کرونا ویروس؛ازبکستان خپل سرحد افغانستان سره يو څه مودې لپاره وتړه

نړۍ کې د کورونا وېروس په وجه روان وضعیت د ژوند ټولو پر ټولو اړخونو اغېز کړی.عام انسانان په خپله ناسته ولاړه، تګ راتګ او نورو برخو کې بدلون راولي او احتیاط وکړي. نو دې لپاره فکر کول ځکه اړین دی چې د کورونا وېرس له اوسپني نيولی تر پلاستيک او د انسانانو بوټانو پورې نښلي او ناروغي‌ رامنځته کولی شيکورونا ویروس که څه هم نه نژاد پېژني او نه نر او ښځې ته ګوري، خو بیا هم ویل کېږي، چې دغه ویروس د ښځو په پرتله سړو ته زیات زیان رسوي. یوه جرمني څېړونکي په دې اړه دلایل بیان کړي دي.

د دویچه ویله په حواله، په نړۍ کې د کورونا ویروس پېښې مخ پر زیاتېدو دي. په همدې حال کې څېړونکي وايي، چې کورونا ویروس د ښځو په پرتله سړو ته زیات زیان رسوي. يوه جرمني څېړونکي په دې اړه ګڼ دلایل ويلي دي، چې ولې سړي زیات په کورونا اخته کېږي.

تراوسه چې په کورونا ویروس باندې څومره کسان هم اخته شوي دي، یو ګډ ټکی پکې دادی، چې زیاتر ناروغان یې نارینه دي او دغه راز ترې م-ړه شوي کسان هم ډېری نارینه دي.

تراوسه په المان کې دوه په درې برخه نارینه په کورونا اخته شوي دي، په اسپانیا کې ۶۵ سلنه او په چین کې بیا ۶۴ سلنه کسان چې په کورونا ویروس اخته شوي دي، نارینه دي.

د هامبورګ پوهنتون د ایمونولوژۍ انسټیټیوټ سرپرست، پروفیسور مارکوس التفلد له شپیګل وېبپاڼې سره په یوې مرکه کې ويلي دي، چې پر سن او نورو بېلابېلو ناروغیو سربېره جنسیت هم د کورونا ویروس په ناروغانو کې مهم ټکی دی.

چینايي څېړونکي بیا په دې باور دي، چې نارینه تر ښځو زیات دخانیات مصرفوي له همدې امله په نارینه وو کې د کورونا ویروس نښې زیاتې لیدل کېږي او اغېز هم پرې ډېر کوي.

د پروفیسور التفلد په وینا، پر ټولو کسانو دا عملیه نشي عملي کېدای، ځکه چې د ځینو خلکو کړه وړه له نورو سره توپیر لري، هغه دا، چې ځينې خلک سګرټ څکوي، ځينې خلک په بېلابېلو ناروغیو اخته وي، چې د کورونا ویروس یې نور هم وځپي او په پایله کې یاد کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي او یا یې روغتیايي حالت نازک شي.

نوموړی وايي، چې د نارینه وو په پرتله د ښځو بدني ځواک ډېر وي، پر دې سربېره ښځې هغه ډول فزیکي کارونه نه ترسره کوي لکه نارینه یې چې ترسره کوي، دغه او ځينې نور عوامل دي، چې د کورونا ناروغانو په ډله کې د ښځو تعداد کم ثابتوي.

د سولې مذاکراتو ولې ځنډ سره مخ شوي

د ښځو ولایتي شبکه وايي، د سولې لپاره باید یوه ملي اجماع رامنځته شي او طالبان هم باید ډاډ ورکړي چې د پردې تر شا هېڅ هېواد ته د سولې پروسې د رهبري کولو او پر مخ وړلو اجازه نه ورکوي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د سولې پنځلس کسیزه مرکچي پلاوی ټاکل شوی، چې درې یې ښځینه دي، خو د ښځو ولایتي شبکه نیوکه کوي، چې د ښځو ونډه باید پراخه او څرګنده وي.

