ټوله نړی کې د کروناوېروس تازه حال

د سرچینیو معلوماتو له مخې لاهم کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې خورا خطري ده او هره ورځ نژدې زرګونه انسانان په ټوله نړۍ کې مړه کوي.تر دې دمه له ۹۷ میلیونه زیات انسانان په ټوله نړۍ کې په کرونا اخته شوي.او لا هم دغه وبا خپریږي او خلک پرې اخته کیږي.

هر وخت د دې امکان شته چې دا شمېره لاهم لوړه سي راپورونه وايي چې د تازه شمېرو له مخې دې ناروغي په ټوله نړۍ کې ۲ میلیونه ۸۳ زره کسان وژلي.د ۹۷ میلیونه انسانانو له جملې څخه څه کم ۷۰ میلیونه انسان روغ سوي هم دي د روغیا نړیوال سازمان سره د امریکا بیرته یوځای کیدلو سره د ملګرو ملتونو منشي انتونیو ګوتریش هر کلی کړی او ویلي يې دي چې د کرونا په وړاندې باید یوالی رامنځ ته کړو.

دهېطوادونو په کچه امریکا هغه هېواد دی چې د کرونا ناروغي پکښي زیات خلک مبتلا شوي په دې هېواد کې نژدې ۲۵ میلیونه کسان په کرونا اخته سوي چې له جملې څخه يې ۴لکه ۱۵ زره کسان وژلي دي.امریکا له کرونا  سره د مبارزې خبره کوي خوتراوسه پوري دا هېواد نه دی توانیدلی چې مبارزه بریالۍ او تلفات کابو کړي له امریکا وروسته هند او برازیل هغه هېوادونه دي چې په دویم او دریم مقام کې دي.او لا هم په دغه ملکونو کې دا وبا روانه ده

په افغانستان کې که څه هم  د کرونا ناروغي پیښې تر پخوا لږ سوې خو اوس هم هره ورځ په یو شمېر ولایتون کې د دې ناروغي مثبتې پیښي رامنځ ته کیږي په افغانستان کې د کرونا مثبتو پیښو شمېر تر ۵۴ زره اوښتی او تراوسه يې ۲۳۶۳ کسان وژلي هم دي

ټوله نړی کې د کروناوېروس تازه حال
ټوله نړی کې د کروناوېروس تازه حال

افغانستان کې ډاکټران وايي ن وايي چې خلک باید روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي ترڅو د کرونا د راتلوونکو خطرونو څخه ځان خوندي کړي خو داسې مالومیږي چې په عامه توګه لاهم افغانان له دې ناروغي سره بې پروا چلند کوي۔ عام وګړي په بازارونو کې ګرزي را ګرزي ماسکونه نه استفاده کوي همداراز یو بل سره نږدې پاتې کیږي.

افغانستان کې د کرونا ناروغی پېښې په کمېدو دي

افغانستان کې د کرونا ناروغی پېښې په کمېدو ديره سره له دې چې په هېواد کې د کرونا ویروس دوهمه څپه نه ده کنټرول شوې، خو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دغه ناروغی مثبتې پېښې په کمېدو دي.اوښای دغه نور زور ونکړي ځکه د لوړېدو ګراف په تدریجي ډول په کمېدو دی.

دروغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۸۴ نور کسان په دغه ویروس اخته شوي چې له دې سره پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۶۶۴ ته ورسېد.د یاد وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته شپږ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹۹ نور بیا روغ شوي دي.د راپورونو له مخې، تر اوسه په هېواد له کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۳۱۴ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۴ زره او ۸۱۰ ته رسېدلی دی.

که څه هم د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا مثتبې پېښې په کمېدو دي، خو وايي چې دا په دې معنا نه ده چې دلته دې د دې ویروس دوهمه څپه پای ته رسېدلې وي.روغتیا وزارت خبرداری ورکړی که چېرې خلک روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي او بې‌ غوري وکړي؛ نو هره شېبه د کرونا ویروس د درېیمې څپې د راتلو امکان شته.

همدا راز له انګلستان څخه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د کروناویروس د نوې بڼه رارسېدلې او د روغتیا مسوولین یې اندېښمن کړي او وايي چې دغو هېوادونو ته د تګ راتګ له امله به په افغانستان کې د کروناویروس دویم ډول په پراخه توګه خپور شي.او زیات شمېر خلکو ته به مرګ ژوبله واړوي.

