افغانستاناقتصاد او سوداګري

ایران وايي، یو ځل بیا یې افغانستان او پاکستان ته د برېښنا صادرات پیل کړل

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د توانیر (Tavanir) شرکت اجرایوي رییس مصطفی رجبي مشهدي اعلان وکړ چې د داخلي اړتیاوو له کمیدو وروسته، ایران یو ځل بیا افغانستان او پاکستان ته د ۱۵۰ میګاواټو په کچه د برېښنا صادرات پیل کړي دي. په ورته وخت کې، د شبکې د پایداري ساتلو لپاره له ارمنستان او ترکمنستان څخه ۴۵۰ میګاواټه برېښنا واردات دوام لري.

د اقتصادنیوز (Eghtesad News) خبري آژانس د تلې په ۱۱ مه (د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۲ مه) راپور ورکړ، چې د توانیر شرکت اجرایوي رییس مصطفی رجبي مشهدي د ایرنا (IRNA) خبري آژانس ته ویلي چې د داخلي اړتیاوو له کمیدو وروسته، ایران یو ځل بیا افغانستان او پاکستان ته د برېښنا صادرات پیل کړي دي. د نوموړي په وینا، د دغو دوو هېوادونو ته د برېښنا د صادراتو کچه ۱۵۰ میګاواټه ده.

رجبي مشهدي دا هم څرګنده کړه چې ایران د شبکې د پایداری او داخلي اړتیاوو پوره کولو لپاره له ارمنستان او ترکمنستان څخه برېښنا واردوي. هغه وویل چې له دغو دوو هېوادونو څخه د برېښنا واردات شاوخوا ۴۵۰ میګاواټه ته رسیږي.

د توانیر اجرایوي رییس د صادراتو د زیاتوالي په اړه وویل: “صادرات به په همدې کچه پاتې شي، مګر دا چې له ګاونډیو هېوادونو سره په آني راکړه ورکړه کې کومه ځانګړې پېښه رامنځته شي.” هغه زیاته کړه: “البته، اوس مهال هیڅ ځانګړی څه په اجنډا کې نشته.”

سږکال د وږي په شپږمه میاشت کې و چې د توانیر اجرایوي رییس ایرنا خبري آژانس ته ویلي وو: “د ایران د برېښنا صادرات د داخلي بې توازنۍ له امله تر ټیټې کچې او نږدې صفر ته رسیدلي وو.”

د برېښنا صادرات هغه وخت ترسره کیږي چې د تولید او مصرف ترمنځ توازن بدل نه شي او داخلي اړتیاوې په بشپړه توګه پوره شي.

په تیرو میاشتو کې او په تودو فصلونو او په ځانګړې توګه د مصرف د اوج په ورځو کې د برېښنا د بې توازنۍ کمولو په هدف، د هېواد د برېښنا واردات له صادراتو پنځه چنده ډیر شوي وو او د دغو وارداتو لویه برخه د شبکې د پایداری ساتلو او داخلي اړتیاوو پوره کولو لپاره ترسره کیده.

په وروستیو میاشتو کې د ایران عمده برېښنا صادرات، چې پخوا د نړیوالو قراردادونو په چوکاټ کې عراق ته ترسره کیدل، په بشپړه توګه ودرول شوي وو. د افغانستان په برخه کې هم د نړیوالو ژمنو له مخې یو قرارداد موجود و، خو د هېواد د برېښنا وارداتو په پرتله یې کچه خورا کمه وه. اوس مهال، د داخلي اړتیاوو له کمیدو سره سم، ایران یو ځل بیا د خپلو ګاونډیو هېوادونو، افغانستان او پاکستان، سره د برېښنا د راکړې ورکړې په حال کې دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button