لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه په يوه په زړه پورې لوبه کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان او پاکستان تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو لوبلړۍ تېره ورځ (جمعه د مارچ ۲۴ مه) په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان کرکټ لوبډلې په بريا پيل شوه.

په نوموړې لوبه کې افغان اتلانو د محمد نبي د بهترینې هر اړخیزې کارګردګۍ پر مټ پاکستان ته د روانې لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې د ۶ ویکټو په توپیر سره تاریخي ماتې ورکړه. دا لومړنی ځل دی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال کرکټ کې پاکستان ته ماتې ورکوي.

د پاکستان لوبډلمشر شاداب خان د یادې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې پخپله د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د افغان توپ اچوونکو د غوره توپ اچونې پر مټ یې یوازې ۹۲ منډې ترسره کړې او د ۹۳ منډو هدف یې وټاکه. د یادې لوبډلې په ګټه عماد وسیم ۱۸ او صایم ایوب ۱۷ منډې ترلاسه کړې.

په دغه لوبه د افغانستان له اړخه ښکلې توپ اچونه ترسره شوه

باید ووایو چې د افغانستان په ګټه مجیب الرحمن، محمدنبي او فضل الحق فاروقي هر یوه ۲، راشد خان، عظمت الله عمرزي او نوین الحق یو-یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړ.

د پاکستان له لوري ټاکل شوي هدف پسې که څه هم افغان ملي لوبډلې خپلې لومړۍ څلور ویکټې ژر له لاسه ورکړې خو د محمد نبي او نجیب الله ځدراڼ د ۵۳ منډو ملګرتیا پر مټ یې یاد هدف د لوبې په ۱۸م اور کې ترلاسه کړ او د ۶ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

نوموړې لوبې ته ګڼشمېر افغان او پاکستاني مينوال هم راغلي وو.

نور ولولئ: افغان کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې سیالې سریلانکایي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان له لوري محمد نبي ۳۸ ناسوځېدلی، نجیب الله ځدراڼ ۱۷ ناسوځېدلی او رحمن الله ګربز ۱۶ منډې ترسره کړې. بلخوا د پاکستان له لوري احسان الله ۲، عماد وسیم او نسیم شاه هر يوه-يوه ویکټ ترلاسه کړه.

د افغانستان ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر محمد نبي عیسی خېل د ۳۸ منډو او ۲ ویکټو په ترلاسه کولو سره د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

په ورته مهال د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه د بنګلاديش ۱۹ کلنې کرکټ لوبډلې ته ماتې منلې ده.

نور ولولئ: د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله به د بنګله دیش او سریلانکا پر وړاندې ولوبیږي

د یادوونې وړ ده چې افغان اتلان به د پاکستان پر وړاندې خپله دویمه سیالۍ راتلونکې یکشنبه د شپې ۸:۳۰ بجې ترسره کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button