افغانستان کې د کرونا ناروغی پېښې په کمېدو دي
افغانستان کې د کرونا ناروغی پېښې په کمېدو دي

دکروناناروغی د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په مرګونې ناروغۍ بدل شو.اوسمهال په امریکا او د هند هېوادونو کې زیاته ده خو لا هم ویره شته چې دغه ناروغي یو ځل بیا د نړی ګډ ګډ ته ورسیږي.او خلکو ته مرګ ژوبله واړوي.هېره دې نه وي چې د نړی یو شمېر هیوادونو دغه ناروغی لپاره واکسین هم تیار کړي دي او خلکو باندې ازمایښتي ډول کاروي.

د جمهور ریس غني په مشرۍ د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې غونډه جوړه شوه

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا وبا دویمې څپې سره د مبارزې غونډه پرون سهار په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه.په دغه غونډه کې د روغتیا وزیر جواد عثماني او و طبی شورا مشره نسرین اوریاخېل هم موجوده وه.

دغونډې په پیل کې د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د مرکز او ولایتونو په روغتونونو کې د اکسېجن عاجلې اړتیا ته په اشارې وویل، د اکسېجن د تولید ۸ دستګاوو له نصب سره به د کرونا ناروغانو د اکسېجن ستونزه حل شي.هغه د کابل دولتي روغتونونو رئیسانو سره د مرکز د ۱۷ او ۱۰ ولایتي روغتونونو او د ICU عاجلو پروژو خدمتي برخو د یو کال اړتیا وړ درملو او طبي تجهیزاتو فاینل شوی لېست، وړاندې کړ.احمد جواد عثماني وویل، پاکستان ته د تلونکو مساپرو د PCR ټېسټونو ستونزه د حل او اسانتیاوو په موخه د بهرنیو چارو وزارت له لارې له پاکستان سره شریکه شوې ده.

وروسته د افغانستان د طبي عالي شورا رئیسې ډاکټر نسرین اوریاخېل د افغان جاپان روغتون د وضعیت او د جمهوري ریاست عالي مقام ځانګړې دستیارې ډیوه صمد په ۳۴ ولایتونو کې د اکسیجن او د پرسونل د محافظتي وسایلو د وضعیت په اړه خپل راپورونه او معلومات شریک کړل.جمهوررئیس غني د هغوی د راپورونو تر اورېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارله چې په دوو اونیو کې د اکسېجن د اړتیا او امکاناتو په اړه واضح راپور چمتو او حکومت پر هغه اساس عاجل اقدامات وکړي.

جمهوررئیس غني وویل: عامې روغتیا وزارت دې د کویډ ۱۹ جوړېدونکو روغتونونو اړتیاوې مشخصې کړي چې پر وخت ورته رسیدګي وشي. همدارنګه دې د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې پرمهال د ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو په معاشونو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره واضح پلان ترتیب کړي.

د جمهور ریس غني په مشرۍ د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې غونډه جوړه شوه
د جمهور ریس غني په مشرۍ د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې غونډه جوړه شوه

د افغانستان ولسمشرغني د غونډې په پای کې وویل، عامې روغتیا وزارت باید د کرونا دویمې څپې سره مبارزې ته د ځانګړو شویو منابعو او اقداماتو راپور وخت پر وخت او وضاحت له خلکو سره شریک کړي او دوی خلکو ته ځواب ویونکي دي.

افغانستان کې د کرونا تازه حال

افغانستان کې د کرونا تازه حال دصحت عامې وزارت پرون پنجشنبه د ليندۍ ٢٠ نيټه چې د روان زیږدیز کال د ډسمبر له ١٠ نيټې سره برابره ده خوري په هيواد کې د کرونا ويروس ١٤٠١ مشکوکې پيښي آزمايل شوي چې له جملې يې ٢١٣ مثبتي پېښې رامنځته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په وينا، په تيرو ٢٤ ساعتونو کې ١٨ تنو د کرونا ويروس له امله خپل ژوند دلاسه ورکړى او ٧١ نور ترې رغيدلې.د تازه پيښو سره په هيواد کې د کويډ-١٩ ناروغانو شمير ٤٨ زره او ٧٥٣ ته رسيږي.په تيره يوه شپه او ورځ کې د تازه پيښو له جملې ٣٤ په کابل، ٣٠ په هرات، ٥ په کندهار، ١٤ پېښې ثبت شوي.همداراز په بلخ، ٤ په ننګرهار، ١٠ په پکتيا، ٧ په باميان، ٢٢ په بغلان، ١٦ په پروان، ١ په نيمروز، ١٢ په دايکندي، ١٢ په لوګر، ٨ په هلمند، ٧

ددې نه پرته په لغمان، ١ په غور، ٨ په کنړ، ٢١ په کاپيسا، او ٢ په زابل ولايتونو کې ثبت شوي.د یادولو وړ ده چې لا هم احتمال شته چې یو ځل بیا په افغانستان کې مثبتې پېښې نتېزې شي او ډېر خلک به د دې له امله نور هم مړه شي.

