امازون هند کې لومړی فلم جوړوي
امازون هند کې لومړی فلم جوړوي.د انلاين پېر او پلور تر ټولو ستره کمپنی امازون چې يو امريکايي شرکت دى، په لومړي ځل په بالي ووډ يا هندي سينما کې فلم جوړوي، او دغه فلم کې به د هند مشهور اداکار ښاغلی اکشې کمار هم کار وکړي.
دغه شرکت پرون يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د دوى لومړنى هندي فلم رام سيتو نومېږي، چې ډېر ژر به په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.د يدولو وړ ده چې نېټ فليکس، امازون او د ډزني هاټ سټار په ګډون ډېرو نړيوالو وېبپاڼو، چې فلمونه او سريالونه خلکو ته خپروي، په هند کې خپل کارونه ډېر کړي دي.هند کې د کورونا ويروس له امله چې کله ګرځبندېز اعلان شو، نو دې وېبپاڼو ته هم ستر مارکيټ په لاس ورغى او ډېر فلمونه او سريالونه يې خلکو ته نشر کړل.
یاد شرکت په دې وروستيو کې د يو وېب سريال تانډو له امله په هند کې له ستونزو سره مخ شوى و، چې وروسته يې په دې اړه بخښنه هم وغوښته.د هند يو شمېر سياستوالو په دغه وېب سريال نيوکې کړې وې او ويلي يې و، چې په دې کې د هندوانو دين ته سپکاوى شوى او د خلکو احساسات ټپي شوي دي.
د انډیا د سانسور ادارې اصول د امازون او نېټ فليکس په څېر وېبپاڼو باندې نه عملي کېږي، خو په سينما او ټلويزيون کې چې کوم فلمونه او سريالونه ښودل کېږي، نو له هغې څخه بيا دا ډول صحنې ويستل کېږي.تر څو د دغه ډول صحنو له امله خلکو ته نقصان ونه رسیږي.او مشکل جوړ نشي.
بلخوا د هند دولت بيا ويلي دي، چې د دغه وېبپاڼو په کومو موادو چې دخلکو لخوا نيوکې وشوې، نو په ٣٦ ساعتونو کې به يې دوى له خپلو وېبپاڼو اخوا کوي.ځکه د دوی پر وینا مونږ ته خپل ولس مهم دی او چې دوی څه غواړه باید هماغسې خدمات ورته وړاندې شي.او ولس خوشاله وساتل شي.