سفر خبرونه

المان به راتلونکې اوونۍ د افغانانو د اېستلو بهیر پیل کړي

د جرمني رسنۍ وایي، المان راتلونکې اوونۍ کې د پاتې افغانانو د ایستلو بهیر بېرته پیلوي

ډویچه‌ویله راپور ورکړی چې ټاکل شوې د جرمني دولت راتلونکې اوونۍ د افغانانو د منلو او اېستلو بهیر بیا پیل کړي. ډویچه‌ویله دا خبر د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله خپور کړی دی.

د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د ډویچه‌ویله د راپور پر بنسټ، د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په برلین کې المان خبري اژانس ته ویلي چې د جون په ۲۶مه به په افغانستان کې د جرمني د مخکینیو محلي کارکوونکو او له ګواښ سره د نورو مخ افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر بیا پیل کړي.

المان د افغانانو د لېږد پروګرام د روان زېږدیز کال د مارچ په پای کې د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په موخه د لنډې مودې لپاره وځنډېده.

له ویزو غوښتونکو سره امنیتي مرکې

ډویچه‌ویله لیکلي چې په راتلونکې کې به د المان ویزو له غوښتونکو سره امنیتي مرکې وشي، څو د جعل‌کارۍ او ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیول شي.

د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د افغانانو د منلو بهیر به په راتلونکو اوونیو کې په تدریجي ډول چټک شي او هره میاشت به ۱۰۰۰ کسان ومنل شي.

د المان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د هغو افغان کډوالو د دوسیو څېړل ورته لومړیتوب لري چې په پاکستان او ایران کې په تمه دي او وروسته به بیا نور کسان له افغانستان څخه را وباسي.

نور ولولئ: جرمني د افغانستان سره د ۹۰ مېلیونه یورو ژمنه کړې

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته او د طالبانو یو ځل بیا واک ته په رسېدو سره ډېر هغه افغانان چې له بهرنیانو سره یې کار کړی وو، په افغانستان کې بند پاتې دي او د جرمني په ګډون نور هېوادونه لا په دې نه دي توانېدلي چې دا بهیر پای ته ورسوي او پاتې افغانان وباسي. بل خوا څو ورځې وړاندې امیر خان متقي رسنیو ته وویل چې غرب او اروپایي هېوادونه باید د علمي کادرونو او نورو متخصصینو ایستل بند کړي، ځکه دوی ته افغانستان اړتیا لري. دی داسې مهال دا خبرې کوي چې په افغانستان کې تعلیم‌یافته کسانو ته کار نشته او نه هم خپله راتلونکې روښانه ویني.

پر دې سربېره نور افغانان هم هڅه کوي چې له افغانستان څخه ووځي او نورو هېوادونو ته پناه یوسي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button