سفر خبرونهنړیوال خبرونه

افغان کډوالو ته د پناه ورکولو په اړه د امریکا غوښتنه رد شوه

فیلیپین افغان کډوالو ته د پناه ورکولو په اړه د امریکا غوښتنه رد او ویې ویل، پناه نه شو ورکولی

د فیلیپین د ولسمشر مرستیالې “سارا دوترته” د واشنګټن له هغې غوښتنې سره مخالفت وکړ چې د امنیتي دلایلو له مخې دې هغه ۵۰ زره افغان کډوال چې امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې لپاره یې غوښتي وو، خپل هېواد ته انتقال کړي.

سارا دوترته په فلیپین کې د هغو افغان مهاجرو د لیږد بهیر ته په اشارې سره چې د مهاجرت د ویزو غوښتنه یې کوله، په فیلیپین کې پر دغو مهاجرو باندې د تروریستي حملو د احتمال په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

دا غوښتنه د موقتي اوسېدو وه

فیلیپیني رسنیو ویلي، چې په فیلیپین کې د افغان کډوالو د موقتي اوسېدو په اړه د امریکا له غوښتنې وروسته د دغه هېواد یو شمېر سیاستوالو غبرګون ښودلی دی.

ویل کیږي چې د فیلیپین د اوسني ولسمشر خور ایمي مارکوس او د دغه هیواد پخواني ولسمشر رودریګو دوترته د فیلیپین له ولسمشر فردینند مارکوس څخه غوښتي چې د افغان مهاجرینو د موقتي اوسیدو په اړه له سره غور وکړي.

د اپوزیسیون سیاستوالو ته ډاډ ورکول

د فیلیپین یوه چارواکي د اپوزیسیون سیاستوالو ته ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې افغان مهاجرین به د بشپړ امنیتي چکونو تابع وي او که چیرې امریکا د دوی د مهاجرت ویزې غوښتنلیکونه رد کړي نو ویستل کیږي.

په متحده ایالاتو کې د فیلیپین سفیر جوز ایمانویل رومالدیز تیره اونۍ وویل چې هیواد یې د واشنګټن په غوښتنه د ځانګړي امریکایی ویزې (SIV) غوښتونکو لپاره د موقتي استوګنې لپاره په پلان کار کوي.

نور ولولئ: ملګري ملتونه وايي تر يو ميليون ډېر بې‌ځايه شوي افغانان بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي

په امریکا کې د فیلیپین سفیر څرګنده کړې وه، چې ټول افغان غوښتونکي به یوازې د SIV د غوښتنلیک د پروسې د پرمخ بیولو په موخه په فیلیپین کې وي او که د دوی غوښتنلیک رد شي، په دغه هېواد کې د پاتې کېدو حق به نه لري.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، امریکا څه باندې سل زره افغانان خپلې خاورې ته ولېږدول، خو سلګونه زره نور پناه غوښتونکي، چې په امریکا کې د پناه اخیستو په شرایطو برابر دي، په پاکستان، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو کې د کیسونو د پروسس لپاره یې انتظار کوي.

تېره ورځ ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د طالبانو له حاکمیت وروسته ۶ میلیونه افغانان له هېواده وتلي ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button