کاروبار
-
په زړه پورې
هغه تخنیکونه چې موږ له لرې واټن ورباندې کاروبار اداره کولی شو
که چېرې تاسې غواړئ چې خپل کاروبار له لرې واټن اداره کړی نو له دغه تخنیکونو ګټه پورته کړئ په…
-
Uncategorized
دکرونا وایرس په اړه جوړ شوئ پخوانئ فلم
په دوه زره یولس ۲۰۱۱ کال کې د « کونټیجن» په نوم خپور شوی فلم چې دبالیووډ مشهوره لوبغاړو کار پکښي کړی د کرونا وایرس ته انتهايي ورته کیسه کوي. په فلم کې یوه کاروباري مېرمن (پیلټرو) د یوه نابلده او پیچلي وایرس له کبله مري . دغې ښخي وایرس د چین د سفر پر مهال اخیستی وي . په فلم کې مړې شوې مېرمني ته وایرس د چین په هانکانګ کې د یوه اشپز سره د لاس ورکولو پر مهال انتقال شي . هلته دوایرس نوم (ایم آې وي ون) ښودل شوی . فلم ښيي چې د اشپز ته وایرس له یوه خنځیر یا خوګ نه انتقال شوی وو. د فلم کیسه ښيي چې (پیلټرو) کله کورته ستنه شي ، نو د سختي تبې او بیمارۍ له کبله مړه شي .د هغې زوی هم له مور نه دا وایرس واخلي او سمدستي مړ شي ؛ خو د فلم ددغه کردار (پیلټرو) میړه (میټ ډیمن) د وجود دفاعي نظام پیاوړی وي او دا وایرس نه بچ شي او ژوندی پاتې شي . فلم کې د وایرس خپرېدل فلم ښيي چې وروسته دا وایرس د نړۍ ټولو هیوادونو ته غځېږي او پراخ تلفات اړوي . حیرانونکې داده چې په فلم کې فرضي وایرس او د کرونا اوسنی وایرس دواړه ډېر سره ورته دي ؛ په فلم کې هم دا وایرس د انسانانو د یوبل سره له نېژدې کېدو، ټوخېدو او پرچي نه انتقالېږي او اوسنی کرونا وایرس هم هم دا ډول له یوه انسانه بل انسان ته ځي . په فلم کې هم دغه وایرس د تبي ، ټوخي او سابندۍ سبب کېږي او کرونا اوسنی وایرس هم هم دغه نښې لري . البته د خپراوي او مرګ شمېر فرق سره لري ؛ فلم ښيي چې په (ایم آې وي ون) وایرس د اخته کسانو ۲۵ فیصده ژوند له لاسه ورکوي ، خو اوسني کرونا وایرس کې دا فیصدي ۳ عشاریه ۴ ښودل شوې ده . په کونټیجن فلم کې چې کله نړۍ ته داخطرناکه وبا خپره شي ، نو د یوې اصلي انټیلجنس ادارې (ایپي ډیمک انټیلي جنس ادارې ) له لوري د وایرس د کنټرول لپاره هلي ځليپیل شي . ددغې ادارې کارکونکي په وایرس د اخته کسانو پېژندنه کوي او بیلوي یې . په فلم کې د امریکا شیکاګو ایالت قرنطین کدل شي . داسي قرنطین شي لکه په چین کې د هوان ایالت چې وتړل شو . کونټیجن یو مشهوراو د ګټې…