نړیوال خبرونه

افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په هکله د سره صلېب نړۍوالې کمېټې اندېښنه

د سره صلېب نړۍوالې کمېټې د عملیاتي څانګې رییس نن د ملګرو ملتونو په یوې غونډه کې چې په مجازي توګه جوړه شوې وه، وویل چې په افغانستان کې اقتصادي ننګونې زیاتې شوې دي او وګړي یې د لومړنیو توکو د پېرلو وس نه لري.

په دغې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو د ډېریو نړۍوالو بنسټونو استازو حضور درلود چې د هېوادونو د اقتصادي، بشري، بېخ بنايي او روغتیايي وضعیت په هکله یې خبرې اترې وکړې. 

سور صلیب 

په دې غونډه کې د سره صلیب د عملیاتي څانګې رییس د هېواد د اقتصادي او بشري وضعیت په تړاو وایي، چې افغانستان د نړۍوالې ټولنې له لوري هېر شوی دی. د سره صلیب د عملیاتي څانګې رییس مارټين شوئپ زیاتوي:«د افغانستان خلک یا د سون توکو د پېرلو وس نه لري او یا هم د خوراکي توکو د پېرلو توان نه لري او ان د دواړو توکو د پېرلو وس نه لري. نو د ماشومانو خوارځواکي او سینه و بغل به زیات شي

نور یی ولوله | د ښار جوړونې وزارت: هند، افغانستان کې د خپلو پروژو بشپړولو ته لېواله دی

نور یی ولوله | د هرات امنیتي غونډه کې پر ټولګډونه حکومت او د ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار

اخوا، د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره اړتیا ده، څو د ملګرو ملتونو بنسټونه د هېوادوالو لپاره د کارموندنې اوږدمهالي پروګرامونه جوړکړي. د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي وايي:«په افغانستان کې د اقتصادي ستونزې او بې وزلۍ د مدیریت په منظور په سټراټېژيکه توګه د افغانستان په اقتصادي سکټورونو کې پانګونې ته اړتیا لرو چې په ټول کې وکړای شو د افغانستان ملي اقتصادي سکټور په حرکت راولوو

د کابل اوسیدونکي

بل خوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې اوسمهال له ډیرو اقتصادی ستونزو سره مخ دي. د کابل اوسېدونکي فتح محمد وویل:«نه کار شته او نه هم غریبي، لرګي نشته، ژمی هم راورسېد لرګي هم نشته خوراکي توکي هم نشته. د کابل بل اوسېدونکی ابراهیم هم زیاتوي:«سړه هوا راتلوونکې ده او د ستونزو سره بېره چا طالبان په رسمیت ونه پېژندل او دلته د بې کارۍ ستونزې زښته زیاتې دي

تر دې وړاندې د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي دي، چې اوسمهال د افغانستان اوه نوي سلنه وګړي له بې وزلۍ سره مخ دي او د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېزو د بې وزلۍ په زیاتېدو کې مهمه ونډه لرلې ده

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button