افغانستان له سري لنکا څخه لوبه وبایلله
موږ غواړو چې افغانستان نړیوال جام وګټي
ستونزه «زموږ توقعات» دي، موږ غواړو چې افغانستان دې راته نړیوال جام وګټي. ډېر خپګان له «همدې لوړې توقع» څخه راجوړ دی.
افغانستان په سري لانکا باندې لوبه وبایلله، په انګلنډ یې هم وبایلله، ایا ښه لوبه یې وکړه؟ هو، څومره ظرفیت، امکانات او استعداد چې لري په هماغه اندازه یې لوبه او هڅه وکړه. که یې ګټلې وای، بیا به غټټټټ خبر و، خو که یې وبایلله، خبر دی، مګر نړیوالو ته ډېرررررر غټ خبر نه دی. هو، په لوبډلې کې ځینې ستونزې شته، د کپتان او لوبغاړو ځینې پرېکړې سمې نه وې، د غوراوي کمېټې اوپه دې هر یو به په جزیاتو او تفصیل خبرې کوو، په خیر.
نړیوال جام ماته راوړه
د یو افغان په توګه، زه هم غواړم چې د «نړۍ کپ راته راوړي» خو باید ظروف، امکانات، استعداد او نور ټول اړخونه په پام کې ونیول شي او بیا په هماغه اندازه توقع وشي. دا څو ورځې مخکې مې له محمد نبي څخه وپوښتل چې ولې مو په تېر نړیوال جام کې وژړل؟ راته یې وویل: په دې خاطر مې وژړل چې دا نور هېوادونه په کوم مورال نړیوال جام ته راغلل او موږ په کوم وضعیت کې. په لسو ورځو کې په وطن کې هر څه بدل شول.
نور یی ولوله | شعیب ملک: سوریا کمار د توپ اچونکو له ذهن سره لوبېږي
نور یی ولوله | د راشد خان ستر ارمان څه دی؟
افغانستان په “جنکشن اوول” کې تمرینات وکړل
په میلبورن کې د «جنګشن اووال» میدان کې د افغانستان تمرین کېده، ساده میدان و، شاوخوا یې کټارې لګېدلې وې، د ناستې محدود ځایونه یې وو، نټ او پچ یې درلودل…. یو افغان روزونکي دغه میدان ته ګوته ونیوله او وویل: موږ په ټول افغانستان کې همداسې یو میدان هم نلرو…..شاید تاسو وپوښتئ چې ولې یې نور نلرو، لږ دقیق فکر وکړئ، ځواب ډېر اسان دی. دا اوس د بنګله دېش کپتان شکیب الحسن ویلي دي: موږ د نړیوال جام د ګټلو لپاره راغلي نه یو، نه هم دومره ښه لوبډله یو چې ګټونکي دې وګڼل شو.
همدا حقیقت دی، همدا واقعیت دی او همدا اصلي خبره ده، خپلې بړستنې ته په کتو یې پښه غځولې ده. د سري لانکا سره لوبه کې یو نندارچي یو غټ شعار په لاس کې نیولی: که یې بایلی یا ګټی، په هر حالت کې مو تر څنګ ولاړ یو…. دا خبره راته میدان ته راغلیو اکثریت افغان مینه والو هم وکړه او هغوی خوشحال وو چې په داسې شرایطو کې افغانستان په نړیوال جام کې لوبېږي