لي څو ورځې وړاندې اعلان چې په کرونا ویروس اخته شوې او د جمعې په شپه ناوخته یې د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

راپورونه ،چې (بي بي سي) او (سي ان ان) لخوا خپاره شوي وو، ویل شوي د ډسمبر په وروستیو او د جنورۍ په لومړیو کې، د لي ونلیانګ په نوم روغتیاپال چې د وهان په روغتون کې په خدمت بوخت دی، د ناروغانو د معاینې او کتنې پر مهال د سارس ناروغۍ ته ورته نښې ليدلې او خپلو همکارانو ته یې د یو نوي ډول ویروس د خپرېدو خبر ورکړ.

د چین پولیسو لي ته ګواښ کړی وو، چې د دې خبر له خپرولو دې ډډه وکړي، کنه نوموړی به د عامه اذهانو  مغشوش کولو په تور، قانوني چلند سره مخ شي.

ډاکټر لي، چې ۳۴ کلن وو، د آمریکا سي ان ان ته ویلي وو، د تېرې شنبې په ورځ تائید شوه ، چې نوموړی پخپله هم پدي ناروغۍ اخته شوی دی.

اوسمهال د کرونا په ناروغۍ ۲۸۲۰۰ تنو د اخته کېدو او د ۶۱۸ تنو د مړینې خبر ورکړل شوې. دا شمېره په چټکۍ د زیاتېدو په حال کې ده.