افغانستان

افغانستان کې د واورې اورېدو له امله د څو لارو تړل کېدل

د ټولګټو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د زیاتې واورې اورېدو له امله په هېواد کې ځینې لارې تړل شوي دي

د افغانستان په لوړو غرنیو سیمو کې د واورو سختو ورښتونو څو مهمې لارې تړلي او ډېرو سیمو کې د خلکو تګ راتګ ټکنی شوی.

د طالبانو په حکومت کې د ټولګټو چارو یا فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي ” پر سالنګونو تېره شوې لویه لار او د بار وړونکو وسایطو پر مخ مواقتاً تړلې ده خو د مسافر وړونکو وسایطو پر مخ پرانیستې ده.”

له دوو ورځو راهیسې د شوي اورښت اندازه

ښاغلي حق شناس وویل د پنجشبې پر ورځ له ۴۰ سانتي متره تر ۵۰ سانتي متره واوره ورېدلې او د ورښت به دوام سره ښايي دغه کچه پورته تللي وي.

د ټولګټو چارو وزارت یوه وینا پاڼه کې کاږي” د کابل – بامیان لویه لار د میدان وردګ ولایت اړوند د اونۍ کوتل په سیمه کې د تیزې واورې د اورښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده چې د خلاصون هڅې یې روانې دي.”

نور ولولئ: نن د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د واورې او اورښت خبر ورکړل شوی

نور ولولئ:  د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاریانو شکایت

نور ولولئ: د امریکا نظامي اډو د افغانانو صحت او چاپیریال ته پام نه کاوه

د بامیانو او دایکندي ترمنځ لویه لاره هم د قوناق کوتل په سیمه کې د ورښتونو له امله بنده ده. چارواکو ویلي په شمالي ولایت سرپل ولایت کې “د قم کوتل مسیر د لنډمهال لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.”

په څو ولایتونو کې د واورې زیات اورښت

په نورستان، غور، پکتیا، دایکندي، فاریاب، میدان وردګ، لوګر، غزني او بدخشان ولایتونو کې هم دا دویمه ورځ ده چې سختې واورې ورېدلي.

د ټولګټو وزارت ویاند وايي، د سړکونو د ساتنې او څارنې د چارو مرستیال ملا عبدالجبار له ټولو ولایتي استازو، او اړونده قراردادي شرکتونو سره د همغږۍ په یوه غونډه کې له هغوی غوښتي چې د لارو د خلاصون وسیلې دې لویو لارو او هغو سیمو ته ولېږدوي چې د بندیدو امکان یې شته.

د طالبانو حکومت کې د لارو د څار او کنټرول ادارو له خلکو غوښتي چې د سفر پر مهال دې ” د وسایطو لپاره ځنځیر، ژمنۍ تودې جامې او د اړتیا وړ خوراکي توکي له ځان سره ولري.”

د افغانستان پر لویو لارو د دا ډول ورښتونو پر وخت ډېر کله د ناپامۍ، پر لارو د ټرافیکي قوانینو د نه پلې کېدا، د څار کموالي او له لویه سره دسړکونو غیرې معیاري جوړښت د مرګونو ټرافیکي پېښو لامل کېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button