Uncategorized

ایران له اسرائیلو د غچ اخیستو ګواښ کړی

ایران پر اسرائیلو د غچ اخیستونکي برید لپاره چمتوالی نیسي

د امریکا نیویورک تایمز ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ د درې ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د ایران مشر علي خامنه يي د خپل هیواد د ملي امنیت عالي شورا ته امر کړی چې د اسراییل پر ضد د برید لپاره چمتووالی ونیسي.

دغو چارواکو ویلي چې خامنه‌ يي دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ یادې شورا ته ابلاغ کړې ده.

د نیویورک ټایمز د راپور له مخې، د ایران مشر علي خامنه‌يي خپله پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د جګپوړو پوځي قوماندانانو له خوا د اسراییل د وروستي برید په اړه یو مفصل راپور وڅېړل شو.

په راپور کې د ایران د توغندیو جوړونې وړتیاوو، د هوايي دفاعي سیستمونو، د تهران په شاوخوا کې د انرژۍ مهمو زېربناوو، او په جنوبي سیمه کې یو مهم بندر باندې د شویو بریدونو د زیانونو په اړه معلومات ورکړل شوي.

درې ایراني چارواکو ویلي، دغه برید دومره پراخ و چې ځواب نه ورکول یې د ماتې په مانا دی.

د نظامي اهدافو لېست جوړول

نیویورک ټایمز د درې ایراني چارواکو په قول همداراز لیکلي چې د ایران پوځي مشران په اسراییل کې د “نظامي اهدافو” لست جوړوي.

دوی وايي چې دا برید ښايي د امریکا له ټاکنو وروسته ترسره شي، ځکه ایران ویره لري چې په سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتوالی به د ډونالډ ټرمپ په ګټه وي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د روان نوومبر په ۵ مه (سې شنبې) دي.

په دې راپور کې یادونه شوې چې لا هم روښانه نه ده چې د ایران ځواب به څنګه او کله وي، او ایا دا خبرې یوازې په مذاکراتو کې د فشار راوړلو لپاره دي او که نه.

نور ولولئ: د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

نور ولولئ: بې شپه ناوخته ایران پر اسرائیلو تر ۲۰۰ ډېر توغندي وتوغول

نور ولولئ: اسرائیل: پر ایران مو د غچ اخیستو په موخه بریدونه وکړل

له بلې خوا، اکسیوس ویبپاڼې د دوو باخبرو سرچینو پر اساس راپور ورکړی چې د اسراییل استخباراتي ارزونې ښیي چې ایران د عراق له خاورې څخه په راتلونکو ورځو کې پر اسراییل د برید تیاری کوي. راپور زیاتوي چې ښايي دغه برید د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې وشي.

ایران له کومه ځایه پر اسرائیلو برید کوي؟

د اکسیوس د راپور له مخې، ایران به غالباً د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو له لارې، او د خپلو نیابتي ډلو په وسیله چې په عراق کې فعالې دي، پر اسراییل برید وکړي.

د راپور لیکوال، باراک راوید، څرګنده کړې چې ایران ښايي له مستقیم برید څخه ډډه کوي ترڅو د اسراییل له احتمالي غبرګون څخه د خپلو ستراتیژیکو اهدافو ساتنه وکړي.

د ایران چارواکو تر اوسه د نیویارک ټایمز او اکسیوس د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي خو ځینو ایراني چارواکو په زغرده ویلي چې د اسراییل برید به بې ځوابه پاته نه شي.

د پنجشنبې په ورځ، د ایران د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي په شېراز کې وویل چې اسراییل به پر ایران د خپلو وروستیو حملو ځواب په «نه تصورکېدونکې بڼه» وویني.

د ایران د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان سرپرست علي فدوي هم پرون (پنجشنبې) وویل چې اسراییل ته به ایران حتماً ځواب ووايي.

له بلې خوا د ایران د مشر د دفتر رئیس محمد محمدي ګلپایګاني وویل چې اسراییل ته به د ایران ځواب سخت وي.

دا په داسي حال کې ده چې د اسراییل له وروستۍ حملې وروسته ایراني چارواکو ویلي و چې ایران یې د اسراییل د بریدونو په وړاندې د ځواب ویلو حق ځان ته خوندي بولي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button