دغه شبکه د طالب بندیانو خلاصون ملاتړي دي، خو ټینګار کوي، چې جګړې ته د نه ستنېدو په ضمانت باید لومړی هغه بندیان ازاد شي، چې جرمونه یې سپک دي. د سولې بین الافغاني خبرو ته د حکومت مرکچي پلاوي له اعلان وروسته، د ښځو ولایتي شبکه نیوکه کوي چې دغه پلاوي کې د ښځو ونډه کمرنګه او نمایشي ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په وینا په دغه پنځلس کسیزه پلاوي کې درې ښځې دي، خو د ښځو دغه فعالانې وايي، د ښځو لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره باید د دوی ونډه پراخه او څرګنده وي.

دغه شبکه روان سیاسي کړکېچ ته په اندېښنې سره وايي، باید ولسمشر محمد اشرف غني او پخوانی اجراییه مشر عبدالله عبدالله خپلمنځي ستونزې حل او ټول سیاسي اړخونه باید د سولې لپاره یوه ملي اجماع رامنځته کړي. دوی پر طالبانو هم شک لري، چې ښايي دغه ډله د پردې تر شا کوم هېواد ته د سولې پروسې د رهبري کولو او پرمخ بیولو اجازه ورکړي. که څه هم حکومت ظاهرآ د طالب زندانیانو خلاصون د دوی د نوملړ ارزونې له امله ځڼډولی، دغه شبکه وايي، د طالب بندیانو خلاصون ملاتړي دي، خو وايي، جګړې ته د نه ستنېدو په ضمانت باید لومړی هغه بندیان ازاد شي چې جرمونه یې سپک دي.

د ښځو دغه ولایتي شبکه له حکومت او طالبانو دواړو خواوو د تاوتریخوالي ژر کمېدو غوښتنه کوي او وايي، دواړه خواوې باید بین الافغاني خبرو کې پر یوه هر اړخیزه اوربند سلا وکړي.

د ښځو نړیواله ورځ

د ښځو نړیواله ورځ یو فرصت دی چې هغو میرمنو ته درناوی وشي چې د فزیکي ، روحاني او مجازی رسامونو له لارې پیوستون راوړي. دا ورځ ده چې هغه کار منعکس کړئ چې لاهم پاتې دي باید موږ ټول پدې پوه شوجې ښڅو خبرې واورو دا موږ ته یادونه کوي چې زموږګاونډي هېوادونه وګورئ او پدې اړه فکر وکړئ چې څنګه موږ وکولی شو چې ښڅو د پرمختګ لپاره کاروکړو. په متحده عربي اماراتو کې میرمنې هرکال د دوی د سخت کار لمانځلو لپاره یو کيږي  د نړۍ په کچه فعالینو سره یوځای کیږي ترڅو د دې پیغام برخه وي چې د مختلف کلتورونو او شالیدونو ملیونونو انجونو ته ویل شوي..

د متحده عربي اماراتوحکومت د 1971 د دسمبر په دوهمه نیټه را پدېخوا میرمنو ځواکمن کولو باندې متمرکز کړی. د هغې لوړتیا شیقا فاطمه بن مبارک ، د ښځو د عمومي اتحادیې رییسه ، د مور او ماشوم د عالي شورا رییس ، او د عالي شورا رییس د کورنۍ پرمختیا بنسټ (FDF) ، د خپل عقلمند رهبري او بشردوستانه کار له لارې د اماراتي میرمنو سره خپل ملاتړ څرګند کړ. شیکا فاطمه ، چې د “متحده اماراتو مور” هم پیژندل کیږي ، د هغې ژمنې له امله عرب ، سیمه ایز او نړیوال پام یې ځانته اړولی چې د

دې هیواد میرمنو ته په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د رهبري رول لوبولو چانس ورکړۍ د دې پلانونو برخه کیدل دوی سره مرسته کړې ترڅو د سیاسي ځواکمنولو برنامو له لارې کلیدي او بریالي رول ترلاسه کړي ، چې د عظمت شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان لخوا پیل شوي. دا د ډول برنامو له وجې میرمنو د وزیرانو ، ویناوالو ، قاضیانو ، ډاکټرانو ، انجینیرانو او سرتیرو په توګه د هیواد په لوړو او مسلکي پوستونو کې کارو کولو زمینه برابریږي

