نړیوال خبرونه

ایا شاهین افریدي په غلني ډول واده کړی؟

د پاکستاني کرکټر زوم

د پاکستان کرکټ لوبغاړي او د شاهد افریدي د زوم شاهین افریدي یو عکس په ټولنیزو رسنیو کې وایرل شوی، چې د هغه ترڅنګ ناوې ولاړه وي او مینه وال داسې اوازې خپروي چې هغه په غلني ډول واده کړی دی

د رسنیو کاروونکي :

د رسنیو کاروونکي وایي، چې شاهین افریدي واده کړی او په دې اړه یې رسنیو سره څه نه دي شریک کړي؛ خو ځینې بیا وایي چې شاهین د واده مراسمو ته تللی او هلته یې د عکس اخیستلو پرمهال ناوې مخته راغلې ده،په انځور کې د شاهین افریدي څنګ ته ولاړه نجلۍ د هغه مینه واله ده چې د هغه سره د عکس اخیستلو لپاره ځان تیار کړی؛ خو کله چې مینه والو دا عکس په لومړي ځل ولید نو حیران شول چې شاهین افریدي واده کړی خو داسې نه ده.

نور یی ولوله | د فرانسې او تاجکستان ولسمشرانو ته د اسلامي امارت غبرګون

نور یی ولوله | د الوتکو د ټکټونو له لوړې بیې د هېوادوالو شکایت

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله : 

څو ورځې دمخه د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو د نازولو لپاره مراسم ترسره کړل، چې پکې د پاکستاني لوبغاړو په نړیوال جام د وروستۍ کارکردګۍ ستاينه وشوه. د راپورونو له مخې، په همدې مراسمو کې دغې ناوې د خپل واده مراسم پرېښودل او په ځانګړې توګه له شاهین سره د عکس اخیستلو لپاره راغله.

د یادونې وړ ده چې شاهین افریدي د مرکې پر مهال تایید کړې وه، چې د خپلې خوښې او رضا له مخې یې د شاهد افریدي له لور اقصې سره کوژده کړې او پلان لري چې ډېر ژر به واده وکړي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button