لوبې

افغانستان هالنډ ته په دویمه يو ورځنۍ لوبه کې په ۴۸ منډو ماته ورکړه

د افغانستان او هالنډ تر منځ د دريو يو ورځنو لوبو د لړۍ دويمه لوبه کې افغان لوبډلې هالنډ ته په ۴۸ منډو ماته ورکړه او له دې بريا سره د لوبو لړۍ وګټله. دغه لوبه چې د قطر پلازمېنه دوحه کې روانه وه، پچه افغانستان وګټله، لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۷ منډې وکړې.

هالنډ د افغان لوبډلې له خوا ټاکلی هدف پوره نشوی کړی او ټوله لوبډله يې په ۴۸ اور کې د ۱۸۹ منډو په جوړولو سره وسوځېده. د افغانستان لپاره رحمان الله ګوربز د سليزې په وهلو سره تر ټولو ډېرې (۱۰۳) منډې وکړې. د ده ترڅنګ لوبډلمشر حشمت الله شهيدي ۵۴، رحمت شاه ۳۵ او نجيب الله ځدارڼ ۲۰ منډې ترسره کړې.

د هالنډ فرېډ کلسن او فېلپي بویسوين هره يوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول. په توپ اچوونه کې د افغانستان لپاره مجيب ځدراڼ څلور، فريد احمد دوه، راشد خان او يمين احمدزي يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

نور یی ولوله | محمد شهزاد ښه توپوهنه وکړه، خو لوبه د نوین الحق لوبډلې وګټله

د دغو دواړو هېوادنو تر منځ په لومړنۍ سيالۍ کې افغان لوبډلې هالنډ ته په ۳۶ منډو ماته ورکړې وه.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره رحمان الله ګوربز، عثمان غني، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، نجیب الله ځدراڼ، فريد احمد، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، راشد خان، مجیب الرحمان او یامین احمدزی لوبېږي. د افغانستان او هالنډ تر منځ دا لوبې د کرېکټ د نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه ده چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام د غوراوي لپاره کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button