افغانستان او پاکستان کې د تېرې شپې زلزلې له امله يوولس کسان وژل شوي
د تېرې شپې په زلزله کې چې د افغانستان او پاکستان ډېرې سیمې یې ولړزولې، افغان او پاکستاني چارواکو د لږ تر لږه یوولسو کسانو د مړه کېدو او په لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی
دغه زلزله تېره شپه (د وري ۱نیټه) د کابل په ځايي وخت ۹بجې او ۱۸ دقيقې وشوه.
د امریکا د جیولوژۍ مرکز ویلي چې د دغې زلزلې مرکز د هندوکش په غرونو کې و او شدت یې د ریښتر په کچه ۶،۵ ثبت کړی دی.
په کابل کې هم ځايي اوسيدونکي وايي چې تر دې د مخه يې په دومره تېزوالي او دوام کې زلزلې کمې تجربه کړې.
د ترکيې له خونړيو زلزلو وروسته څو ځلې په بدخشان کې د داسې زلزلو خبرونه خپاره شول چې تېزوالی يې کم وو او يوازې د بدخشان ولايت ځينې سيمې يې لړزولې وې.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوه ټویټ کې ویلي چې په ۳۴ ولایتونو کې روغتیایي مرکزونو ته د دوو تنو مړي او نږدې شل تنه ټپیان ور وړل شوي، خو د هغه په خبره دا د مرګ ژوبلې وروستي ارقام نه دي.
په ورته مهال په ځينو سيمو کې د خلکو له ګڼې ګوڼې هم ځينې کسان سطحي ټپيان شوي دي خو کره ارقام يې نه دي خپاره شوي.
دا لومړی ځل نه دی چې کابل شدیدې زلزلې ولړزاوه
کابل ښار ډیر کله د زلزلو کوربه وي او ګڼو جيولوژيکي وړاندوينو ويلي چې کابل د زلزلې له قوي ګواښ سره مخ دی او د کابل ځمکنی جوړښت دا څرګندويي چې د لا نورو زلزلو امکان شته.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې دغه زلزله ډېره شدیده وه خو تر اوسه د کومو ځاني زیانونو راپورونه نه دي ورکړل شوي.
د پاکستان د بېړنیو خدمتونو د ادارې ویاند بلال فیضي او یو شمېر نورو چارواکو ویلي چې د پښتونخوا ایالت په بېلابېلو برخو کې د کورونو د چتونو د نړېدو له امله لږ تر لږه نهه تنه مړه شوي دي.
نور ولولئ:د افغانستان په شمال کې زلزله شوې
فیضي همدارنګه ویلي چې په سوات دره کې له سلو زیات کسان روغتونونو ته وړل شوي دي.
نور ولولئ: افغان مېرمنې په ترکیه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ګاڼې مرسته کوي
د خیبر پښتونخوا ایالت طبیعي پېښو ته د رسېدو د چارو د ادارې ویاند تیمور خان ویلي چې لږ تر لږه نولس خټین کورونه په لرې پرتو سیمو کې ویجاړ شوي او هڅې پیل شوي چې د دغې زلزلې د اړول شویو زیانونو په اړه مالومات راټول شي.