نړیوال خبرونه

افغانستان کې خوارځواکي ۴۷ سلنه زیاته شوې

په افغانستان کې خوارځواکي ماشومان

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په یوه نوي راپور کې وايي چې په افغانستان کې په وروستیو نهو میاشتو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۴۷ سلنه زیات شوی دی. 

د دغه بنسټ نوی راپور ښيي چې ورځ تر بلې د لوږې زیاتوالی، وچکالي او بې کاري په هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر د زیاتوالي اصلي لاملونه دي. په دغه راپور کې همدارنګه راغلي دي چې ډېری دغه ماشومان روغتون ته تر رسېدو مخکې ساه ورکوي. د ماشومانو د ژغورنې سازمان مطبوعاتي مسوول عاشق الله مندوزی وايي:«غوره ده چې د نړۍ هېوادونه د افغانستان ستونزې په رسمیت وپېژني، څېړنه وکړي او وروسته اقدام وکړي..

په ډېریو موردونو کې اقتصادي ستونزې

په ډېریو موردونو کې اقتصادي ستونزې د دې لامل کېږي چې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي. په خوارځواکۍ د یوه اخته ماشوم مور حمیده وایي، چې ماشوم یې له شپږو میاشتو راهیسې پر خوارځواکۍ اخته دی او د درملنې وس یې نه لري. هغه زیاتوي:«ماشوم مې له هغې چې زېږېدلی په دغو شپږو میاشتو کې ناروغ دی، خاوند مې بې کاره دی عواید نه لرو. پر خوارځواکۍ د اخته ماشوم مور قندي ګل هم وايي:«د زېږون له ورځې زما لمسی ناروغ دی روغتون ته مې راوست هېڅ نه ښه کېږي

نور یی ولوله | په استانې ناسته کې د بشر حقونو په تېره د ښځو حقونو پر تامین ټینګار وشو

نور یی ولوله | د اسلامي امارت مشر د دفاع وزارت چارواکو سره لیدلي

دغه روغتون ته له لېریو او نږدې ځایونو پر خوارځواکۍ اخته ماشومان راوړل شوي دي. د اندراګاندي روغتون مسوولان وایي، چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی او اوس مهال د درملو او سمبالو لوبراتوارونو له نشتوالي سره مخ دي. د اندراګاني روغتون یو ډاکټر څرګندوي:«مرستندویه بنسټونه باید د دغو ناروغانو د درملنې، معایناتو پیسې وکړي

د عامې روغتیا وزارت ویاند.

بل خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، چې دوی پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته روغتیایي خدمتونه زیات کړي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل:«پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی نه دی؛ بلکې موږ د راجستر مرکزونه مو زیات کړي دي هغه ماشومان چې په لرې پرتو ولایتونو کې دي، د درملنې او نوملیکنې لپاره مرکزونو ته راځي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button