نړیوال خبرونه

اماراتو ته د سراج الدین حقاني سفر؛ د دولت رئیس ورسره لیدلي

سراج الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او ددغه هېواد د دولت رئیس ورسره په بېلابېلو موضوعاتو غږېدلی

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني عربي متحده اماراتو ته سفر کوي او ددغه هېواد د دولت رئیس شیخ محمد بن زاید النهیان سره ګوري.

د متحده عربي اماراتو رسنۍ وايي، د ښاغلي حقاني او د یاد هېواد د دولت رئیس تر منځ لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي پراختیا او نورو برخو کې په همکاریو خبرې شوي دي.

اماراتو ته د حقاني د سفر موخه

د متحده عربي اماراتو دولتي رسنۍ وام وايي، په دغه لیدنه کې د دواړونو، په سیمه کې د روان سیاسي وضعیت او نورو مسائلو خبرې شوي دي.

خو پر دې سربېره ځینو ورځپاڼو او رسنیو تحلیلونه خپاره کړي چې ډېر امکان د پرځېدلي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني او د سراج الدین حقاني تر منځ لیدنه وشي.

نور ولولئ: سراج حقاني وايي، د نجونو د زده‌کړو اختلافي مسئلې ته مناسب حل لټوي

نور ولولئ: سراج حقاني د ځینو طالب مشرانو پر کړنو ناخوښ ښکاري

دغه رسنۍ وايي، ددې لیدنې زمینه د عربي متحده اماراتو دولت په هڅو برابره شوي ده، خو دغه خبر کومو رسمي سرچینو لا نه دی تائید کړی بلکې یوازې د رسنیو تحلیلونه دي.

له افغانستان سره د اماراتو همکاري

د افغانستان پر وړاندې دغه عربي هېواد بې پرې او نرم سیاست غوره کړی دی. اماراتو په افغانستان کې د هر دولت په راتلو هڅه کړي چې له هغه سره ښې اړیکې ولري.

afghan (53)
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید النهیان

په ورته وخت کې دغه هېواد د طبیعي پېښو او نورو جدي حالاتو کې له افغانانو سره بشري او بېړنۍ مرستې کړي دي.

متحده عربي اماراتو چې کله په هرات ولایت کې شدیده زلزله وشوه او خلکو ته یې درانه زیانونه ورسول، دوی ګرځنده کلینیکونه جوړ، درمل او طبي وسایل یې انتقال او په طبي پرسونل یې مجهز کړل.

دارنګه دغه هېواد له اړمنو خلکو سره بشري او نورې خیریه مرستې کړي دي.

متحده عربي امارات هڅه کوي چې افغانستان او ددغه هېواد له هر دولت سره نرم سیاست مخکې یوسي.

د افغانستان په ځانګړي توګه د خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو په لسګونو زره کارګر هلته په دوبۍ او ددغه هېواد په نورو ښارونو کې مزدوري او ورته مهال سوداګر یې سوداګري مخکې وړي.

سراج الدین حقاني داسې مهال اماراتو ته سفر کوي، چې تر اوسه په نړۍ کې د یوه هېواد له لوري هم په رسمیت نه دي پېژندل شوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button