سات تيري

ارتباط یا ارتباطات (Communications) څه ته وایي

ارتباط له (To make Common) لاتینې کلیمې څخه اخیستل شوی دی، چې د ټولیز، یا افشا کولو مانا ترې افاده کېږي، یانې یوې ډلې یا زیاتو کسانو ته د مالوماتو لېږد او په اختیار کې ورکولو ته وايي

ارتباط یا اړیکه چې په انګلیسي کې ورته (Communication) وایي، د لیږدونکي څخه ترلاسه کونکي (اخیستونکي) ته د پیغام لېږدولو او ترلاسه کولو پروسه ده، پدې مانا چې دلته اصلي موخه د پیغام رسول دي، خو په دې شرط چې د دوی ترمنځ د پیغام معنی یو شان وي. دا پیغام لفظي (کلامي) یا غیر لفظي کیدای شي.

د ارتباط اهمیت په څه کې دی:

ارتباط یا اړیکه د ټولنیز ژوند لومړنۍ اړتیا ده. اړیکه هغه پدیده ده، چې له لارې یې اطلاعات یا مالومات لېږدول کېږي. که پیغام په داسې ډول ولیږدول شي چې د لیږدونکي او ترلاسه کونکي ذهن کې یوه مانا افاده کړي، نو ویلای شو چې دا اړیکه بشپړه او بریالۍ ده. د نړۍ ټول موجودات په طبعي ډول یو له بل سره اړیکه لري. ارتباط د ژوندیو او غیر ژوندیو موجوداتو په منځ کې حتی د چوپتیا په حالت کې هم شتون لري.

د ارتباط یا اړیکې په ټینګولو کې 5 فکتورونه شته:

لیږدونکی

پیغام

اخیستونکی

د اړیکې ټینګولو لاره یا وسیله

د ارتباط یا ارتباطاتو موخه (هدف)

په ټولنیز ژوند کې د هر ډول اړیکې یا اړیکو اصلی هدف د مانا درست او بشپړ ډول لیږد دی. مانا یو داخلي پدیده ده چې د خلکو په ذهن کې شتون لري. ډېری انفرادي عوامل لکه کلتور، د زده کړو کچه، تجربې، احساساتي حالتونه، تمې او اټکلونه او داسې نور په ذهن کې د ترلاسه شويو معلوماتو په مانا اغیزه کوي.

په ټوله کې ارتباطات په لاندې برخو ویشلای شو:

۱- لفظي (کلامي) او غیر لفظي ارتباط:

انساني ارتباط یا د انسان له انسان سره ارتباط په دوه ډوله دی، چې دلته به په لڼد ډول پرې رڼا واچوو:

لفظي (کلامي) ارتباط: عبارت له هغه ارتباط څخه دی چې په هغه کې پیغام د کلمو په بڼه له لیږدونکي څه ترلاسه کونکي ته لیږدول کیږي. د بېلګې په توګه، د یو شخص له بل شخص یا یوې ډلې سره د خبرو او اترو له لارې ارتباط ټینګول او یا ویلی شو چې د کلامي ارتباطاتو تر ټولو غوره د مالوماتو او افکارو دلیږد یوزاینۍ وسیله ژبه اوشفاهي وینا ده. او همدارنګه که پیغام په غیر لفظي شکل د (لاس، سترګو او هر بل غیر لفظي حرکت) په بڼه و لیږدولی شي دا ډول ارتباط ته غیر لفظي ارتباط ویل کیږي.

۲- ارادي او غیر ارادي ارتباطات: که ارتباط له مخکې پلان شوي او حساب شوي ترسره شي نو دغه شان ارتباط ته ارادي ارتباط ویل کیږي او که د مخکیني پلان پرته اړیکه ټینګه شي نو عبارت له غیر ارادي ارتباط څخه دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button