نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

انجلینا جولي: پر فلسطینیانو د اسراییلو بمباري بشري جنایت دی

جولي د فلسطینیانو د کډوالو پر یوه کمپ بمباري غندلي او وایي چې دا یو بشري جنایت دی

پر اسراییلو د حماس له برید وروسته اسراییلي پوځ پر غزه سخت بمبار او حملې وکړې چې له امله یې ګڼ قربانیان ملکي وګړي دي او په دې ملکي وګړو کې یې اکثره قربانیان ښځې او ماشومان دي.

نور ولولئ: اسراییل اوربند نه کوي او جګړې ته یې لومړیتوب ورکړی

د هالیووډ اداکارې انجلینا جولي ویلي دي چې د ایورګن جبالیا د کډوالو په کمپ د اسراییل د پوځ بمباري په قصدي توګه د هغو ایسارو خلکو په منځ کې شوې چې د تېښتې هیڅ ځای نه لري.

د کډوالو پر کمپ د اسراییلو برید

هغې زیاته کړه چې په میلیونونو فلسطینیان د نړۍ د ډیرو حکومتونو په ملاتړ محکوم او ټکول کیږي.

د لړم میاشتې په نهمه نېټه د غزې په شمال کې د جبالیا د کډوالو په کمپ د اسراییل د پوځ په بمبارۍ کې په لسګونو کسان ووژل او تپیان شول. د فلسطین د روغتیا وزارت د وژل شویو شمېر ۵۰ تنه اعلان کړ.

اسراییلي پوځ د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې هلته یې د حماس یو مشر وژلی دی.

نور ولولئ: اسراییل پوځ په غزه کې نور عملیات پیل کړې

د دغه برید په غبرګون کې انجلینا جولي د انسټاګرام په یوه پوسټ کې لیکلي چې غزه له تېرو دوو لسیزو راهیسې یو «خلاص زندان» دی او اوس په چټکۍ سره په ډله ییزه هدیره بدلیږي.

ددې جګړې قربانیان څوک دي؟

د هالیووډ دغې مشهورې لوبغاړې زیاته کړه چې د غزې د جګړې ۴۰ سلنه قربانیان ماشومان دي. د هغې په وينا، د غزې خلک د جګړې له قوانينو سره په ټکر کې له خوراکي توکو، درملو او بشري مرستو بې برخې دي.

اغلې جولي د نړۍ پر مشرانو نیوکه وکړه چې د هغې په وینا یې د بشردوستانه اوربند غوښتنه رد کړې او ویې ویل چې دوی «په دې جرمونو کې شریک دي.» پر جبالیا کمپ برید په پراخه کچه نیوکې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې پر غزه برید کې له اسراییلو سره امریکا او یو شمېر نور غربي هېوادونه مرسته کوي چې له همدې امله اسراییلو د اوربند مسئله هم رد کړه او څو ورځې وړاندې یې لومړی وزیر اعلان وکړ چې اوس د اوربند پر ځای د جګړې وخت دی او باید دغه جګړه د حماس په له منځه وړلو سره پای ته ورسېږي.

بل لور ته د یمن حوثیانو هم اعلان وکړ چې د اسراییلو پرضد به له فلسطین سره ودرېږي او پر اسراییلو به حملې وکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button