Uncategorized

امریکا کې نن سې شنبه د ولسمشر د ټاکلو په موخه رایه اچونه کېږي

امریکایان به نن سې شنبه د خپل راتلونکې ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه اچوي

د امریکا د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره په سخته سیالۍ کې کامېلا هېرېس او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره مخامخ دي او دواړه کافي پلویان لري.

د امریکا خلک د څلورو کلونو لپاره د خپل هېواد د راتلونکي ولسمشر يا ولسمشرې ټاکلو لپاره نن سې شنبې (۵ نومبر) رايې اچوي. په دې ټاکنو کې د ديموکرات ګوند لپاره کمالا هرېس او د جمهوريپال ګوند له لوري ډونلډ ټرمپ د سيالۍ ډګر ته راوتلي دي.

دواړو نوماندانو خپلې وروستۍ ټاکنيزې منډې ترړې د امريکا هغو ايالتونو کې متمرکزې کړې وې چې تر ډېره د ټاکنو ګټلو برخليک ورپورې تړلی دی.

د اقتصاد ښه کولو ژمنې

د کمالا هرېس او ډونلډ ټرمپ تر منځ سيالۍ خورا سخته او نژدې روانه ده. د کمپاين په وروستۍ ورځ کمالا هرېس د اقتصاد ښه کولو ژمنې او د يوالې خبرې کولې بل پلو سيال يې ډونلډ ټرمپ بیا د اقتصاد تر څنګ د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې پر کلکې مبارزې ټينګار کاوه.

afghan 2024 11 05t091606.940

شمېرې ښيي چې په امريکا کې شاوخوا ۱۴۴ ميليونه خلک د رايو ورکولو وړ دي چې تر نيمايي ډېرو يې وار دمخه خپلې رايې کارولې دي.

نور ولولئ: ولسمشر غني: ملګرو ملتونو او امریکا د ډیجیټلي حکومتولۍ مخه نیوله

نور ولولئ: د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

نور ولولئ: د امریکا انتخابات؛ د ډونالډ ټرمپ او کماله هرېس تر منځ لومړنۍ مناظره

د فلوريډا پوهنتون د ټاکنو څېړنيز مرکز د وروستيو شمېرو له مخې ۸۱ ميليونه کسانو خپلې رايې وختي او يا د پوستې له لارې اچولې دي.

که څه هم دا شمېر له هغه ۱۰۱ ميليونه رايو چې په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا وبا پر مهال خلکو له وړاندې کارولې وې ډېر کم دی.

ډونلډ ټرمپ به بدنامې کړې لیکوالې ته ۸۳ میلیون ډالره تاوان ورکوي

په اسانۍ د پایلو بدلېدل

د نظر پوښتنو له مخې سیالي دومره سره نږدې پر مخ روانه ده، چې یوازې دوه یا درې نومرې هم که هغه د ډونلډ ټرمپ په کټه وي یا د کمالا هرېس، په اسانۍ پایلې بدلولی شي.

کمالا هرېس د ټاکنيزو هلو ځلو وروستۍ ورځ ټوله په پنسلوانيا ايالت کې چې د ټاکنيزې سيالۍ تر ټولو ستر ډګر دی تېره کړه. د دغه ايالت ګټل ولسمشرۍ ته د رسېدو لپاره ډېر مهم بلل کېږي.

اغلې هرېس د خپلو پلویانو یوې غوڼډې ته وویل امریکا د نوي نسل مشرتابه ته چمتو ده.

نوموړې زياته کړه، “زموږ ټاکنیز کمپاین د امریکا د ولس لوړې هیلې، غوښتنې او ارمانونه رابرسېره کړل. موږ د هغه څه په اړه چې په ګډه یې کولی شو خوشبینه او تلوسي یوو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button