په افغانستان کې د کوېډ ١٩.ناروغی څخه د مړو شويو کسانو شمير ١٩٣٩ تنه او هغه چې بيرته ترى رغيدلې شمير يې ٣٨ زره او ٢٢١ تنو ته رسيږي.د هېواد روغتیا وزارت په دې اړه نوې غونډه نیولې او د دویمې چپې لپاره چمتووالی د نیولو په اړه پلانونه ارزیابي کړي .د دغه وزارت چارواکي وايي چې هڅه کوي چې د کرونا مخنیوی لپاره تول اقدامات وخت د سره وکړي.

افغانستان کې د کرونا تازه حال
افغانستان کې د کرونا تازه حال

د یادولووړ ده چې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمير تر ٦٨ ميليونو او ٩٥٦ تنو ته رسيږى چې له جملي يې يو ميليون او ٥٧٠ زرو خپل ژوند دلاسه ورکړي او ټوله نړی کې تر ټولوزیات شمیر ېې لا هم په امریکا کې دی. او وخت سره سره نور هم زیاتیږي او له امله ېې هیواد په زرګونو کسانژوند د لاسه ورکوي.

ولسمشر غني:د کرونا دوهمه څپه نه شو کنټرولولای

ولسمشر غني:د کرونا دوهمه څپه نه شو کنټرولولای جمهور ریس غني وايي، د افغانستان روغتیايي بنسټونه دا مهال د کرونا ویروس د دوهمې څپې د مهارولو وړتیا نه لري او په دې برخه کې لا ډېر کار بابد وشي.

ولسمشر غني ویلي، چې اوس هم د افغانستان روغتیايي ادارې د کرونا ویروس له دویمې څپې سره د مبارزې پوره وړتیا نه لري، خو دوی هڅه کوي د مرستندویه هېوادونو په همکارۍ په دې اداراتو کې ظرفیت لوړ او خلکو ته چوپړتیا ډېره کړي.ښاغلي غني د کرونا د دویمې څپې د کابو کولو لپاره په بهر کې له مېشتو افغان متخصیصینو د مرستې غوښتنه کړې ده.جمهور ریس غني تېره ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې په اروپا او امریکا کې له افغان طبي متخصیصینو سره د کوېډ١٩.ناروغی د دویمې څپې د اداره کولوپه اړه بحث وکړ.

دولت داسې مهال د کرونا ویروس د دوهمې څپې د کنټرول په برخه کې خپله بې وسي ښيي چې، د روغتیا نړېوال سازمان وايي، افغان حکومت کرونا سره د مبارزې برخه کې تر اوسه تر ۵ میلیونه ډالر زیات لګولي دي.او لا ېې هم لګوي.کابل کې دWTO استازي ډاکټر ریک پییر کورن ویلي، د روغتیا نړېوال سازمان د کرونا ویروس د خپرېدو له پيله، افغانستان کې له روغتیايي سکټور سره د روغتیايي کارکونکو د روزنې، د ټسټونو ډیروالي او د روغتیايي تجهیزاتو برابرولو برخو کې کومک کړی.

هېواد کې د میلیونونو ډالرو د لګښت او د نړېوالو مرستو د راتګ سربیره هم کرونا پېښې نه یواځې ډیریږي، بلکې یو مرګونی وضعیت یې خپل کړی.مالي فساد، د لومړیتوبونو نه مشخصول، روغتیا سکټور کې د چارواکو غیرقانونی مداخلې، پېښو ته پر وخت نه رسیدګي او د عامه پوهاوي په نوم د نمایشي پروګرامونو جوړول او پراخ فساد کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې شوې بودیجې د حیف او میل کېدو عمده عوامل دي.

تازه د(ADB) یا اسیا پراختیايي بانک افغانستان سره د کویډ١٩ ناروغی د دوهمې څپې د کنټرول لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې، چې د حیف او میل کېدو په اړه یې له اوسه لا ګڼې اندېښنې موجودې دي.خو بلخوا بیا حکومت وايي ټولې مرستې په سمه توګه مصرف شوي دي.