اقتصاد او سوداګرينړیوال خبرونه

USAID د ایلان ماسک کارکوونکو ته د اسنادو له ورکولو انکار کړی

اړوند خبرونه:

ایفون 16 به نن بازار ته وړاندې شي؛ په اړه یې څومره پوهېږی؟

د چین او اپل کمپنۍ اختلافات او د ایفون بازار رالوېدل

اپل کمپني د ایفون 17 ډیزاین د اوږدې مودې اپ کرېډ ژمنه وکړه

ایلان ماسک، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کارنده‌والي ادارې مشر دی، د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره (USAID) فاسده وبلله او د دې ادارې د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې ویبپاڼه له کاره ولوېده. د دې ادارې ایکسپاڼه هم په انترنیټ کې غیرفعاله شوې ده.

ماسک په خپل ایکس کې دا اداره “یو جنایت‌کاره سازمان” وباله.

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې دوو لوړپوړو امنیتي چارواکو ته د شنبې په ورځ وروسته له هغه اداري رخصتۍ ته ورکړل شوه، چې د ایلان ماسک تر مشرۍ لاندې د حکومت د کارنده‌والي دفتر غړو ته یې د خپلې ادارې د اسنادو د کتلو اجازه ورنه کړه.

سرچینو ویلي، د ماسک د دفتر کارکوونکو هڅه وکړه چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې مرکزي دفتر ته داخل شي، خو مخه یې ونیول شوه. دغو کارکوونکو غوښتنه وکړه چې دننه پرېښودل شي او ګواښ یې وکړ چې که اجازه ور نه‌کړل شي، له امنیتي مامورینو څخه به مرسته وغواړي.

سي‌این‌این راپور ورکړی چې د حکومت د کارنده‌والي دفتر کارکوونکو غوښتل چې د USAID امنیتي سیستمونو او د کارکوونکو دوسیو ته لاسرسی ومومي. ځینو سرچینو ویلي چې دوی غوښتل پټ یا کلاسیفایډ معلومات ترلاسه کړي. دا اقدام د ماسک د دفتر له لوري د فدرالي حکومت د لګښتونو د کمولو لپاره د څارنو د لا زیاتولو د هڅې نښه ګڼل کېږي.

ایلان ماسک د یکشنبې په ورځ په ایکس کې ولیکل: “د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره یوه جنایت‌کاره اداره ده. وخت رارسېدلی چې دا اداره له منځه یووړل شي.”

د ماسک دا څرګندونې هغه راپورونه تاییدوي چې ډونالډ ټرمپ هڅه کوي USAID لغوه کړي او د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې یې مدغم کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button