اردوغان: امریکا د اوربند لپاره پر اسرائیلو فشار نه راوړي
د ترکیې ولسمشر وايي چې امریکا پر اسرائیلو فشار راوړلو ته چمتو نه ده تر څو اوربند وکړي
د حماس غورځنګ لخوا د اوربند د طرحې له منلو او د اسراييلو لخوا د هغې له ردولو وروسته، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي، امريکا او اروپايي هېوادونو د دغه اوربند د منلو لپاره پر تل ابيب کافي فشار نه دی راوستی.
اردوغان دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د مې پر ۱۲مه، د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د مسلمانو علماوو یوې غونډې ته وکړې.
په غزه کې د جګړې نه ودرېدل
هغه زیاته کړې چې حماس د قطر او مصر د اوربند وړاندیز منلی دی خو د بنیامین نتنیاهو حکومت نه غواړي چې په غزه کې جګړه پای ته ورسیږي.
د اردوغان په وینا، دا څرګنده شوې چې څوک د سولې او خبرو پلوي دي او څوک په غزه کې نوره شخړه او «وینه تویدنه» غواړي.
نور ولولئ: د م.م امنیت شورا غزه کې د اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ
نور ولولئ: اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو
د ترکیې ولسمشر ټینګار وکړ:« مونږ ولیدل چې هغه هیوادونه چې هر وخت مونږ ته د بشری حقوقو او آزادۍ په تړاو څرګندونې کوي، په ښکاره د هغو کسانو ملاتړ کوي چې ۳۵ زره فلسطینیان یې قتل عام کړي دي. هغوی چې تر پرون پورې یې د اعتراض حق سپېڅلی ګاڼه، اوس د فلسطین په پلوۍ لاریونونه نشي زغملای.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په غزه کې د ملکي وګړو وژنه ناورین دی
د بشري مرستو په تړاو نوي خبرې
بلخوا، رویټرز د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین د یکشنبې په ورځ په قطر کې د حماس له مشرانو سره د اوربند او بشري مرستو ته د غزې د اوسیدونکو د لاسرسي په تړاو خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې په غزه کې د اسراييلو وروستۍ پوځي تګلاره ان د تل ابيب د متحدينو په تېره بيا د امريکا په ګډون د يو شمېر هېوادونو له نيوکو سره مخ شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې امریکايي چارواکو هم ویلي وو چې اسراییل په رفح کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره کوم پلان نه لري.
پر دې سربېره باید یادونه وشي چې اسرائیلو په غزه کې د جګړې پر مهال تر ټولو ډېره مرګ او ژوبله ملکي وګړو ته اړولي ده چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
د بشر حقونو نړیوال بنسټونه هم تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې ددې لوی ناورین مخه ونیسي او په غزه کې خلک وژغوري.