اسټرالیا له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کړل
د اسټرالیا نوی قانو له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو ته د ټولنیزو رسنیو د کارولو اجازه نه ورکوي
اسټرالیا کې چارواکي وايي، داسې قوانین وضع کوي، چې له ۱۶ کالو د عمر پر ماشومانو به د خواله رسنیو کارولو بندیز ولګوي.
دا په نړیواله کچه یو مخکښ ګام بلل کېږي.
لومړي وزیر انتوني البانیسي ویلي، دغه قوانین به راتلونکې اونۍ د اسټرالیا پارلمان ته وړاندې شي او په خبره یې هدف یې دا دی، چې د هغه ”زیان” کچه به ورسره کمه شي، چې خواله رسنۍ یې ماشومانو ته اړوي.
دی وايي، ”دا د مېندو لپاره دی او د پلرونو لپاره دی… دوی زما په شان په انلاین نړۍ کې د خپلو ماشومانو خوندیتوب ته اندېشمن دي. زه غواړم د اسټرالیایانو کورنۍ پوه شي، چې حکومت مو ملاتړی دی.”
له ماشومانو سره د میندو او پلرونو تائید
په داسې حال کې چې تر اوسه د دې لایحې د جزیاتو په هکله ډېر بحث نه دی شوی، حکومت وايي، هغه ځوانان به له دې بندیزونو نه اغېزمن کېږي، چې له مخکې خواله رسنۍ کاروي. د هغو ماشومانو لپاره به د عمر استثنا هم نه وي، چې د مېندو – پلرونو تائید ولري.
حکومت وايي، خواله رسنۍ به مسوولیت لري، داسې معقولې تګلارې ولري، چې خپلو پاڼو ته د ماشومانو لاسرسي مخه ونیسي.
نور ولولئ: ماشومان، تنکي ځوانان او پر دوی د ټکنالوژي مثبتې او منفي اغېزې
نور ولولئ: د مخ لکې او داغونو د له منځه وړلو لپاره کورنی ماسک او درملنه
نور ولولئ: د ټکنالوژي بې ساری پرمختګ؛ ساینسپوهان وايي تر ۲۰۳۵ کال به سپوږمۍ کې فوټبال کوو
لومړی وزیر البانیسي وايي، د بندیزونو پلي کولو کې به جریمې نه وي او د اسټرالیا انلاین همغږۍ (اي سیفټي) کمشنر به دغه قوانین پلي کوي.
دغه لایحه به منظورۍ ۱۲ میاشتې وروسته پلې شي او بیا به یې هم ارزونه کېږي.
پر ذهني روغتیا د ټولنیزو رسنیو اغېز
ډېر ماهرین په یوه خوله وايي، چې خواله رسنۍ د نویو ځوانانو ذهني روغتیا ته زیان رسوي، ځینې بیا په یوه ځای د ټولو غیر قانوني بلل کېدو اغېز په تړاو یوه خوله نه دي.
د ځینې ماهرینو په اند بندیزونه د ټېک ټاک، انسټاګرام او فېسبوک په څېر خواله رسنیو پر پېچلو پاڼو د خوندي فعالیت زده کولو پر ځای یوازې دې پاڼو ته په ځنډ سره د ورتګ لامل کېږي.
له دې مخکې د اروپايي ټولنې د هڅو په ګډون داسې محدودیتونو لګولو هڅې یا خو ناکامې شوې دي او یا د تکنالوژۍ کمپینو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې دي.
هغه پوښتنې هم پر ځای پاتې دي، چې څنګه کېدای شي دغه محدودیتونه پلي شي، چې د عمر معلومولو لپاره ورکړل شوي الات ناسم کارول کېدای شي.