بامیان کې پر سېلانیانو برید څه پیغام لري؟
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې پر بهرنیو سېلانیانو مرګونی برید کېږي
افغانناو، کابل: پرون مازدیګر زموږ سرچینې وویل چې بامیان سر بازار کې درې بهرنیان ووژل شول، یو افغان هم وژل شوی، خو تر هغه مهاله طالبانو په دې اړه څه نه وو ویلي.
د بامیان په «سربازار» سیمه کې پرونی برید چې لږ ترلږه د ۳ بهرنیو سېلانیانو او یو شمېر افغانانو وژل کېدل پکې تایید شوي، د یو شمېر خواوو لخوا غندل شوی او ګڼ غبرګونونه ورته ښودل شوي.
زموږ له خبر تېرولو وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون ناوخته پر ایکسپاڼه لیکلي، چې په پېښه کې یو افغان او درې بهرنیان وژل شوي، ۳ افغانان او ۴ بهرنیان ټپيان شوي دي.
افغانانو ته اوښتي مرګ ژوبله
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په پېښه کې د وژل شویو افغان وګړو شمېر ۵ دی، هغه شمېرې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تایید کړي نه دي.
نور ولولئ: طالبان: د بامیانو لس پخواني چارواکي دې ونیول شي
نور ولولئ: د طالبانو ستره محکمه؛ بامیانو کې یې ۱۳ تنه په درو وهلي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په تړاو د څلورو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړی، خو د پېښې د انګېزې په باب څه نه دي ویل شوي.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر، چې له قطر څخه خپلې چارې سمبالوي؛ دغه برید بزدلانه ګڼلی او غندلی.
پرونی برید چا کړی دی؟
د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت مرستیال شاه محمود میاخېل بیا ویلي، په بامیان کې وروستۍ پېښه څرګندوي، چې د طالبانو هغه ادعا چې ویلي یې وو، د خلکو فزیکي امن په بشپړ ډول خوندي دی، سمه نه ده.
بامیان د افغانستان له ډېرو سېلاني لرونکو ولایتونو څخه و، چې د جمهوري نظام پر مهال نا امني خورا کمه وه.
د پروني برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو وخت پر وخت د ځینو بریدونو مسولیت داعش ډله پر غاړه اخلي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د امنیت له ټېنګېدو سره بهرني سېلانیان د هېواد د تاریخي سیمو لیدو ته رامات شوي دي او له لرې پرتو سیمو لیدنې کوي.
خو دا وروستی برید دا پیغام ورکوي چې په هېواد کې امنیتي حالت د ترېنګلتیا خواته ځي او ورو، ورو دغه بې ساری امنیت ګډوډ کېږي.
طالبان هڅه کوي چې دا ډول پېښې رسنیزې نه شي، نو پر نړیوالو بریدونه امکان نه لري چې پټ شي.