اقتصاد او سوداګري

افغانستان په تېر یو کال کې ۱۰ میلیارد ډالر سوداګري لرله

طالبانو ویلي چې افغانستان په تېر یو کال کې ۱۰ میلیارده ډالره سوداګري درلوده

د طالبانو تر واک لاندې صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي چې افغانستان تېر یو کال کې شاوخوا لس میلیارده ډالره سوداګري درلوده. ‏

دغه خبرې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو  چهارشنبه د زمري پر ۱۰مه د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې «د دې ډلې د ادارو کلنۍ ‏لاسته راوړنو د تشریح» پروګرام پر مهال کړې دي.‏

د دغه وزارت په خبره، دغو ۱۰ میلیاره ډالرو څخه ۱.۸ میلیارده په صادراتو ‏او پاتې څه باندې ۸ میلیارده ډالره یې په وارداتو لږېدلي.‏

کومو هېوادونو ته سوداګري ډېره شوې؟

دغو چارواکو زیاته کړې چې د افغانستان د صادراتو کچه قزاقستان ته ۲.۵ ‏سلنه، چین ته ۱۶ سلنه، ایران ته ۱۹ سلنه، ترکیې ته ۵۲ سلنه او روسیې ته ۵۴ ‏سلنه ډېره شوې ده.‏

afghan 2024 07 31t150559.979
افغانستان په تېر یو کال کې ۱۰ میلیارد ډالر سوداګري لرله

د دوی د څرګندونو له‎‏‌مخې، په دې موده کې ۱۰۰ فابریکې پرانیستل، څه باندې ‏‏۱۰۰۰ صنعتي او تولیدي شکتونو ته جوازونه ورکول، شاوخوا ۶۵۰ فابریکو ته ‏تعرفې صادر او څه باندې ۲۳ زره د سوداګرۍ جوازونه تمدید، نوي او اصلاح ‏شوي دي.‏

نور ولولئ: پر ښځو د طالبانو د بندیزونو دوام؛ یو شمېر نجونو انلاین سوداګري پيل کړې

نور ولولئ:  ملا برادر او قزاقستاني چارواکي د اوسپنې پټلۍ پر نوي شبکه خبرې کړي

نور ولولئ: د ټاپي پروژې چارې ولې ځنډېدلي دي؟

دې وزارت زیاته کړې چې په وروستي یو کال کې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د ‏پیاوړتیاو او هوکړه لیکونو لاسلیک له لار ې په ټولیز ډول ۶۴۶ زره او ۱۵ کسانو ‏ته په مستقیم او شاوخوا څلور میلیونه او ۴۱۸ زره او ۷۵۰ نورو کسانو ته په ‏غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.‏

د صادراتو او وارداتو ارزښت

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې هم د روان ‏کال وري میاشتې ۲۶مه د افغانستان د صادراتو او ورداتو (لېږد-رالېږد) ارزښت ‏د تېر لمریز کال په اوږدو کې (۱۴۰۲) ۱۰.۳ میلیونه ډالره اعلان کړی و.‏

د دغې اداره په وینا، تېر کال د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۷۷۷ میلیونه او ‏‏۹۰۰ زرو او د ورداتو ارزښت اته میلیارده او ۵۷۶ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالرو ‏ته رسېدلی و.‏

خو پر دې سربېره پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم خلک د فقر وروسته کرښې ته رسېدلي او د هرې ورځې په تېرېدو په هېواد کې د بې روزګارۍ کچه هم لوړېږي. د چارو پوهان پر طالبانو نیوکه کوي چې د افغانستان د اقتصاد برخې تصمیم نیونکي یې هم ملایان دي، له همدې امله په دغه هېواد کې د بې روزګارۍ د کابو کولو لپاره هېڅ برنامه هم نه لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button