انګلستان لوبډلې د ویسټ انډیز لوبډلې له ذهنه د ګټې خیال وویست
د ویسټ انډیز او انګلستان لوبډلو ترمنځ د درېیو ټیسټ لوبو د لومړۍ ټیسټ څلورمه ورځ پای ته ورسېده، انګلستان د یوه لوبغاړي په زیان ۱۵۳ منډې لري.
دغه لوبه چې د سې شنبې په ماښام پیل شوه، د ویسټ انډیز په کوربتوب ترسره کېږي، د لوبې په پیل کې انګلستان لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه. انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۰۰.۳ اورونه ولوبول، ټول لوبغاړی یې وسوځېده، ۳۱۱ منډې یې وکړې، د دوی لخوا بین سټوکس ۳۶، بین پواکیس ۴۲، جوني بیرسټو ۱۴۰ او کریس ووکس ۲۸ منډې وکړې.
نور یی ولوله | د هندي لوبغاړو د (منکډ) د قانوني کېدو په اړه غبرګون
د ویسټ انډیز لخوا جیډن سیلس ۴، کیمر روچ، الزري جوسیف او جیسن هولډر په دې توانېدلي چې ۲-۲ لوبغاړی وسوځوي.
ویسټ انډیز د ۳۱۱ منډو په ځواب کې ۱۵۷.۳ اورونه ولوبول، ټولې ویکټې یې له لاسه ورکړي، ۳۷۵ منډې وکړې او ۶۴ منډې یې واړولې، چې د دوی لخوا کریګ بریتویټ ۵۵، جوهان کمبیل ۳۵، جیسن هولډر په ۳۵ او نکروما بونیر ۱۲۳ ناسوځېدلی ولاړ دی. د انګلستان لپاره بین سټوکس، جیک لیچ او کریک اورټن ۲-۲، کریس ووکس، ډین لاروینس او مارک ووډ ۱-۱ ویکټ اخیستې.
انګلستان لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د څلورمې ورځې تر پایه ۶۳.۲ اورنه لوبولي، یو لوبغاړی سوځېدلی دی او ۲۱۷ منډې لري. د دوی لخوا ذیک کرولي ۱۱۷ او جو روټ ۸۴ ناسوځېدلې منډې کړي دي او ویسټ انډیز کیمر روچ یوه ویکټ اخیستې ده.