په زړه پورې

یوه کېله په ۳۷ زره ډالر وپلورل شوه

په انګلستان کې یوې خیریه ټولنې د افغانستان لپاره د مرستو ټولولو په یوه غونډه کې یوه کېله په ۳۷ زره ډالره پلورلې ده چې په دې سره دا د نړۍ تر ټولو ګرانبیه کېله ګڼل کیږي

دا کېله په متحده عربي اماراتو کې یوه افغان سوداګر پیرلې ده.

د قمر خیریه بنسټ له خوا د افغانستان لپاره د مرستو ټولولو په موخه په جوړ شوي روژه ماتي کې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ګډون کړی وو.

د دې بنسټ مشر رحمت الله نوروز وايي چې د کیلې قیمت په اصل کې د افغانستان له خلکو سره مرسته ده. هغه په خپله فيسبوک پاڼه کې په يوه خپره شوې ويډيو کې وايي : “دا یو سمبولیک حرکت وو چې اصلي هدف یې کمک وو، په همدې پروګرام کې مونږ وکولای شول چې شاوخوا ۹۵ زره پونډ‌ه (۱۱۵ زره ډالر) راټول کړو.”

رحمت الله نوروز په خپله فيسبوک پاڼه د خپرې شوې ويډيو سره ليکلي:” قمر بنسټ چې د هېواد تر ټولو ستر بنسټ دی تېره ورځ په لندن کې په یوه غونډه کې چې د (هیله د افغانستان لپاره) یې شعار وو، یوه کیله په ۳۰۰۰۰ پاونډه خرڅه کړه!

په نړیواله کچه د خیریه بنسټونو په تاریخ کې دا یو ریکارډ دی، ځکه لدې دمخه یوه کیله د خیریه کارونو دپاره په ۶۰۰۰ پاونډه خرڅه شوې وه.

ددې ټول نوښت څخه هدف دا وو چې ددې مبلغ سره به په هیواد کې د یتیمانو په برخه کې او په اساسي برخه کې د قمر بنسټ له لوري کار وشي.

د یادونې وړ ده چې پدې کیلې لمړنی قیمت ۱۰ پاونډه ایښودل شوې وو او بیا د ناستو خلکو له لوري د یو ډېر قوی رقابت په ترڅ کې یې قیمت زښت پورته لاړو!

هغه افغان تجار چې دغه کیله یې پلورلې ډېر ژر به انګلستان ته سفر وکړي او د قیمت په ورکړې سره به دغه نایانه کیله تسلیم کړي!”

ویډیو کتلی شئ: نایابه کیله

رحمت الله نوروز د دې ترڅنګ چی د قمر بنسټ مشر او د امتياز څښتن دی، د اسلام دين مبلغ هم دی او وخت ناوخته د پوهاوي ګڼ پروګرامونه جوړوي.

ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط وروسته د هغو افغانانو شمېر دوه برابر زیات شوی چې په سخته بې وزلۍ کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې که طالبان ښځو ته له دې سازمان سره کار کولو ته اجازه ورنه کړي، راتلونکې میاشت به له افغانستان څخه ووځي.

د کاروان خیریه بنسټ مشر بادشاه ولي کاروان وايي، خیریه بنسټونه هیڅکله نه شي کولای چې د ټول افغانستان خلکو ته مرستې ورسوي. هغه وویل: “دغه اوس چې د ملګرو ملتونو ټولې ادارې په افغانستان کې کار کوي او هم خیریه ټولنې کار کوي بیا هم ټولو اړمنو افغانانو ته رسیدګي نه ده شوې.”

په دې ورستیو کې ګڼ شمیر خیریه بنسټونو په افغانستان کې کار پیل کړی چې ډیرې یې د بهر میشتو افغانانو په مرستو تکیه دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button