مرحوم شیخ زاید تل وویل  “ښځې د سړو خویندې دي ، او د دوی تر مینځ هیڅ توپیر شتون نلري ، ځکه چې دا د ملت پرمختګ او سوکالۍ کې شریکان دي ،” هغه میرمنې پیاوړې کړې او هغوی ته یې موقع ورکړه چې د هیواد اقتصادي ملاتړ وکړي. پرمختګ.د متحده عرب امارات د ښځو رول ټولنې د ځواک او ځواک ورکولو ته وده ورکوي

امریکې بېلابېلو هېوادونو 12 ښځو ته د زړورتیا ایوارډونه ورکړل

د متحده الایاتو د بهرنیو چارو وزارت نن د پاکستان او افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو 12 هغو ښځو ته د زړورتیا نړیوال ایوارډونه ورکوي چې پخپلو هېوادونو کې یې د ښځو، بشري حقونو، امن، اقلیتونو او د جنسي نابرابرۍ لپاره مبارزه کړې ده.

دغه ایوارډونه د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپېیو او د امریکې د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ په لاسونو ورکړل شول. مایک پمپېیو پخپله لنډه وینا کې له دغو ښځو څخه د ځینو ځانګړې یادونه وکړه او پخپلو هېوادونو کې یې د هغوی مبارزه بېسارې او بدلون راوستونکې وبلله.

په دغو ښځو کې د پاکستان د بلوچستان ایالت اوسېدونکې د بشري حقونو او سیاسي فعاله جلیله حیدر هم شامله ده چې په 2018م کال کې یې په کوټه کې پر هزاره توکمه شیعه ګانو باندې د ترهګرۍ د بریدونو په ضد درې ورځې د نه خوړو احتجاج کړی وو.

جلیله حیدر وکیله او د وومین ډیموکرېټک فرنټ د بلوچستان مشره ده او په تېره جنورۍ میاشت کې برتانیې ته په یو کانفرنس کې د ګډون لپاره تلله چې پر لاهور هوایي ډګر را وګرځول شوه او ورته وویل شول چې نوم یې د سفري بندیزونو په نوملړ اې سي‌ ایل کې اچول شوی دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې جیلیلې حیدر ته “د بلوچستان زوروره ښځه” ویل شوي دي.

د بېلابېلو هېوادونو په دغو زړورو ښځو کې د افغانستان د وردګو ولایت د میدان ښار ولسوالۍ ځوانه ښارواله مېرمن ظریفه غفاري هم شامله ده چې پخپله سیمه کې یې ښځو ته ځانګړې رېډیو هم پیل کړې وه.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکلي چې د ښاروالې په توګه د مېرمن غفاري له ټاکل کېدو سره د سیمې خلکو مخالفت کړی وو او هغې ته یې د مرګ ګواښونه کړي وو،‌ خو وایي دا یې په وړاندې و درېده او دا یې ثابته کړه چې ښځې هم مشري کولای شي.

ظریفې غفاري د ایوارډونو د وېشلو په غونډه کې تر جایزې اخیستلو وروسته پخپله لنډه وینا کې د هغو ښځو مبارزه او زړورتیا وستایله او هغوی یې اتلې وبللې چې له دې سره یو ځای یې ایوارډونه واخیستل، خو وایي “زه اتله نه یم زه د میدان ښار ښارواله یم”. مېرمن غفاري وایي خلک یې لومړی د ښاروالې کېدو په ضد وو خو چې دا پر شا نه شوه هغوی ومنله:

“څو کاله مخکې ما تمه نه لرله چې دوی به کله هم زما خبرې واوروي خو نن مې نه یواځې خبره اورېدل کېږي بلکې بشپړ درناوی مې کېږي. د افغانستان ښځې اکثر د جګړې د قربانیانو په توګه پېژندل کېږي خو موږ داسې ښځې هم لرو چې د خپلو حقونو لپاره یې مبارزه کړې”.